د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۰

امنیت شورا پر قطر د اسراییل برید وغانده، د قطر صدر اعظم اسراییلي مشران افراطي بللي


پر قطر د اسراییل برید
پر قطر د اسراییل برید

Summary

  • پر قطر د اسراییل له برید دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید وغنده.
  • د قطر صدر اعظم هم ویلي چې اسراییل په دې برید سره ټولې پولې او حدود مات کړي دي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل چې اسراییل په دوحه کې د حماس پر دفتر برید سره "ټولې پولې او حدود مات کړي دي". هغه تیره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړه چې اسراییل د قطر د ملي حاکمیت سرغړونه کړې او سیمه ییز ثبات یې ګواښلی دی.

د قطر صدر اعظم د اسراییلو مشران "افراطیان" وبلل او ویې ویل چې دوی د حماس له خوا یرغمل شوي خلک له پامه غورځوي.

خو هغه ژمنه وکړه چې دوحه به په غزه کې د وینې تویدنې د پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې او بشري هڅې جاري وساتي.

د لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو سفیر، ډیني ډانون، وویل چې قطر باید حماس وغندي او د هغې غړي عدالت ته راولي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ په پلازمینه دوحه کې د حماس د مشرتابه په غونډه بمباري وکړه، چې د ډلې شپږ غړي یې ووژل.

د حماس غړي، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په اړه بحث کوي.

قطر، مصر او متحده ایالات د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.

د تېرې شپې ترغونډې مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسراییل برید وغانده.

د تېرې شپې په غونډه کې، له امریکا پرته، د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو اسراییل ملامت کړ او د حماس له منګولو څخه د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې یې د اسراییل د جدي والي په اړه شک څرګند کړ.

په ورته وخت کې، په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډیني ډانون وویل چې د اسراییل جګړه د حماس سره ده، نه د غزې له خلکو یا د قطر له حکومت سره.

هغه ټینګار وکړ چې اسراییل حق لري چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د بریدونو عاملین "هرچیرې چې وي" په نښه کړي.

په ۲۰۲۳ کال کې په اسراییلو برید کې، د حماس جنګیالیو نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

بیا اسراییلو په غزه کې پر حماس بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس چارواکي وايي چې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر کسان یې وژلي دي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني دا مهال په متحده ایالاتو کې دی او تمه کیږي چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمیر نورو امریکایی چارواکو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG