د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په دې زلزله کې له ۵ زره زیات کورونه هم تخریب شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې لا هم د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي او هڅه کیږي چې تر خاورو لاندې شوي کسان وژغورل شي.
په بیان کې په ننګرهار، لغمان او نورستان کې د اوښتو تلفاتو د وروستیو شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي خو دوشنبه د سپټمبر په اوله د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د دې مرګونې زلزلې له امله په ننګرهار ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۲۱ تنه ټپیان شوي او لسګونه هم کورونه ویجاړ شوي دي.
خو نوموړي ویلي وو چې د کونړ یو شمېر سیمو ته ژغورنکې ډلې لا نه دي رسېدلي او د تلفاتو په شمېر کې بدلون راتلی شي.
که څه هم طالب چارواکو څه نه دي ویلي چې څومره نور کسان تر خاورو لاندې دي خو د کونړ سیمه ییز اوسېدونکې وايي په مزار دره او یو شمېر نورو سیمو کې چې ورتګ ورته سخت دی لا هم بې شمېره خلک تر خاورو لاندې دي او مرستې ته اړتیا لري.
وړمه شپه د ريښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ درجې زلزلې چې مرکز یې جلال اباد شاوخوا سیمه یاده شوې د ننګرهار په ګډون په کونړ کې پراخه مرګ ژوبله واړوله.
یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي لا یې هم د کورنۍ ګڼ شمېر غړي تر خاورو لاندې دي.
ماشومان ایسار دي، ښځې ایسارې دي، موږ خلکو ته اړتیا لرو، چې راشي موږ سره مرسته وکړيزلزله ځپلی
د کونړ د د وټه پور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد الله ازادي راډيو ته وویل "ماشومان ایسار دي، ښځې ایسارې دي، موږ خلکو ته اړتیا لرو، چې راشي موږ سره مرسته وکړي، دلته تر خاورو لاندې ښځې بندې دي، سپین ږیري ایسار دي، مړي لا هم نه دي رایستل شوي، اوس دومره څوک نشته چې دوی موږ سره راوباسي."
د کونړ یو بل اوسېدونکې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له پرون راهیسي ترسره شوې مرستې اصلي اړمنو کسانو ته نه دي رسېدلي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د مرستو د ویش لپاره باید یو میکانیزم رامنځته شي تر څو زیانمنو کورنیو ته ورسیږي "له بده مرغه څه ډول چې اړتیا وه مرستې اړمنو کسانو ته ونه رسېدې، زموږ غوښتنه داده چې د مرستو د ویش یو میکانیزم جوړ شي تر څو له مخې یې مرستې هغه کسانو ته ورسېږي چې شدیده اړتیا ورته لري."
د دې ولایت د چپې درې یوه اوسېدونکې ډاکتر خان محمد ازادي راډيو ته وویل چې زلزله ځپلو تېره شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې او دوی د جسدونو د رایستلو او خاورو ته د سپارلو په ګډون اړینو توکو تر څنګ لومړنیو خوراکي موادو، درملو او ان پاکو اوبو ته هم اړتیا لري "دا خلک ټول سرپنا نه لري، شپه راروانه ده، دوی هر څه ته اړتیا لري، اوبو، خوراکي موادو سرپناه هر څه ته اړتیا لري، دا یوه ډېره لویه غمیزه ده چې زه یې نه شم بیانولی."
دا خلک ټول سرپنا نه لري، شپه راروانه ده، دوی هر څه ته اړتیا لريزلزله ځپلی
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو. این. ایچ. سي. ار) هم ویلي چې دغه مرګونې زلزلې بشپړ کلي له منځه وړي او دا مهال ګڼ شمېر کسان له سرپناه پرته شپې سبا کوي.
دغه کمشنرۍ په یو بیان کې چې نن یې په اېکس پاڼه خپور کړی ویلي د دغه فاجعې مدیریت د افغانستان او مرستندویه بنسټونو له ظرفیت خورا لوړ دی.
په بیان کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه شوې او په کې ویل شوي "افغانان زموږ ملاتړ ته اړتیا لري."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا) ویلي د دغه مرګونې زلزلې له امله له ۱۲ زره ډېر کسان بې کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو، او د نورو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
اوچا په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ویلی يې دي په ځانګړي ډول د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو ترڅنګ، د ژغورنې ټیمونه ته هم سخت اړتیا ده څو د نورو انسانانو ژوند وژغورل شي.
په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د دغه زلزلې بشپړه ارزونه اوس هم له جدي ننګونو سره مخ ده.
د دې کمېټې مرستیالې هما نادر الجزیرې خبرې شبکې سره په خبرو کې ویلي چې لرو پرتو کلیو ته د رسېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي، چېرې چې په خبره یې کورونه او کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
نوموړې ویلي چې د تلفاتو شمېر په راتلونکو ورځو کې زیاتېدای شي ځکه ژغورونکو ته د اغیزمنو هڅو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا لري.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوايي ځواک د سې شنبې په سهار هم د هلیکوپټرو پر مټ له زیانمنو سیمو نه ټپیان روغتونونو ته انتقالوي.
دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته درېیمه مرګونې زلزله ده چې په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ۱۵ سوه کسان مړه کړي وو.
له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت په ۲۲مه نېټه پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه يوه زوروره زلزله شوې وه چې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې یې په زرګونو کورونه ویجاړ کړل.
دغې زلرله کې له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نور ټپیان شوي وو.