د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۴

ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې: د سولې هڅې، د ایران نیوکې او د پرانیستو پولو مخالفت


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نن سه‌شنبه په خپله وینا کې چې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې ته یې وکړه، د نړۍ په ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې. خو هغه د افغانستان اوسنی وضعیت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، یاد نکړ.

خو ټرمپ د افغانستان د ګاونډي هېواد ایران یادونه وکړه او هغه یې د نړۍ په کچه د تروریزم ملاتړی وباله.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په خپله وینا کې ایران "د نړۍ تر ټولو لوی ترهګریز ملاتړ کوونکی" وبلله او ویې ویل چې دغه هېواد باید هېڅکله اتومي وسلې ونه لري.

ډونالډ ټرمپ اتومي وسلې د بشریت په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ وبلل او زیاته يې کړه: "زما دریځ ډېر ساده دی: د نړۍ تر ټولو لوی ترهګریز ملاتړی باید اجازه ونلري چې تر ټولو خطرناکې وسلې ولري."

زما دریځ ډېر ساده دی: د نړۍ تر ټولو لوی ترهګریز ملاتړی باید اجازه ونلري چې تر ټولو خطرناکې وسلې ولري

هغه وویل چې د خپلې دویمې دورې په لومړیو کې یې په یوه لیک کې د ایران مذهبي مشر ته «یو سخاوتمندانه وړاندیز» واستاوه، تر څو ایران په بدل کې بشپړې همکاري وکړي او ایران د خپل اټومي پروګرام ختمولو ته حاضر شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د ایران ځواب په مقابل کې د خپلو ګاونډیانو او د امریکا پر ګټو د ګواښ دوام و او دا وضعیت لا هم روان دی.

ټرمپ د ایران ملاتړې حماس ډلې ته په اشاره وویل چې دا سختدریځه ډله باید ټول برمته شوي کسان خوشې کړي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني.

د غزې جګړه د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسراییل پر جنوبي برخو تر حملې وروسته پیل شوه. په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان چې اکثره یې ملکیان وو، ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ کسان برمته شول. یوشمیر برمته شوي د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې د ټینګ شوي مخکیني اوربند په نتیجه کې آزاد شول خو ویل کیږي چې تر اوسه ۴۸ اسرایلي برمته لا هم د حماس په ولکه کې دي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل چې د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې یې په نړۍ کې د اوو جګړو د پای ته رسولو هڅې کړې دي.

د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې یې په نړۍ کې د اوو جګړو د پای ته رسولو هڅې کړې دي

ټرمپ پر ملګرو ملتونو هم نیوله وکړه چې د سولې په هڅو کې یې مرستندویه رول ناکام دی.

د هغه د ادارې په وینا، له هغه راهیسې چې ټرمپ په روان کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا ولسمشر شو، د څو جګړو د ختمولو منځګړیتوبونه یې ترسره کړي دي. ټرمپ ویلې چې هغه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او رواندا ترمنځ شخړه، د هند او پاکستان ترمنځ د مې میاشتې لنډه جګړه، د کامبودیا او تایلنډ ترمنځ شخړه، د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړه کې منځګړیتوب کړی او هم یې په هغې تاریخي موافقه کې خپل رول لوبولی چې له مخې یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اوږده شخړه هواره شوې.

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پرله پسې ژمنو تراوسه نتیجه ده ورکړې، ټرمپ یوځل بیا د روسیې په وړاندې د نویو تعرفو د ګواښ خبره وکړه.

ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وویل: "که مسکو د سولې له تړون سره موافقه ونه کړي، واشنګټن به "د ځواکمنو تعرفو یوه قوي پړاو ته مخه کړي " چې د ده په خبره «وینې تویېدنه به ودروي".

هغه زیاته کړه: "خو د دې لپاره چې دغه تعرفې اغېزمنې وي، اروپایي هېوادونه، ټول تاسو چې اوس دلته راټول شوي یاست، باید له موږ سره یو ځای شئ او بشپړ دغه اقدامات عملي کړئ".

د امریکا ولسمشر په خپلې وینا کې له کنټروله بهر کډوالۍ د یوه بحران په توګه مطرح کړه.

ټرمپ وویل چې د هغه په مشرۍ اداره په امریکا کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

هغه د خپلو مهاجرتي پالیسيو د دفاع پرمهال له خپلو اروپايي متحدینو انتقاد وکړ.

د متحده ایالاتو ولسمشر په عمومي غونډه کې وویل: "وخت را رسېدلی چې د خلاصو سرحدونو تجربې ته چې ناکامې شوې، د پای ټکی کښېښودل شي."

ټرمپ، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې اداره به یې د بیولوژیکي وسلو د کنوانسیون د پلي کولو لپاره د نړیوالو هڅو مشري وکړي.

هغه وویل: "زه له ټولو هېوادونو غواړم چې له موږ سره یو ځای شي تر څو بیخي او د تل لپاره د بیولوژیکي وسلو د پراختیا مخه ونیسو."

XS
SM
MD
LG