هجرت د ننګرهار ولایت د وروستۍ زلزلې له قربانیانو یو دی، دی وايي میرمن یې چې امیندواره وه د زلزلې پر مهال د ویرې له امله یې ماشوم ضایع شو.
نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په یو دولتي روغتون کې د ښځینه ډاکترانو د نشتولي له امله یې د ناروغې میرمنې سمه درملنه ونه شوه"زما میرمن ناروغه ده، د زلزلې پر مهال د ویرې او منډې له امله یې په رحم کې ماشوم ضایع شو، هغه اوس په دولتي روغتون کې بستر ده خو لا روغه شوې نه ده او حالت یې هماغسې دی، دلیل یې دادی چې دلته ښځینه ډاکترانې او درمل نشته."
زما میرمن ناروغه ده، د زلزلې پر مهال د ویرې او منډې له امله یې په رحم کې ماشوم ضایع شود زلزلې یو زیانمن شوی
د کونړ یوه اوسېدونکې هم ورته ادعا وکړه او وې ویل چې په دولتي روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو د نه شتون او نارینه ډاکترانو د نه پاملرنې له امله د ښځینه ناروغانو سمه درملنه نه کیږي.
هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د زلزلې پر مهال د هغې د کور چت پریوتو او له امله یې د هغه نیا سخته ټپي شوه او اوس د ولایت په روغتون کې بستر ده"زما د نیا حالت ډېر خراب دی، د هغې د درملنې لپاره هیڅ ښځینه ډاکټره نشته. نارینه ډاکټران هم د نارینه وو د درملنې په اړه فکر کوي. زه نه پوهیږم چې موږ چیرته لاړ شو او له چا څخه مرسته ترلاسه کړو. بالاخره، زموږ ناروغه به مړه شي."
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې ادعاوو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو نن سې شنبه د سپټمبر ۲ مه نوموړي په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د زلزلې د قربانیانو د درلمنې لپاره له کابل څخه طبي ډله سیمې ته رسېدلي.
د ډاکترانو په هغه انځور کې چې خپور شوی ښځینه ډاکتره نه تر سترګو کیږي.
په کونړ کې د اسعد اباد د ولایتي روغتون مشر ډاکټر مولاداد بیا ازادۍ راډيو ته وویل چې دوی د ښځینه ډاکټرانو بیله څانګه لري او دا مهال ورسره ۱۳ زلزله ځپلې ښځې بستر دي.
په همدې حال کې کونړ کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریس نجیب الله حنیف په دې ولایت کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت یا نه شتون په اړه څه ونه ویل خو وې ویل چې په دې برخه کې ستونزې شته.
هغه ازادي راډیو ته وویل"پرون، ستونزې ډېرې وې خو نن د سر میاشتې ټیمونه او ډېرې نورې ادارې رارسېدلي دي، دوی روغتیايي کمپونه جوړ کړي، پرون دا ستونزه رښتیا هم لویه وه، خو نن ستونزې یو څه اندازه حل شوي دي خو لا هم نیمګړتیاوې شته."
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار او کونړ کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو په وروستیو کې راپور ورکړو چې په دولتي روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو د نه شتون له امله په مرګونې زلزله کې ټپيانې شوې شپږ امیندواره میرمنې مړې شوي دي.
رسنیو په ننګرهار کې د سرچینو په حواله دا هم ویلي چې د ښځینه قربانیانو د تدفین لپاره د ښځینه پرسونل کمښت هم موجود دی.
وړمه شپه د ریختر په کچه ۶ عشاریه۱ درجې دې زلزلې چې مرکز یې جلال اباد شاوخوا سیمه یاده شوې د ننګرهار په ګډون په کونړ کې پراخه مرګ ژوبله واړوله.
د طالبانو حکومت وايي د دې زلزلې له امله یوازې د کونړ، په اسعد اباد، وټه پور، څوکۍ ، چپه دره او نور ګل ولسوالیو کې ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او لږترلږه ۳۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د ختیځو ولایتونو په دولتي روغتونونو کې داسې مهال د ښځینه ډاکترانو د کمښت په اړه اندېښنې راپورته کیږي چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو له شپږمو ټولیګو پورته د ښوونځیو او د طبي زده کړو په ګډون د نجونو په وړاندې د لوړو زدکړو دروازې تړلي چې په راتلونکې کې یې د ښځینه ډاکترانو د کمښت په اړه اندېښني زیاتې کړي دي.