د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۲

ولې ټرمپ غواړي د بګرام هوايي اډه بیا د امریکا تر کنټرول لاندې راشي؟


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بګرام هوایي اډه کې له یوشمیر امریکایي ځواکونو سره-۲۰۱۹- ارشیف
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بګرام هوایي اډه کې له یوشمیر امریکایي ځواکونو سره-۲۰۱۹- ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دی غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته د امریکا تر واک لاندې راشي؛ دا یو اقدام دی چې ښايي یو ځل بیا امریکا په دغه هیواد کې ښکېله شي او هغه ستراتیژیکه شتمني بېرته ترلاسه کړي چې څلور کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو پر مهال له لاسه تللې وه.

ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه د بریتانیا د صدراعظم، کایر سټارمر، ترڅنګ وویل چې د هغه حکومت هڅه کوي چې امریکایي ځواکونه بېرته د بګرام هوايي اډې ته ستانه کړي؛ هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ لږ مخکې یې پرې ایښې وه.

هغه زیاته کړه چې دا اډه خورا ارزښمتنه ده، ستراتیژیک اهمیت لري، د چین اټومي تاسیساتو ته نژدې ده؛ هغه هېواد چې له افغانستان سره یوازې ۹۲ کیلومتره ګډه پوله لري.

ولسمشر ټرمپ په بریتانیا کې په ګډه خبري غونډه کې وویل:

«موږ هڅه کوو چې دا بېرته ترلاسه کړو ځکه هغوی (طالبان) له موږ نه څه غواړي او موږ هغه اډه بېرته غواړو. خو یو له هغو دلایلو څخه چې موږ یې غواړو، لکه څنګه چې پوهېږئ، دا دی چې یوازې یوه ساعت له هغه ځایه لرې دی چې چین هلته خپلې اټومي وسلې جوړوي.»

دونالد ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه د بریتانیا د صدراعظم، کایر سټارمر سره په یو ګد خبري کنفرانس کې
دونالد ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه د بریتانیا د صدراعظم، کایر سټارمر سره په یو ګد خبري کنفرانس کې

ټرمپ څرګنده نه کړه چې طالبان له امریکا څه غواړي او هم یې دا روښانه نه کړه چې ایا هغه په رښتیا د بګرام د بېرته نیولو پلان ته اشاره کوله او که نه، او کومو ځانګړو چيني تاسیساتو ته یې اشاره لرله، خو د هغه دا څرګندونې لومړنی علني اعتراف دی چې ښيي د بګرام او نورو امریکایي پوځي شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو هڅې ښايي روانې وي.


ولې د بګرام هوايي اډه مهمه ده؟


بګرام، چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره د کابل شمال ته موقعیت لري او د شوروي اتحاد لخوا د ۱۹۵۰مو کلونو په لسیزه کې جوړه شوې ده، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو په لاس کې تر ټولو لویه اډه وه او د شل کلن حضور پر مهال د قوماندې د اصلي مرکز په توګه کارول کېده.

ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه وویل چې بګرام د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه ده او له کانکریټو او فولادو څخه له کلکو موادو څخه یوه جوړه شوې الوت کرښه هم لري.

دغه هوايي ډګر د ۳.۶ کیلومتره په اوږدوالي الوت کرښه( رنوې) لري چې د سترو باروړونکو او جنګي الوتکو لپاره مساعده ده.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په وروستیو کې د افغانستان د وتلو تړون کړی و، خو د هغه وخت ولسمشر، جو بایډن، په ۲۰۲۱ کال کې د پلان د عملي کولو چارې په لاس کې واخیستې. ټرمپ په وار وار له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر لارو چارو نیوکه کړې؛ هغه ډول وتل چې پکې له امریکا ګڼې وسلې او تجهیزات پاتې شول او د کابل په زړه کې یې لوی سفارت خالي پرېښود.

بګرام هوایي دګر
بګرام هوایي دګر


ولې ټرمپ د چین په هستوي وسلو تمرکز لري؟


د ټرمپ دلیل چې بګرام د چین ترڅنګ د خپل موقعیت له امله مهم دی، نوی نه دی.

هغه په ټاکنیزو کمپاینونو کې ادعا کړې وه چې بګرام د چین د پوځ تر کنترول لاندې دی. هغه د خپلې دوهمې دورې د لومړۍ کابینې غونډې پر مهال ویلي و چې د افغانستان د وتلو په پلان کې به موږ بګرام ساته … نه د افغانستان لپاره، بلکې د چین لپاره، ځکه دا یوازې یو ساعت له هغه ځایه لرې دی چې چین پکې خپل اټومي توغندي جوړوي.

په هغه وخت ولسمشر ټرمپ ادعا کړې وه چې بګرام «اوس د چین تر اغېز لاندې دی.»

طالبانو دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې و چې د بګرام په اډه کې د چین د پوځي حضور هېڅ نښه نه شته.

پامیر، واخان، بدخشان
پامیر، واخان، بدخشان

خو د هغه څرګندونې ښايي د چین په لوپ نور سیمې کې اټومي ازماینو ته اشاره وي، چې د افغانستان له پولې شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره لرې، د سنکیانګ په شمال لویدیځ کې موقعیت لري.

دا هغه ځای دی چې چین نژدې ۶۰ کاله مخکې خپله لومړنۍ اټومي ازموینه پکې ترسره کړه . د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هلته نوې ودانۍ او سړکونه جوړ شوي دي. دغه ځای د هستوي وسلو د تولید مرکز نه دی ګڼل شوی، ځکه د چین د تولید اصلي مرکز د هېواد په منځ کې دی.

چین په وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره خپلې اټومي وسلې زیاتې کړې دي. د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۴ کال تر نیمایي پورې د چین د اټومي وسلو زېرمه ۶۰۰ سرګلولې ته رسېدله، چې د کال ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


ایا ټرمپ کولای شي بګرام له طالبانو څخه بېرته ونیسي؟


ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې روښانه نه کړه چې دقیقاً د بګرام لپاره یې څه په نظر کې دي، خو د هغه خبرې د طالبانو او د امریکا د استازو تر منځ د زیاتېدونکو تماسونو پر مهال شوې دي.

واشنګټن له طالبانو وروسته تر ډېره یوازې د برمته و د خبرو اترو په کچه له افغانستان سره ښکېل دی. افغانستان تر ډېره د نړۍ له صحنې لرې پاتې شوی او اقتصاد یې د بهرني ملاتړ او پانګونې د جذبولو له ستونزو سره مخ دی.

خو تېره اونۍ په یوه نادر سفر کې، ادم بوهلر، د ټرمپ د ادارې د زندانونو د چارو ځانګړي استازي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، امیر خان متقي او د دوی د رییس ا لوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کابل کې ولیدل.

د طالبانو چارواکو د ټرمپ وړاندیز رد کړ چې امریکا ښايي بېرته د بګرام کنترول ترلاسه کړي، خو د اړیکو د ښه کولو لپاره یې د خبرو امکان پرانیستی پرېښود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي،ذاکر جلالي په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «افغانستان او امريکا له يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري. »

هغه زیاته کړه: «پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مگر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي. »

د طالبانو ځینو نورو چارواکو بیا په خپلو څرګندونو کې توند دریځ غوره کړ.

مهاجر فراهی، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې یو بیت خپور کړی دی:

« لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي چا چې زما سره وهلی سر په سنګ دی »

هغه خپله لیکنه په «بګرام، افغانستان» ختمه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ د بګرام په اړه څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزارت ویاند، شان پارنل، په یوه اعلامیه کې وویل: پنټاګون په منظم ډول ارزوي چې څنګه د نړۍ په بېلابېلو حالاتو کې غبرګون وښيي» او «موږ تل د دې لپاره چمتو یو چې د ولسمشر په امر هر ډول ماموریت ترسره کړو.»

لیکوال: رید سټنډیش

XS
SM
MD
LG