د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبه په ورځ په پاریس کې له اروپایي مشرانو سره ګوري.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو مساله څیړل کیږي. البته د امنیتي تضمینونو موضوع هغه وخت مطرح کیږي چې د کییف او مسکو ترمنځ سوله وشي.
د ولسمشر زیلینسکي د دفتر د مشر سلاکار میخایلو پودولیاک ( سه شنبه) په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ښاغلی زیلینسکي به د اروپایي ټولنې له مشرې اروزلا وان دیر لاین، د ناټو له مشر مارک روټه، د جرمني له صدارعظم فریدریښ میرڅ او د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره د دې تضمینونو په تړاو خبرې وکړي.
رویټرز اژانس خبر ورکوي چې د جرمني صدراعظم به په غونډه کې انلاین برخه واخلي. د اوکراین د متحدینو د ډلې یوشمیر نور مشران به هم په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي. په دې ډله کې شاوخوا دیرش هیوادونه یوځای شوې دي.
د دې غونډې مشري به د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانیا صدراعظم سټارمر وکړي.
د دې غونډې په تړاو د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي مارک روټه په ایکسپاڼه کې ولیکل چې د پاریس په غونډه کې به دا موضوع توضیح کړو چې د اوکراین لپاره څرنګه امنیتي تضمین. ښاغلي روټه زیاتوي چې د سولې لپاره دا تضمین یو اساسي شرط دی او د پاریس په غونډه کې به د ده په وینا د روسیې په دریځ هم خبرې وشي، د هغه هیواد چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي او سوله ردوي.
جرمني اژانس د پاریس د غونډې په تړاو په یوه راپور کې څرګنده کړې ده چې په دې غونډه کې به دا موضوع هم وڅیړل شي چې څرنګه د روسیې ولسمشر د اوکراین له جمهور رییس سره د سولې په تړاو خبرې نه کوي او که چیرته مسکو پر دې ټینګار کوي باید نور بندیزونه پرې ولګول شي.
د پاریس غونډه تیره میاشت په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین او اروپایي مشرانو د غونډې په دوام ترسره کیږي. د فرانسې ولسمشر تیره اونۍ ویلي و چې د پاریس په غونډه کې به په اوکراین کې د پلیو ځواکونو د ځای پرځای کیدو پر مساله خبرې وشي.
کییف د اوکراین د امنیت لپاره د اروپا د سوله ساتو ځواکونو یا د ناټو په څیر د دفاعي تضمینونو غوښتنه کوي، بل لور ته مسکو له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې به په اوکراین کې د لویدیځوالو د ځواکونو موجودیت ونه زغمي.