د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۰

افغانستان کې بایسکل ته اړتیا ډېره، خو ځانګړې لارې ورته نشته


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د یو شمیر لویو ښارونو اوسېدونکي وايي، عامه ترانسپورت کې د ستونزو او دغه شان د اقتصادي مشکلاتو له امله د نورو ترانسپورتي وسیلو پر ځای له بایسکله ډیره استفاده کوي.

دوی وايي، بایسکل ځغلول ورزش هم دی چې د سلامت لپاره یې ګته لري، خو زیاتوي چې ورته د بېلو لارو او سرکونو د نه موجودیت له امله ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد یو له هغو ښارونو دی چې د موټرو ګڼه ګوڼه په کې زیاته، خو ترڅنګ یې بایسکل ځغلونکي هم ښه ډېر دي.

د دې ښار او د افغانستان د یو شمیر نورو لویو ښارونو اوسېدونکي وايي، تګ راتګ لپاره یې بایسکل اسانه او ارزانه وسیله ده، خو شکایت کوي چې ځانګړې لارې نه لري او دوی ورسره ډېر په تکلیف وي.

زیاته استفاده له بایسکل څخه کوم، د دې څو لاملونه دي، یوه یې اقتصادي ګټه ده
د جلال اباد اوسیدونکی

د جلال اباد اوسېدونکي ضیا الرحمن لالا خیل ازادي راډیو ته وویل" زه خپله چې دلته ښار کې ګرځېږم، راګرځېږم زیاته استفاده له بایسکل څخه کوم، د دې څو لاملونه دي، یوه یې اقتصادي ګټه ده، زه چې کله ریکشا کې چیرې ځم، نېږدې ځایونو ته هغوی مانه تر پنځوسو افغانیو پورې اخلي، دا راته پاتې کېږي، دوهم دا چې روغتیا ته ګټه لري، زما د وینې فشار دی ډاکټر راته ویلي ورزش وکړه. "

روغتیاپالان د ټولو لپاره او ان ډیری ناروغانو ته هم د بایسکل ځغلولو سپارښتنه کوي خو ټینګار کوي چې باید شدت او موده یې د ناروغ شخص د روغتیايي وضعیت مطابق وي او د ډاکټر له سپارښتنې سره سم ترسره شي.

د کندهار ښار اوسېدونکی سمیع الله وايي دې هم کارځای ته د تګ راتګ پر مهال بایسکل استفاده کوي، نوموړی یې د نورو لاملونو تر څنګ یو لامل پر واټونو ترافیکي ګڼه ګوڼه یادوي" په کندهار کې چې دی له بایسکلونو استفاده ډیره زیاته ده، اقتصادي لاملونه یې شته، ښار کې د ګنه ګونې لامل هم شته، زه خپله هم بایسکل استفاده کوم، ځکه زما د کار ساحه د ښاري ټکسیانو له ساحې چپه ده. "

د کابل ښار د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکي خالد چې یو دکاندار دی او دکان ته په بایسکل تګ راتګ کوي بیا وايي، بایسکل یو ارزانه او کم مصرفه ترانسپورتي وسیله ده خو وړاندیز کوي چې ورته د بېلو سړکونو د جوړولو په برخه کې بایداقدام وشي.

افغانستان کې له بده مرغه سرکونه جوړ شوي خو ستنډرد نه دي، نو که سرکونه جوړېږي، ښه به دا وي چې بایسکیل لپاره یو ځانګړی سرک ورکړي
د کابل اوسیدونکی

هغه ازادي راډیو ته وویل" بایسکل داسې وسیله ده چې مصارف یې نشته دی، که ډېر مصارف ولري لس افغانۍ به یې په پنچرۍ راشي، ټکسي ته که ووایې لس روپۍ درکومه نو هغه درباندې ریشخند وهي چې دا خو ملي بس نه دی، داسې مسیرونه شته چې تر دیرشو افغانیو یې کرایه ده، خو افغانستان کې له بده مرغه سرکونه جوړ شوي خو ستنډرد نه دي، نو که سرکونه جوړېږي، ښه به دا وي چې بایسکیل لپاره یو ځانګړی سرک ورکړي."

خالد چې د نوي بایسکل د اخیستلو نیت لري او په بازارونو ګرځېدلی وايي، د بایسکل قیمت د هغه په ډول، مدل او کمپنۍ پورې تړلی دی خو په خبره یې یو نوی او ښه بایسکل تر ۱۵۰۰۰ افغانیو پورې او استعمال شوی بیا تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې پیدا کېږي.

د ودانیزو چارو پوهان له دې ډلې انجنیر اباسین بهیر هم دا ستونزه تایدوي چې بایسکلونو لپاره افغانستان کې بیل سرکونه په نشت حساب دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی دې موضوع ته پام دی" کابل ښاروالې چې کوم نوي سرکونه ډیزانوي ټول د نویو عصري ډیزاینونو پر بنسټ دي، چې هم د بایسکل لپاره لاره لري او هم د (بي ار ټي) بسونو لپاره یوه برخه په پام کې نیول شوې چې که په راتلونکي کې فعال شي ورنه استفاده وکړي، د بایسکل لپاره د سړکونو موضوع دا مهمه او کابل ښاروالې یې د ښار او کوڅو په سړکونو کې په پام کې نیسي."

د بایسکل لپاره د سړکونو موضوع دا مهمه او کابل ښاروالې یې د ښار او کوڅو په سړکونو کې په پام کې نیسي
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی


د یادونې ده چې مخکې په کابل او ولایتونو کې د عامه ترانسپورت په برخه کې د ستونرو موضوع په وار وار د اوسېدونکو له خوا مطرح شوې، چې ملي بسونه کم یا بیخي نشته او وړې موټرې هم ډیره کرایه اخلي چې د ډیری دوی وس نه ورته کېږي.

د ملي بس شرکت مشر عبدالولي سعید مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه منلې وه چې د ملي بسونو شمیر کم دی، خو ویلي یې وو، دوی هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

په دې ورستیو کې یو شمیر کابل میشتو نجونو او میرمنو هم د ترانسپورتي ستونزو په اړه خپل شکایتونه له ازادي راډیو سره شریک کړي وو، هغوی چې د دودیزو یا هم په افغانستان کې د واکمن نظام د محدودیتونو له امله له بایسکلیونو استفاده نه شي کولای یا یې نه کوي.


XS
SM
MD
LG