د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د نارنج باغ سیمې یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل"دلته نارنج باغ کې زموږ شاوخوا سیمو کې اوه اته کوهیان (څاه ګانې) وچ شوي، مخکې تر ۴۰ او ۴۵ مترو اوبه په کې پیدا کېدې خو اوس تر ۶۰ مترو هم خلک اوبه نه شي راویستلی، اوس ټانکرو کې اوبه خرڅېږي، یوه بوشکه چې لس لېټره ده په لس افغانیو پلورل کېږي، دلته د اکثرو خلکو وسه هم نشته چې نورې څاه ګانې وکیندي."
مخکې تر ۴۰ او ۴۵ مترو اوبه په کې پیدا کېدې خو اوس تر ۶۰ مترو هم خلک اوبه نه شي راویستلید ننګرهار یو اوسیدونکی
د دغه ولایت د سپن غر ولسوالۍ د چهل ګزیو سیمې یو اوسېدونکی چې ځان محب شینواری معرفي کوي، هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي چې دی، ګاونډیان او کلیوال یې ان د څو بوشکو اوبو د تر لاسه کولو لپاره تر لرې لرې پلی مزل کوي"زموږ سیمو کې هم د اوبو کچه ډېره زیاته ټیټه شوې، څښاک لپاره له یو کوهي نه سلګونه کورنۍ استفاده کوو، د څښاک اوبه ترې اخلو خو د نورو اړتیاوو لپاره یې له لرې واټن نه بوشکو کې راوړو، ډېر شدید مشکل مو دی د اوبو، غوښتنه مو له اړونده ادارو او نړیوالو موسسو دا ده چې دلته موږ ته د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي."
د شینوارو ولسوالۍ دیوې مرکزي سیمې اوسېدونکی شکرالله هم وایي د څښاک او هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دي" ډیرې څاه ګانې وچې شوي، هغه دنډونه چې خلکو زراعتي ځمکو ته وهلي وه هغو کې هم اوبه وچې شوې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې یا دې ژورې څاه ګانې ووهي یا دې پورته للمو کې شبکې جوړې کړل شي او دا اوبو مدیریت سیسټم دې جوړ شي."
ننګرهار کې د قمر بنسټ په نوم د اوبو رسولو د یوې موسسې کارکوونکی عادل خان بیا وایي که څه هم دوی مختلفو ولسوالیو کې خلکو ته د اوبو رسولو لپاره څاه ګانې کیندلي خو په خبره یې له بیا بیا کېندولو وروسته هم اوبه وچې او خلک یې له سختو کړاونو سره مخ کړي دي“موږ چې کلیو او ولسوالیو ته د خپلو هغو څاه ګانو تعقیب ته چې دوه درې کاله مخکې مو وهلي ورځو، ګورو چې ټولې بېرته وچې شوې دي، لویه وجه یې دا ده چې د اوبو کچه واقعا ښکته روانه ده، زه یوازې د یوې ولسوالۍ خبره نه کوم بلکې، لکه په کامه، سرخرود، بهسودو، روداتو، خوږیاڼو، غني خېلو، چپرهار او مختلفو نورو ولسوالیو کې مو څاه ګانې ویستلي خو وچې شوې او دا وضعیت په چټکۍ روان دی.”
لویه وجه یې دا ده چې د اوبو کچه واقعا ښکته روانه ده، زه یوازې د یوې ولسوالۍ خبره نه کومد اوبو رسولو د یوې مرستندویه ډلې غړی
دا خلک د طالبانو له حکومته د اوبو د مدیریت او د اوبو د ستونزې د حل غوښتونکي دي.
خو د طالبانو د حکومت اوبو او انرژۍ ورارت ویاند مطیع الله عابد او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم د راپور تر خپرېدو د دې خلکو د شکایتونو او غوښتنو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مخکې ویلي وو چې اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دغه وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر د تېر کال د حوت په ۶مه په کابل کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته په خبرو کې په دغه هیواد کې د اوبو د کمښت لاملونه اقليمي بدلون، دوام داره وچکالۍ، لسیزې جګړې او د نفوسو زیات والی یاد کړ.
خو د اوبو د مدیریت او چاپیریال ساتنې ځینې پوهان ټینګار کوي چې که د طالبانو حکومت او خپله خلک اوږدې او لنډه مهاله حل لارې ولټوي او تطبیق یې کړي، ننګرهار د اوبو د جغرافیوي موقعیت له اړخه د اوبو د مدیریت په برخه کې ژر په ځان بسیا کېدای شي.
له دې ډلې د اوبو د مدیریت د چارو پوه او د تېر جمهوري نظام پر مهال د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر احمد جاوید نور ازادي راډیو ته وویل"دې لپاره دوه لارې دي، لنډه او اوږدمهاله، لنډ مهاله دا چې خلک باید د اوبو سپما وکړي،هغه سیمې چې اوس اوبه نه لري د زراعت لپاره دې کمې ږکاروي خو څښاک ته دې زیرمه کړي او یوازې ضروري کارونه دې پرې وکړي، اوږد مهاله دا چې حکومت، بنسټونه او موسسات دې د اوبو مدیریتي سیسټم جوړ کړي،په دې معنا چې موسمي اوبه ذخیره کړي، بندونه او چک ډمونه جوړ کړي،ځکه له بده مرغه دا وضعیت په ټوله سیمه کې روان دی چې افغانستان هم ترې اغیزمن دی، د ځمکې لاندې او پورته اوبه یې متضررې دي، ننګرهار دا ښه والی له لري چې د کابل، لوګر، پروان، کونړ او لغمان اوبه هم ترې اوړي، خو چې یوازې مدیریت یې سم وشي."
مخکې تر دې هم د پلازمینې کابل په شمول د بېلابیلو ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې په خپلو سیمو کې د اوبو د کمښت شکایتونه کړي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام «یو ان-هبیتات» هم مخکې افغانستان کې د اوبو ناورین ته د رسېدنې لپاره په پراخې پانګونې، د نړیوالو سازمانونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا او دغه شان د اوبو د مصرف او مدیریت په برخه کې د عامه پوهاوي په لوړولو ټینګار کړی و.
دغه سازمان د روان کال په حمل میاشت کې ویلي و، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او دغه هېواد د اوبو د زیربناوو په برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.