د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۱

پوتین د اوکرایین د جګړې لپاره لویدیځ ملامته وباله


د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین شانګهای ناسته کې
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین شانګهای ناسته کې

د روسیې جمهور رییس ولادمیرپوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل چې په اوکراین کې جګړه "د روسیې د برید په پایله کې نه" بلکې په کییف کې د لویدیځ په ملاتړ د کودتا له امله رامنځته شوه.

د چین او روسیې ولسمشران
د چین او روسیې ولسمشران

د پوتین اشاره هغو لاریونو ته وه چې په نتیجه کې یې د اوکرایین پخوانی مسکو – دوستی ولسمشر ویکتور یانکوویچ په ۲۰۱۴ کال کې بې واکه کړای شو.
یانکوویچ هغه وخت له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ تړون لغوه کړی وو او مخ یې روسیې ته اړولی وو.
د شانګهای سرمشریزې ته په وینا کې پوتین هغه څه چې ده د لویدیځ لخوا له ناټو سره د اوکراین د یوځای کولو هڅې وبللې "د روسیې امنیت ته مستقیم ګواښ" یاد کړ.
ناټو په کراتو دا ادعاوې رد کړي.

پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان ستاینه وکړه - چې غړي یې بیلاروس، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، ازبکستان او تاجکستان دي.
د شانګهای سرمشریزه د دوو ورځو لپاره د چین تیانجین کې جوړه شوې چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ولسمشران او صدراعظمان پکې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG