د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۶

طالبانو په څو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټ بندیز پراخ کړی


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو حکومت له تېرې ورځې راهیسي له بلخ وروسته په کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، بغلان، تخار او کندز کې هم د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه بند کړي دي.

د دغو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسي دغه کیبلي انټرنیټ کار نه کوي چې ګڼ خلک یې ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل له تېرې ورځې راهیسي د وای فای له بندیدو وروسته د دوی د دفتر کارونه په ټپه ولاړ دی.

دی چې په یو شخصي شرکت کې کار کوي وايي کارونه یې تر ډېره له انټرنیټ سره تړلي دي او د ګرځنده تیلفون د سیم کارت په انټرنیټ یې کارونه مخته نه ځي:

"د نوري فایبر انټرنیټ قطع شوی او موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو، موږ شرکت لرو چې اوس مهال یې زموږ کارونه په ټپه درولي دي، په بیلابیلو ولایتونو کې دې اقدام ډېر خلک اندېښمن کړي دي، په ۲۱ مه پیړۍ کې نړۍ د انټرنیټ په وسیله سره تړلې ده، او د انټرنیټ کمښت ستونزې ډېروي."

نوموړی وايي چې په څنګلوري ولایت هلمند کې هم ورته وضعیت دی.


اخوا د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته شکایت وکړ.

د دې ولایت یوه اوسېدونکې زاهدالله ازادي راډيو ته وویل:

"له تېرې ورځې راهیسي زموږ د کور وای فای کار نه کوي، د سیم انټرنیټ ډېر کمزوری دی ان تر دې چې د واټس اپ مسج پرې په اسانۍ نه سینډ کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسي په شمالي ولایت بلخ کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه بند شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا اقدام د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ شوی دی.

که څه هم په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو یوې طالب باخبرې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه له ملا هبت الله سره په کندهار کې د بیلابیلو ولایتونو د والیانو په یوه ناسته کې شوې ده او د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم عملي کیږي.

خو سرچینې دا هم ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې تر څو د دغه اقدام په بدیل کار وکړي او په خبره یې کمېټه دا دنده لري تر څو معلومه کړي چې ایا د نور فایبر په انټرنیټ کې د هغه څه د خپرېدو چې د طالبانو مشر یې نه غواړي د مخنیوي لپاره فلټر کارول کېدای شي او کنه.

سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو مشر دا پرېکړه له منکراتو نه د مخنیوي په هدف کړې ده .

مخکې د بلخ د والي ویاند هم ازادي راډیو ته همدا خبره کړې وه چې دا اقدام له منکراتو نه د مخنیوي په هدف شوی خو دوی په دې اړه جزیات نه ورکوي.

په همدې حال کې په ارزګان کې د یو سیاحتي شرکت مسول چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تېرې ورځې راهیسي په دې ولایت کې هم د نوري فایبر انټرنیټ قطع شوې ده.

نوموړي هم وویل دغه اقدام د دوی کارونه سخت زیانمن کړي دي:

"فایبر انټرنیټ له نورو انټرنیټونو ارازانه او اسانه لاره ده، خو له تېرو څو ورځو راهیسي چې دا انټرنیټ تړل شوی د بی سیم په انټرنیت هم فشار زیات شوی دی او زموږ کارونه پرې مخته نه شي تللی، اوس مهال موږ له سختو ستونزو سره مخ یو."

د بغلان او کندز یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې دغلته د نوري فایبر انټرنیټ ته لاس رسی بند شوی دی.

ننکرهار کې بیا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نشراتو مسول قریشي بدلون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي که څه هم په ننګرهار کې دا انټرنیټ تراوسه فعال دی خو ښايی په څو ورځو کې د مشرتابه دا شفاهي حکم په ټول افغانستان کې کې تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وار له مخه په رسنیو او د بیان پر ازادۍ ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

په بیلابیلو ولایتونو کې یې د ټلویزیونونو په پردو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي او دغه راز یې د خبریالانو په خبره په کور دننه معلوماتو ته لاس رسی سخت کړی دی.

په رسنیو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز، په ښځینه ویاندویانو د خپرونې پر مهال د ماسک جبري کول، د بیلابیلو تفریحي خپرونو بندول او یو شمېر نور هغه محدودیتونه دي چې وخت په یې وخت د افغانستان د خبریالانو د بیلابیلو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې راپورته کړي دي.

نوري فایبر کیبلي انټرنیټ دی چې افغانستان له پنځه ګاونډیو هیوادونو سره نښلوي، د راپورونو پر بنسټ د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

دا انټرنیټ د بې سیم یا سیم کارتونو د انټرنیټ په پرتله چټک دی او تر ډېره په دولتي او بهرنیو ادارو او شخصي سوداګرۍ کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

څارونکي باور لري چې د دغه انټرنیټ قطع کېدل ښايي د افغانستان په بیلابیلو برخو سخت منفي اغیز وکړي.

XS
SM
MD
LG