د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۶

روسیې د جګړې له پيله پر اوکراین تر ټولو ستره حمله کړې، یوه کلیدي حکومتي ودانۍ په نښه شوې


په کیف کې د اوکراین په نښه شوې حکومتي ودانۍ
په کیف کې د اوکراین په نښه شوې حکومتي ودانۍ

روسیې د اوکراین د جګړې له پيله تیره شپه پر دغه هېواد تر ټولو لویه هوایي حمله کړې او یوه کلیدي حکومتي ودانۍ یې په نښه کړې ده. د اوکراین د هوایي ځواکونو یوه ویاند یوري اهنات اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي روسیې پر اوکراین ۸۰۵ بې پيلوټه الوتکې او توغندي توغولي چې د شمېر له اړخه بې ساري دي.

روسیې د اوکراین د جګړې له پيله تیره شپه پر دغه هېواد تر ټولو لویه هوایي حمله کړې او یوه کلیدي حکومتي ودانۍ یې په نښه کړې ده.

د اوکراین د هوایي ځواکونو یوه ویاند یوري اهنات اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي روسیې پر اوکراین ۸۰۵ بې پيلوټه الوتکې او توغندي توغولي چې د شمېر له اړخه بې ساري دي.

وړاندې تر دې په یوه بل برید کې تر ۵۵۰ پورې توغندي او بې پيلوټه الوتکې کارول شوې وې.

که څه هم د اوکراین د هوایي دفاع سیستم ۷۴۷ بې پيلوټه الوتکې او ۴ توغندي شنډ کړي، خو د پاته نورو په چاودنو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي، ۱۷ ټپيان او د یوې مهمې حکومتي ودانۍ په ګډون یې یوشمیر سیمې زیانمنې کړي.

وژل شوي یوه مور او د هغې درې میاشتنی ماشوم دی چې مړي یې تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

په برید کې د پلازمینې کیف د وزیرانو د کابینې ودانۍ زیانمنه شوې او لوګي ترې پورته کیږي، خو معلومه نه ده چې دا ودانۍ د مستقیم برید هدف وه او که د بې پيلوټه الوتکو یا توغندیو ټوټې پرې ورلویدلي دي.

د اوکراین صدر اعظمې یولیا سویري دینکو ویلي، دا لومړی ځل دی چې د روسیې په بریدونو کې یوه حکومتي ودانۍ زیانمنه کیږي.

هغې ویلي چې نړۍ باید دغه برید ته یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې غبرګون وښيي او د روسیې د تیلو او ګازو پر سکتور بندیزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوي، خو داسې ښکاري چې د سولې اصلي لوبغاړي یعنې د روسیې او اوکراین مشران یو د بل غوښتنو ته سر نه ټیټوي.

تازه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د خپل روس سیال ولادیمیر پوتین هغه وړاندیز رد کړی چې نوموړی یې د سولې د خبرو لپاره مسکو ته بللی دی.

د آزادۍ راډیو د خبري څانګې د راپور له مخې زیلینسکي په ځواب کې د خبرواترو لپاره پوتین ته د کییف د سفر بلنه ورکړې ده.

زیلینسکي پرون- شنبې (د سپټمبر ۶مه) له اې بي سي خبر شبکې سره په خبرو کې وویل“ پوتین کولای شي کییف ته راشي خو زه نه شم کولای په داسې حال کې چې پر هېواد مې هره ورځ توغندي اوري او حملې کېږي مسکو ته ولاړ شم. زه نه شم کولای د دې تروریست پلازمېنې ته سفر وکړم. “

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې د پوتین وړاندیز یوازې د دې لپاره دی چې دا لیدنه وځنډېږي. د هغه په وینا پوتین له متحدوایالتونو سره لوبې کوي.

ولسمشر پوتین له دې مخکې له خپل اوکرایني سیال سره لیدنه کم اهمیته ښودلې وه خو هغه په عین حال کې ویلي و، چې چمتو دی له هغه سره د روسیې په خاوره کې وګوري.

پوتین د جمعې په ورځ په بندري ښار ولادي واستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د دوی د لیدنې لپاره تر ټولو غوره ځای د روسیې پلازمېنه مسکو یا د ده په وینا اتل ښار دی.

XS
SM
MD
LG