د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

خبرونه

د افغانستان د کریکټ ټیم د اسیا د جام د لوبو پیل کې سبا له هانګ کانګ سره مخامخ کیږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، سې شنبه، د سپتمبر په ۹مه، د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د اسیا شل اوریزه کرکټ جام لومړۍ لوبه وکړي.

دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې کوي.

د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون یکشنبې د اسیا جام په درشل کې د درې اړخیزې سیالۍ په وروستۍ لوبه کې له پاکستان څخه د ۷۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شو .

دغه لوبې دافغانستان ، پاکستان او کوربه هیواد متحدوعربي اماراتو ترمینځ وشوې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تاجکستان د کونړ زلزله ځپلو ته درې زره ټنه خوراکي او نور اړین توکي ولېږل

زلزله ځپلو ته د تاجکستان مرستې، د تاجکستان رسنۍ
زلزله ځپلو ته د تاجکستان مرستې، د تاجکستان رسنۍ

تاجکستان د کونړ له زلزله ځپلو سره څه باندې درې زره ټنه بشري مرسته کړې ده.

د ازادۍ راډيو تاجکستاني څانګې لیکلي چې په دغو مرستو کې چې نن یې کاروان افغانستان خواته روان شوی، اوړه، غوړي، بوره، کمپلې، خیمې او نور لومړني مواد شامل دي.

له زلزله ځپلو سره د چین، قطر او هند په ګډون ګڼ شمیر هېوادونو د لومړنیو موادو او د بریتانیا، جنوبي کوریا او استرالیا په ګډون یوشمیر نورو نقدي مرسته کړې ده.

زلزله ځپلي وایي، لومړنۍ مرستې ور رسیدلي، خو په خبره یې دا لنډمهاله دي او د دایمي ملاتړ لپاره یې باید بیرته سرپناوې او د ژوند امکانات ورته برابر شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د زلزله ځپلو د لنډمهالي او اوږدمهاله ملاتړ لپاره شاوخوا ۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

کتمندو کې پولیسو ۱۶ مظاهره چیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي

کتمندو کې مظاهره
کتمندو کې مظاهره

د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې نن دوشنبه لږ تر لږه ۱۶ مظاهره چیان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دی.

لویدیځو اژانسونو لیکلي چې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې کړي او دغه راز یې پر هغوی ربړۍ ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کارولی او اوبه یې پرې شیندلې دي.

مظاهره چیان له دولته غواړي چې پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لرې کړي او له فساد سره مبارزه وکړي.

د کتمندو د پولیسو یوه مسول شیخار خانال ویلي، شاوخوا سل مظاهره چیان دا مهال په روغتون کې بستر دي.

دولت دغلته پریکړه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب، فیسبوک او اکس بندیز ولګوي ځکه د دوی په خبره کمپنۍ یې راجستر شوې نه دي او دولت پرې څارنه نه شي کولای.

شمالي بیت المقدس کې پنځه تنه ډزو کې وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان شوي دي

بیت المقدس کې له برید وروسته وضعیت
بیت المقدس کې له برید وروسته وضعیت

روغتیایي چارواکو ویلي چې د شمالي بیت المقدس/یروشلم په یوه بس تم ځای کې د دوو بریدګرو په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځلس نور ژوبل دي.

اسوشیټیډ پریس د پولیسو په حواله ویلي چې بریدګرو لومړی په انتظار مسافرو ډزې وکړې او بیا بس ته دننه او هلته یې په ناستو کسانو برید وکړ.

یو امنیتي افسر او یو ملکي کس بریدګر وویشتل او برید یې ودراوه.

ډزې د شمالي بیت المقدس دروازې خواته له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې وشوې، هغه لاره چې چې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي میشت ځایونو ته غځیدلې ده.

ویډیوګانو ښودلې چې خلک د سهار د ګڼې ګوڼې په وخت کې له سیمې څخه تښتي، کړکۍ ماتې شوې او ټپیان په سړک پراته دي.

تراوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

د غزې جګړه په اسراییل او لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې په اسراییل او لویدیځه غاړه کې لږترلږه ۴۹ اسراییلیان وژل شوي دي، او اسراییلي ځواکونو او میشتو شویو لږترلږه ۹۶۸ فلسطینیان وژلي دي.

فایق: طالبانو د پخواني نظام د پوځیانو شکنجې، نیولو او وژلو ته دوام ورکړی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمۍ استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یوځل بیا د طالبانو له خوا د ده په ټکو " د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو" پر دوام نیوکه کړې ده.

فایق نن دوشنبه ( د سنبلې ۱۷مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " مستند راپورونه شته چې ښيي له ګاونډیو هېوادونو اخراج شوي پخواني پوځیان افغانستان کې په هدفي ډول وژل شوي".

د فایق په خبره دا د بشریت ضد جنایت دی او عاملان یې باید ځواب ویونکي اوسي.

فایق د بي بي سي هغه راپور ته هم اشاره کړې چې د دوو سرچینو په حواله یې لیکلي، د طالبانو استخباراتو د پخواني جمهوري نظام دوه لوړپوړي قومندانان نیولي دي.

د دغه راپور له مخې نیول شوي قومندانان یو فرید سیدخیلي دی چې پخواني حکومت کې د بغلان د پامیر قل اردو د دریمې لوا قومندان و او بل هم پرویز سیدخیلي دی چې د همدې لوا د پلي کنډک مشر و.
دغه کسان د کابل په ۱۱مه او ۴مه حوزه کې نیول شوي دي.

فرید سیدخیلي وروستیو کې له ایران او پرویز سیدخیلي له پاکستانه افغانستان ته ډیپورت شوي دي.
د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه د دغه خبر د تایید یا رد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د امریکا د ولسمشر لخوا حماس ته خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته "وروستی خبرداری" ورکړی دی، او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږی.

ټرمپ د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په خپلې سوشیا تروټ ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې "اسرائیلیانو زما شرایط منلي دي. د حماس لپاره وخت دی چې دوی یې هم ومني. ما حماس ته د دې شرایطو د نه منلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی. نور به هیڅ خبرداری نه وي."

اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر حماس ته د اوربند نوی وړاندیز کړی دی.

د پلان له مخې، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ ټول ۴۸ پاتې اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په بدل کې به یې اسراییل هم زرګونه بندي فلسطینیان خوشې کړي.

شارژدافیر ډان براون: د ټرمپ نوی فرمان په نورو هیوادونو کې د امریکایانو د بی دلیله توقیف مخه نیسي

د افغانستان لپاره دامریکا د متحدو ایالاتو شارژدافیر ډان براون
د افغانستان لپاره دامریکا د متحدو ایالاتو شارژدافیر ډان براون

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیر ډان براون وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی اجرایوي فرمان د بهرنیو هیوادونو د بی دلیله توقیف څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې لپاره یو بې ساري اقدام دی.

هغه د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا ډول توقیفونه به سختې پایلې ولري.

ښاغلي بروان د طالبانو د نوم اخیستلو پرته، لیکلي چې دا فرمان یو واضح پیغام رسوي چې که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی تبعه د معاملې کولو لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي چې هغه هیوادونه تور لیست کی شامل کړي چې په ناحقه امریکایی اتباع توقیف کوي.

تر دې مخکې ، د ټرمپ ادارې د طالبانو لخوا د نیول شوي افغان-امریکایی تبعه محمود شاه حبیبي د خوشې کولو غوښتنه کړې.

خو د طالبانو حکومت د ښاغلي حبیبي نیول چې پخواني نظام کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و، رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نلري. د ټرمپ ادارې د حبیبي د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه هم اعلان کړې.

د انټرنیټ پرچاوۍ هند، پاکستان او څو نور هېوادونه متاثره کړي

د انټرنیټ تحت البحري کیبلونه، ارشیف
د انټرنیټ تحت البحري کیبلونه، ارشیف

په سره سمندر کې د څو سمندري کیبلونو د پرې کېدو له کبله د اسیا او منځني ختیځ په ځینو برخو کې انټرنیټي خدمتونه ورو او ګډوډ کړی دی.

د پیښې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.

مایکروسافټ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې کاروونکي ممکن په خپلو انټرنیټ خدماتو کې نور ځنډونه تجربه کړي.

نیټ بلاکس وویل چې بندښت هند، پاکستان او څو نور هیوادونه اغیزمن کړي او لامل یې د سعودي عربستان جدې ښار ته نږدې د نړیوالو کیبلونو زیانمنېدل دي.

سعودي او اماراتي چارواکو د بندښت تایید نه دی کړی، خو په متحده عربي اماراتو کې کاروونکو د انټرنیټ د سرعت د کمیدو راپور ورکړی دی.

سمندري کیبلونه ډیری وختونه د سمندري پیښو یا بریدونو له امله زیانمن کیږي او ترمیم یې اونۍ وخت نیسي.

په وروستیو میاشتو کې داسې اټکلونه شوي چې دا لینونه د اسراییلو په وړاندې د یمن د حوثيانو په کمپاین کې په نښه کیدی شي، که څه هم دې ډلې دمخه دا ډول تورونه رد کړي دي.

د (فلسطین لپاره د اقدام ډلې) په ملاتړ لاریون کې ۹ سوه کسان نیول شوي

لندن کې د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په هدف لاریون او د پولیسو له خوا د لاریونوالو نیول
لندن کې د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په هدف لاریون او د پولیسو له خوا د لاریونوالو نیول

د بریتانیا پولیس وایي، د " پالستاین اکشن" یا د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په خاطر د تیرې شپې له لاریون وروسته یې نژدې ۹ سوه کسان نیولي دي.

دا په یوې پیښه کې د نیولو شویو کسانو لوړ شمیر ښيي.

د فلسطین لپاره د اقدام ډله د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په تیره جولای میاشته کې له فعالیته منع شوه.

دغه ډله تورنه ده چې د اسراییل اړوند پوځي اډو او د وسلو پر شرکتونو باندې یې بریدونه کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه پر دغې ډلې بندیز د بیان ازادۍ محدودول بولي خو د بریتانیا حکومت وایي، دا اقدام یې د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره کړی دی او اړین دی.

د جاپان صدر اعظم د استعفا اعلان وکړ

د جاپان صدر اعظم
د جاپان صدر اعظم

د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا له واکه د لرې کېدو اعلان کړی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د جاپان د دولتي ټلویزیون په حواله ویلي چې ایشیبا دغه اعلان نن یکشنبه وروسته تر هغه وکړ چې حاکم ګوند یې د تیرې جولای میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.

رویټرز هم د یوې سرچینې په حواله د ایشیبا د احتمالي استعفا خبر ورکړی او ټاکل شوې چې نوموړی نن ناوخته خبري کانفرانس ته هم حاضر شي.

نوموړي دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې حاکم لیبرال دیموکرات ګوند یې تیره ورځ د رهبرۍ لپاره د له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.

که د ګوند دغه غوښتنه تایید شي، دا د صدر اعظم د عدم اعتماد رایې په معنا ده.

د هغه د استعفا په اړه په ګوند کې دننه اختلافاتو د نړۍ دغه څلورم اقتصاد لرونکی هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG