د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د اکټوبر په لومړۍ نېټه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې که څه هم دوی د انټرنت د بېرته وصلېدو هرکلی وکړ خو ویې ویل چې دې کار د افغانستان اقتصادي ثبات زیانمن کړ.
ښاغلي دوجاریک خبریالانو ته وویل"د مخابراتو او انټرنت دې پرې کیدو د افغانانو په اقتصادي ثبات، د خلکو او افغان میرمنو او نجونو پر دوامداره جدي وضعیت، د ټولو افغانانو د بیان د ازادۍ پر حق معلوماتو ته د لاسرسي په حق باندې ډیری منفي اغیزې کړې دي."
هغه زیاته کړه چې دې وضعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه ګډوډ کړل او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړو افغانانو په ځانګړي ډول د دغه هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو ته دحیاتي او ژوند ژغورونکي بشري مرستو او لومړنۍ اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو، مرستندویانو او مختلفو بشري پروګرامونو چارې یې ټکنۍ کړې.
م. م انتقاد کړی چې ولې طالبانو د انټرنیټ د بندولو او بیا فعالولو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
دوجاریک پر دې هم انتقاد وکړ چې طالبانو د انټرنیټ د پرې کولو او وروسته بیا رغولو لپاره هیڅ وضاحت نه دی وړاندې کړی.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو خو ویاند یې ذبیح مجاهد او د هغه مرستیال حمدالله فطرت د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو یو شمېر عامو افغانان، نجونې او ښځې او د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو سیمو کې مرستندویه رضاکاران وایي، د انټرنت او مخابراتي اړیکو بندېدو له ګڼو ننګونو سره مخ کړي وو.
په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو د مرستو رسولو یوه رضا کار نثار احمد ازادي راډیو ته وویل"دا درې ورځې ټول خلک خصوصا زلزله ځپلو سیمو کې خلک، مرستندویان له ډېر ستونزو سره مخ وو، ځکه روغتیایي خدمتونو رسول او بل هر څه کمونکېشن په انټرنت دي، هغه شپه دلته کونړ کې باران و د خلکو خیمو ته اوبه ننوتې، شبکو کار نه کاوه ( چا مرستې نه شوې کولای) هغه حالت تر قیامت بد وه پر خلکو، ځکه چې یوې کورنۍ کې ټول ټپیان وي هېڅ روغ کس ونه لري او خیمه یې له اوبو ډکه وي دا ډېر دردونکی حالت وي."
که څه هم اوس انټرنت او مخابراتي خدمتونو بیا رغول شوي خو ډیری افغانان یې د بیا بندیدو په اړه اندیښمن دي.
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د خلکو انفرادي او ټولنیزو ازادیو ته درناوی وکړي، ځکه په خبره یې دوی نور دا ډول محدودیتونه نشي زغملی.
په تېرو دریو ورځو کې له سختو ستونزو سره مخ وو، له خپلوانو سره مو اړیکې پرې وې.
د پلازمېنې کابل یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل"موږ یې په دې تېرو دریو ورځو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو. خپلو خپلوانو د کورنۍ غړو سره مو اړیکې پرې وې. پیسو ته مو اړتیا وه چې باید له بهر څخه مو دوستانو رااستولې وای، خو هر څه بند وو. له مړي ژوند پاتې وو، اوس وېره لرو چې انټرنت او مخابراتي شبکې بیا بندې نه شي او بیا تیارو ته ولاړ نه شو. زموږ ۹۹ سلنه حقونه، د بیان ازادي، معلوماتو لاسرسی او کار او بار سلب شوی، دا یو فیصد پاتې چې هغه انټرنت دی هغه هم که بندېږي زموږ ژوند به داسې وي چې ژوندي به یو خو تر مړو به بدتره یو."
دغه شان د افغانستان له بېلابېلو ښارونو ځینو نجونو چې پر زده کړو یې له محدودیت وروسته په انلاین ډول زده کړې پیل کړي،هم وایي چې د انترنیټ په بندښت یې یو ځل بیا ترې ان همدا وروستۍ هیله هم اخیستل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم د سې شنبې په ورځ په خپله وېب پاڼه خپور کړي رسنیز بیان کې ویلي وو چې د انټرنت د بندیدو پرمهال یې د خپلو مرستندویه کارکونکو سره اړیکې پرې شوې وې.
د دې ادارې په خبره، د انټرنت بندیدو د اسعارو تبادلې، ګمرکي چارو، د هوايي شرکتونو په فعالیتونو، سوداګرۍ، وارداتو او صادراتو په برخه کې جدي ستونزې راولاړې کړې وې.