ولسمشر زیلنسکي د خپلواکي په مناسبت خپلې نننۍ وینا کې وویل "اوکراین تر اوسه جنګ نه دی ګټلی، خو یقینا چې بایلونکی به نه وي"
د اوکراین ولسمشر د جنګ د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هلوځلو ته په اشاره کې زیاته کړه چې سره له دې چې د هیواد ځینې برخې اوس مهال د روسي ځواکونو ترولکې لاندې دي خو "یو اوکراین" شتون لري او دده په ټکو اوکراین به یوځل بیا دیوې کورنۍ په توګه سره یوځای شي.
زیلنسکي وویل:
[اوکراین] به بیا هیڅکله د هغه څه سپکاوی ونه مني چې روسیه یې 'جوړجاړی' بولي.
هغه زیاته چې اوکراین یوې عادلانه سولې ته اړتیا لري چې په ټکو یې خپله راتلونکې خپله وټاکي .
د اوکراین ولسشمر دغه وینا له شوروي اتحاد څخه ددغه هیواد د خپلواکې د ۳۴ مې کلیزې په مناسبت په داسې مهال کوي چې د جکړې په ډګر کې او له هغې بهر نویو واقعیتونو سره مخ دی.
مسکو د شنبې په ورځ (د اګست په ۲۳ مه) وویل روسي ځواکونو د دونیتسک د سیمې دوه کلي ونیول او اوکرایني ځواکونو وویل چې د د ینیپرو پیتروفسک سیمې لویدیځه څنډه کې یې یو هستوګنځای له روسي ځواکونو بیرته ونیوه.
مسکو دغه راز وویل وروسته لدې چې روسي ځواکونو د کورسک لویدیځه سیمه کې یوه اوکرایني بی پیلوټه الوتکه نسکوره کړه هلته یې په اټومي بټي کې لګیدلی اور مړ کړ.
د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره، الاسکا کې دامریکا او روسیې د ولسمشرانو د غونډې په شمول روانه میاشت ګڼې ديپلوماتیکي هلې ځلې وشوې.
سره لدې چې دواړو مشرانو دغه خبرې بریالی وبللې خو دداسې کوم پرمختګ نتیجه یې ورنکړه چې دزیلنسکی او د متحدینو د نورو مشرانو ترمینځ په بله غونډه کې ورباندې خبرې وشي.
د کاناډا صدراعظم د زیلنسکي د ملاتړلپاره او اوکراین ته په خپل لومړني سفر کې د یکشبنې د اوکراین د خپلواکې په ورځ کیف ته ورسیده .
مارک کارنې به زیلنسکي سره د غونډې په ترځ کې اوکراین سره د کاناډا د ۲ ملیارډ ډالرو پوځې مرستې د ژمنې او د دفاعي تجهیزاتو د مشترک تولید په هکله خبرې وکړي
کارنې په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې :
کاناډا د اوکراین د خپلواکۍ په دې ورځ، او ددغه هیواد د تاریخ په دې مهمه شیبه کې، د اوکراین لپاره د عادلانه او تلپاتې سولې په لور خپل ملاتړ او هڅې زیاتوي.
د کیف ملاتړي هیوادونه روسیې سره د اوکراین د احتمالې روغې لپاره د زمینې برابرولو په مخه ، د سولې لور ته د پرخوا هلوځلو په ترځ کې اوکراین ته دامنیتي ضمانتونو د ورکولو په مسئله غور کوي.
دا به ولیدل شي چې دیپلوماتیک زیارونه څرنګه پرمختک کوی. زیلنسکي او اروپايی هیوادونو په تکرار د اوربند غوښتنه کړې خو مسکو یې په وړاندې مقاومت کړی.
کرملین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پوتین او زیلنسکی مخامخ خبرو ته هم چمتووالی نه دی ښودلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د روسیې ولسمشر چمتو دی چې له زیلینسکي سره هله وګوري "کله چې اجنډا د سرمشریزې لپاره چمتو وي، او دغسې اجنډا په هیڅ ډول چمتو نه ده،"
لاوروف زیلنسکي تورن کړ چې "هر څه ته نه" وایي.
د الاسکا له غونډې وروسته ، د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې د موافقې د نشتوالي له امله په عامه توګه مایوسه شوی دی، او ویلي یې دي چې هغه په دې غور کوي چې یا په روسیه نور اقتصادي بندیزونه ولګوي یا د سولې له خبرو څخه ووځي.