دوی وايي په پرلپسې زلزلو کې یې پراخ ځاني او مالي تلفات لیدلي خو تراوسه ورسره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.
د کونړ د نورګل ولسوالي یوه زلزله ځپلي نور خان ازادي راډیو ته وویل"مال حال او هر څه مو له لاسه ورکړل او ماشومان مو په چیغو او سورو له کلي راوویستل ، پاس هماغسې بد وضعیت دی، نه هلته د ګرځېدو او نه د اوسېدو امکانات شته، دلته نه سرپناه لرو او نه راسره چا مرسته کړې ده."
مال حال او هر څه مو له لاسه ورکړل او ماشومان مو په چیغو او سورو له کلي راوویستلزلزله ځپلی
د همدې ولسوالۍ د مزار درې یو بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل سره له دې چې د کورنۍ دوه غړي یې مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي خو تراوسه ورسره د هیڅ مرستندویه بنسټ یا حکومت له لوري مرسته نه ده شوې."تر اوسه موږ سره یوه افغانۍ مرسته هم نه ده شوې، کورونه ټول نړېدلي دي خلک ټول په ویرانه کې پراته دي، د خدای لپاره موږ هم مسلمانان یو، څلور کسان مو شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. "
د کونړ یو شمېر نور اوسېدونکې وايي له اصلي مرګونې زلزلې وروسته لا هم په سیمه کې د زلزلې ټکانونه شته او د سیمې اوسېدونکې له ویرې هره شپه په بیدیا تیروي.
د څوکۍ یوه اوسېدونکې میر واحد ازادي راډيو ته وویل"نوي په سلو کې خلک له زیانمنو سیمو وتلي دي، هغه کسان چې یو څه امکانات یې لرل ښارونو ته تللي دي او بې وزله کسانو په پټیتو کې شخصې خیمې وهلي سرپناه نه لري، له یوې خوا باران له بلې خوا د زلزلې دوامداره ټکانونه خلک سخت ویرولي دي."
دا په داسې حال کې ده چې بیګاه هم ختیځې سیمې یو بلې زلزلې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغه زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ عشاریه ۲ درجې بللې چې مرکز یې د کونړ اسعد اباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې او ژوروالی یې لس کیلومتره بلل شوی دی، خو چارواکو ویلي چې تلفات یې نه درلودل.
د کونړ زلزله ځپلي په داسې حال کې د مرستو نه د رسېدو له امله شکایتونه کوي چې تازه پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو بیان کې ویلي، د کونړ مرګونې زلزلې داسې مهال نوی بحران رامنځته کړی چې دا هیواد لا له وړاندې د مرستو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.
په بیان کې راغلي که څه هم یو شمېر هیوادونو او مرستندویه بنسټونو اقدامات کړي خو دغه مرستې کافي نه دي او له اضافي سرچینو پرته د ژمې په رانږدې کېدو سره به د خلکو کړاو لا پسې زیات شي.
له دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي وو چې دغه مرګونې زلزلې بشپړ کلي له منځه وړي او دا مهال ګڼ شمېر کسان له سرپناه پرته شپې سبا کوي او دا چې د دې فاجعې مدیریت د افغانستان او مرستندویه بنسټونو له ظرفیت خورا لوړ دی.
ملګرو ملتونو ویلي د دغه مرګونې زلزلې له امله له ۱۲ زره ډېر کسان بې کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو، او د نورو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ریختر په کچه ۶ عشاریه ۱ درجې دې زلزلې د اګسټ په ۳۱ مه د شپې ناوخته د ننګرهار او لغمان په ګډون په کونړ کې پراخه مالي او ځاني تلفات واړول.
د طالبانو حکومت ویلي په دې زلزله کې په څلورو ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې ۲۲۱۷ کسان مړه شوي، ۳۹۶۱کسان ټپيان شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو په کونړ کې ولایتي چارواکو ځايي خبریالانو ته ویلي چې په بیلابیلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات پای ته رسېدلي او اوس مهال دوی اسعد اباد ته نږدې د زیانمنو لپاره د لنډمهالی کمپونو په جوړولو اخته دي.
چارواکو ویلي د زلزلې د پرلپسې ټکانونو له امله لا هم خلک د نورو زلزلو د کېدو ویره لري.