څلور کاله مخکې دا ورځ امریکا په افغانستان کې خپل څه باندې شل کلن پوځي حضور پای ته ورسوو او ورسره جوخت یو ځل بیا طالبان په دې هیواد واکمن شول.
کریستوفر دوناهو ورستۍ امریکایي پوځي و چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست په ۳۰ له افغانستان ووت.
د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د غبرورۍ په ۲۹، د ډونالډ ترمپ د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې متحده ایالاتو د قطر په پلازمینه دوحه کې طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
سره له دې چې په پوځي برخه کې دوی له افغانستان ووتل خو د دوی دفتر په قطر کې او د طالبانو دفتر په قطر کې دوی منظمې ناستې درلودې دي او همدا شان د معلوماتو د شریکولو او په استخبارتي مسایلو کې دوی سره ډېر نېږدې پاتې شوي دي
یو شمیر افغان سیاسي او امنیتي کارپوهان وايي، داسې مهال چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو څلور کاله کېږي خو د دوی په خبره د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو اړیکي او تعمالاتو ځني کرښې شته.
د سیاسي او امنیتي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د دیپلوماسي د برخې استاد اسحاق اتمر د څو داسې مواردو یادونه کوي.
ښاغلي اتمر ازادي راډیو ته وویل،
"سره له دې چې په پوځي برخه کې دوی له افغانستان ووتل خو د دوی دفتر په قطر کې او د طالبانو دفتر په قطر کې دوی منظمې ناستې درلودې دي او همدا شان د معلوماتو د شریکولو او په استخبارتي مسایلو کې دوی سره ډېر نېږدې پاتې شوي دي."
ښاغلی اتمر د استخبارتي همکاریو په برخه کې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۰ په کابل کې د امریکا د بې پيلوټې الوتکې په برید کې په خپل استوګن ځای کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الضواهري د وژلو موضوع ته اشاره کوي، هغه چئ په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل هم ورسره یوه خوله ده.
"زه فکر نه کوم چې امریکا دې کاملاً وتلي وي، د دې لپاره چې د افغانستان فضا یې له اختیاره ونه وځي او د افغانستان په دننه کې له مسایلو پوره اګاه وي، او دا له استخبارتي همکاریو پرته هیڅ امکان نه لري، چې یو ښه مثال یې د ایمن الظواهری وژنه وه، چې زه فکر کوم دا یې یو ښه بیلګه کېدلای شي. "
که څه هم د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن د ایمن الظواهري تر وژل کېدو ورسته په خپله اته دقیقه تلویزیوني وینا کې د طالبانو هیڅ یادونه ونه کړه خو ویې ویل، خپلې دې ژمنې ته به چې په افغانستان کې او له هغه ها خوا د ترهګرۍ په وړاندې د ګټورې مبارزې په خاطر عملیات ترسره کوي دوام ورکوي.
طالبانو هغه مهال ویلي وه چې افغانستان ته د ایمن الظواهري د راتګ په اړه معلومات نه لري او په دې اړه څېړنې کوي چې بیا شریکې نه شوې.
خو یو شمیر امریکايي رسنیو د الظواهري تر وژنې ورسته داسې راپورونه خپاره کړل چې د امریکا د مرکزي استخاراتو د مرستیال ډیویډ کوهن په مشرۍ یو امریکايي پلاوي او د طالبانو حکومت د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ یو طالب پلاوي په قطر کې سره کتلی دي.
سي این این خبرې شبکې هغه مهال ویلي وو چې افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړي استازي ټام ویست هم دې لیدنه کې ګډون کړی و خو د امریکا او طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې لیدنې په اړه څه نه و ویلي.
امریکا د افغانستان په مسایلو کې په تېرو څلور کلونو کې په څو برخو کې رول درلودو د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو په برخه کې یې رول درلودو او د ملګرو ملتونو له لارې یې افغانستان سره مرستې کول، امریکا په سیمه ییزه کچه د سیمې او نړۍ د هیوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو د ادارې له لارې په قطر کې همغږي او فعالیتونه درلودل
خو د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ چارواکې لیذا کورتېس ویلي، طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ښه ملګري نشي کېدای ځکه چې په خبره یې له وړاندې القاعده ډلې سره په اړیکو تورن دي، هغه اړیکه چې طالبان یې اوس ردوي.
په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت سرپرست او د سیاسي چارو پوه شاه محمود میاخیل بیا د امریکا او د طالبانو حکومت تر منځ د یادو مواردو د شتون سربیره یو شمیر نورو مسایلو ته هم اشاره کوي چې په خبره یې امریکا په تېرو څلور کلونو کې په کې ښکیل وه.
" امریکا د افغانستان په مسایلو کې په تېرو څلور کلونو کې په څو برخو کې رول درلودو د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو په برخه کې یې رول درلودو او د ملګرو ملتونو له لارې یې افغانستان سره مرستې کول، امریکا په سیمه ییزه کچه د سیمې او نړۍ د هیوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو د ادارې له لارې په قطر کې همغږي او فعالیتونه درلودل. "
هڅه مو وکړه راپور کې د مرکه شویو افغان سیاسي او امنیتي کارپوهان د څرګندونو و په اړه په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر او مخکې په هغه هیواد کې د دوی د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وپوښتو خو نوموړي په دې برخه کې د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه امریکايي چارواکو وخت په وخت خپلې څرګندونې درلودې او د ملګرو ملتونو بېلابیلو سازمانونو هم په دې اړه غونډې کړي چارواکو یې اعلامیې ورکړي او راپورونه یې خپاره کړي دي.
خو دې کړنو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په کمولو کې هیڅ مرسته نه ده کړې او افغان نجونو، میرمنو او د دوی د حقونو ملاتړو په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې یوازې عملي کړنې د دوی ستونزې هوارولی شي.
د مرستو په برخه کې هم د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ د روان زېږدیز کال په جنورۍ په میاشت کې د یوه اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولې او ویلي چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) همدا تېره میاشت وویل چې امریکا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان سره نږدې څلور میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشرې او د دوی د حقونو فعالې ترنم سعیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې همدې مرستو طالبان پیاوړي کړي چې څلور کاله یې دوام وکړ.
دا له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې په طالبانو فشار راوړي، ګڼي په خبره افغان میرمنې له دغه شان په تیارو کې پاتې شي.
" په اونۍ له ۴۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې مرسته واقعه د طالبانو له حکومت سره مرسته ده چې څلور کاله په افغانستان کې دوام وکړي او ځان خوندي کړي، که دا مرستې نه وي ښايي دومره دوام یې نه و کړی، په هر حال مونږ غواړو چې له افغان ښځو ملاتړ په نمونه یې ډول او وخت په وخت مرستو سره نه وي، بلکې افغان ښځې په طالبانو واقعي فشارغواړي که داسې ونشي افغان میرمنې به دغه شان په تیاره کې پاتې شي."
په اونۍ له ۴۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې مرسته واقعه د طالبانو له حکومت سره مرسته ده چې څلور کاله په افغانستان کې دوام وکړي او ځان خوندي کړي، که دا مرستې نه وي ښايي دومره دوام یې نه و کړی، په هر حال مونږ غواړو چې له افغان ښځو ملاتړ په نمونه یې ډول او وخت په وخت مرستو سره نه وي، بلکې افغان ښځې په طالبانو واقعي فشارغواړي که داسې ونشي افغان میرمنې به دغه شان په تیاره کې پاتې شي
خو مخکې د جوبایډن په اداره کې بیلابیلو امریکايي چارواکو، ملګرو ملتونو او طالبانو ویلي چې دا مرستې یوازې بشري برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره کېږي.
د یادونې چې امریکايي چارواکو په وار وار په ټولو کې د طالبانو په سیاستونو نیغ په نیغ انتفادونه کړي او دوی سره یې نړیوال تعامل هم غندلی دی.
د تېر جولای میاشتې په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د امریکا استازي جاتان شریز د دغې اسمبلې عمومي غونډې ته وویل «داسي نه شي کېدای چې هم له طالبانو سره تعامل وشي او هم په ورته وخت کې دا تمه وشي چې هغوی به نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي. دا دوه شیان له یو بل سره ټکر لري.»
هغه زیاته کړه چې واشنګټن د طالبانو پر ریښتینې نیت شک لري او باور لري چې طالبان یوازې هغه مهال خبرو ته چمتو کېږي چې خبرې ورته په خپله ګټه ښکاره شی.
خو له دې سره سره په راپور کې مرکه شوي د سیاسي او امنیتي چارو افغان کارپوهان وايي د بشري مرستو، د یو شمیر امریکايي بندیانو د ازادولو، د بندیانو د تبادلې او د امنیتي ګواښنونو د کمولو په برخه کې د امریکا او طالبانو تر منځ تاکتیکي خبرې شوي او کابل ته د دغه هیواد د ځینو چارواکو سفرونه، د یو شمیر امریکايي بندیانو خلاصون او د ځینو طالب مشرانو په نیونې د ټاکل شویو جایزو لرې کول د امریکا او طالبانو تر منځ د شته تعاملاتو د پایلو ښکارندويي کوي.
د امریکا ملي راډیو د روان لمریز کال په حمل میاشت کې اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني، چې منلې یې ده د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې یې د کابل د سرینا هوټل د برید پلان جوړ کړی و، نور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزو» په ویبپاڼه کې نه ښکاري.
دغه شان طالبانوافغانستان ته د تیر لمریز کال په حوت میاشت کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بویلر تر سره ورسته څو امریکايی بندیان هم خوشې کړل .
طالبانو په وار وار امریکا سره د تعامل غوښتنه کړې، دوی غوښتي چې بانکي تحریمونه پرې لرې شي، د افغانستان ګنل شوې پیسې ازادې او حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شا او خوا درې میاشتې مخکې وویل، طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو هر ډول اقدام د دوی په کړنو پورې تړلی دی.
په تېرو څلور کلونو کې له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هیواد هم د افغانستان حکومت په رسېمیت نه دې پېژندلی، د بشري حقونو رعایتول، په ځانګړي ډول د نجونو او میرمنو حقونه او د یو ټول شموله حکومت جوړول د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرطونه ګڼل شوې دي.