خبرونه
بريښنا شرکت هرات کې د ملیونو ډالرو قراردادونه لاس لیک کړل

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په هرات ولایت کې یې د برېښنا رسولو د درو پروژو لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د یکشنبې په ورځ په خپاره کړي یوه بیان کې، د طالبانو لخوا اداره کېدونکي بریښنا شرکت ویلي چې دا پروژې د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د قراردادونو له مخې به له نور الجهاد سب سټیشنه تر پل هاشمي سب سټیشنه او بیا تر "۲۴ حوت شهیدانو" سب سټیشن پوري د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا لیږدول کیږي، او همدارنګه په دغو قراردادونو کې د نوي سب سټیشن او اړوند بریښنا لینونو جوړول شامل دي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې په ټول افغانستان کې اوسیدونکي د دوبي په میاشتو کې د بریښنا له کمښت څخه شکایت کوي، چې دوی وايي جدي ستونزې یې رامینځته کړې دي.
په افغانستان کې، برېښنا ته لاسرسی محدود دی. سره لدې چې افغانستان د انرژۍ د تولید لوی ظرفیت لري خو روستي راپورونه ښیې چې یوازې شاوخوا ۳۸٪ افغانان له بريشنا برخمن دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران به د کب میاشتې تر پایه اته سوه زره نور افغان کډوال وباسي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د روان کال به د کب میاشتې تر پایه ۸۰۰،۰۰۰ نور افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.
سکندر مومني، چې مشهد ته یې سفر کړی، د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه ویلي چې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال تر اوسه د ایران له پولو وتلي دي.
هغه زیاته کړه چې ایران پلان لري ۲ میلیونه افغان کډوال له دې هیواده وباسي.
هغه زیاته کړه چې دوی هغه کډوال چې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، ایستلي دي.
د اسکندر مومني په وینا، له هغو ۱.۲ میلیونه افغانانو چې تر اوسه له ایرانه وتلي دي، تر ۷۰ سلنه زیات یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دوی ستنېدل به "په عزت سره" وي او دا دریځ د "کډوالۍ ضد" مانا نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شخړې وروسته، ایران د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
ټاکل شوې ده نن ټرمپ د اوکراین د ولسمشر او اروپایي مشرانو کوربه وي

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپايي مشران په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي، روسیې په خارکیف ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د مرګوني برید په ګډون پر یو شمېر اهدافو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.
د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر خبرو یو څو ساعته مخکې، پر خارکیف ښار په برید کې د دوو کوچنیانو په ګډون اووه کسان ووژل شول او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شول.
په الاسکا کې د ټرمپ له خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کوربه توب درې ورځې وروسته روسیې دا هوايي بریدونه وکړل. ټرمپ ویلي وه چې د سولې د موافقې په اړه په خبرو اترو کې "لوی پرمختګ" شوی دی خو پر جزئیات یې باید کار وشي.
ټاکل شوې ده نن د اګست د ۱۸مه، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو کوربه وي.
په دغو خبرو کې د ټرمپ او زیلینسکي تر څنګ د ناټو مشر مارک روټ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر، د جرمني چانسلر فریدریش میرز، د ایټالیا صدراعظمه جیورجیا میلوني او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب ګډون وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سختو بارانونو له امله تر څو ساعتونو ځنډېدو وروسته د ژغورنې او مرستې عملیات بیا پیل شوي دي.
د سختو بارانونو له امله سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي.
د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې له جمعې راهیسې سختو بارانونو په څو شمالي ولسوالیو کې درانه تلفات او زیانونه اړولي دي.
په غرنیو سیمو کې، بارانونو مځکه او ډبرې هم ښویولې دي چې کورونه، موټرونه او نور شیان یې له ځانه سره وړي دي.
د بونیر ولسوالي تر ټولو ډیره زیانمنه شوې، چې تر ۲۰۰ زیات خلک پکې وژل شوي دي.
د سیمه ییز چارواکو په وینا، د جون له وروستیو راهیسې د مون سون بارانونو او سیلابونو په ټول پاکستان کې ۶۵۷ کسان وژلي دي.
د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي تایلیند ته روان شول

د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي.
د افغانستان د ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي د اسیا د ښکلا او فټنس په ۵۷ دور سیالیو کې د ګډون لپاره تایلیند ته روان شول.
دغه فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وه چې دا لوبغاړي په خپل لګښت په اتلولیو کې برخه اخلي.
د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به په اګست میاشت کې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.
دا ټیم څو ورځې مخکې په کابل کې له ۵۴ لوبغاړو څخه د سیالیو په نتیجه کې په مختلفو وزنونو کې د ملي ټیم لپاره غوره شو.
د خوړو نړیوال پروګرام: وچکالي او د مرستو کمښت په افغانستان کې "شدیده خوارځواکي" د رامنځته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د څانګې مشر جان ایلیف وايي: وچکالي، د مرستو ډراماتیک کمښت، او له ایران او پاکستانه د ۱.۵ ملیونه افغانانو جبري ایستل کېدو په دې بې وزله هیواد کې "شدیده خوارځواکي" د رامنځته کړې ده.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ باید د قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو. دا ممکن وضعیت ښايي بې ساری وي ځکه د ژمي پر مهال، ممکن له ۱۰ څخه تر ۱۵ ملیونو پورې خلک د خوړو مرستې ته اړتیا ولري. او اوس مهال، موږ هیڅ تمویل نلرو او دې وضعیت ته به هیڅ رسېدنه ونشي."
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې په افغانستان کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې، د ټولو پروګرامونو لپاره نژدې ۵۳۹ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په ټول هیواد کې تر ټولو زیان منونکو کورنیو ته ورسیږي.
خو ډیری مرستندویه ادارو خپلې مرستې کمې کړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو له مخې، دوی د ۲۰۲۵ کال لپاره، په افغانستان کې یوازي شاوخوا ۱۵۵ ملیون ډالر ترلاسه کړي دي. دا شمېر تیر کال نژدې ۵۶۰ ملیون ډالر او په ۲۰۲۲ کې نژدې ۱.۶ ملیارد ډالر و.
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر: افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ د اوړو د تولید فابریکې فعالیت کوي او افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.
اعلامیې زیاته کړه چې افغانستان په کال کې شاوخوا شپږ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیونه ټنه یې اوس مهال په کور دننه تولیدیږي.
دا خبره په داسي حال کې ده چې ډیری افغانان له پراخې بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
واشنګټن له غزې څخه امریکا ته دسفر په ویزو بندیز ولګاوه

دامریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي د غزې څخه امریکا ته د سفر په ویزو د افرادو په راتګ تر بلې خبرتیا پورې بندیز ولګیده.
د جرمني دی پی آی خبري اژانس رپوټ ورکړ چې مارکو روبیو ویلي چې ځینو هغو سازمانونو چې ددغو ویزو په ترلاسه کولو کې دخیل وو حماس ډلې سره نږدې اړیکې درلودې.
حماس ډله دامریکا او اروپايی اتحادیې لخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.
دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ CBS News ټلویزیوني شبکې ته وویل: " مونږ هغو ډلو سره چې له حماس سره اړیکې لري یا ددغې ډلې ملاتړ کوي همکاري نه کوو."
روبیو دا وونه ویل چې په وروستیو کې څومره دا ډول ویزې صادرې شوې او ایا هغه ویزې چې نوې صادرې شوې هغه به هم باطلې شي کنه.
اکثر کسان د ماشومانو په شمول دعلاج لپاره له غزې څخه امریکا ته ځي.
دهسپانیې حکومت د ځنګلونو د اور د مړه کولو لپاره سلګونه نور عسکر وګمارل

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز وايي د ځنګلونو د اور د مهار کولو لپاره یې ۵۰۰ نور عسکرهم ګمارلي.
په ګرمه هوا کې دغو اورونو ډیر وچ شوي ځنګلونه له مینځه وړي دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکوي چې تردې مخکې ۱۴۰۰ عسکر د اور د مړه کولو لپاره ګمارل شوي وو او دغه زیارونه خصوصا د ګالیسیا په شمال لویدیځه سیمه کې ستونزمن شوي دي.
د اروپایی اتحادیې د معلوماتو په اساس د ځنګلونو سږنیو اورونو په هسپانیه کې ۱۵۸ هکتارځمکه سوځلې.
کارپوهان وايی اقلیمي بدلون د اروپا په ځینو سیمو کې ګرمي زیاته کړی او وچه فضایی را مینځ ته کړې چې سیمې د اورلګیدنی په وړاندې زیانګالې کوي.
مسکو سپینه ماڼۍ کې د زیلنسکي او ټرمپ د غونډې په درشل کې په خارکیف د توغندي برید وکړ

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکی په اوکراین د روسي د برید د پای ته رسولولپاره د یپلوماتیکو هلو ځلو په ترځ کې نن په سپینه ماڼۍ کې ولسمشمر دونالد ټرمپ سره ګوري، اوکراینی مقاماتو تیره شپه وویل مسکو داوکراین خارکیف ښار کی د هستوګنی یوه سیمه په بالستیک توغندي وویشته.
رویترز خبري آژانس رپوټ ورکوي چې په برید کی ۱۱ کسه ټپیان شوي دي.
اوله سینهوبوف د خارکیف والي په تیلیګرام کې ولیکل چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم په ټپیانو کی شامله ده .
خارکیف د اوکراین دوهم لوی ښار روسې سره ددغه هیواد شمال ختیځو پولو ته نږدی موقعیت لري.
خبر زیاتوي چې چاودنې د کورونو شیشې ماتې کړي او ځینې خلک مجبور شول چې خپل کورونه پریږدي.
مقاماتو وویل چې یوه ۵۷ کلنه ښځه هم ټپي شوې ده او لږترلږه ۱۲ کورونه زیانمن شوي دي.
په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو د زیارونو په ترځ کې ددغه هیواد ولسمشر نن په سپینه ماڼۍ ولسمشر دونالد ټرمپ سره ګوري.
اروپايی مشرانو ویلي چې د زیلنسکي د ملاتړ لپاره به دوی هم په واشنګتن کې وي. سپینه ماڼۍ کې دمتحدو ایالاتو او اوکراین د ولسمشرانو نننۍ غونډه وروسته لدې کیږي چې ولسمشر ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ په الاسکا کې خپل روسي سیال سره ولیدل.
د اروپايی کومیسیون مشره زیلنسکي سره واشنګتن ته ځي

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین پر ایکس شبکه په یوه پوسټ کې ویلي چې دا به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په غوښتنه د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نورو اروپایي مشرانو سره د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
هغې دا هم وویل چې د یکشنبې په ورځ به وروسته په بروکسل کې د زیلینسکي هرکلی وکړي او په ګډه به د اروپایي مشرانو په غونډه کې برخه واخلي.
انګلستان او فرانسې یو ایتلاف رامنځته کړی دی چې تر ۳۰ زیات هیوادونه پکې ګډون لري او دوی د اوکراین د ملاتړ لپاره یوځای کار کوي.
هدف یې د کیېف او مسکو ترمنځ د یوې موافقې په صورت کې اوکراین ته د امنیتي ضمانتونه ورکول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د جمعې په ورځ (د اګست ۱۵مه) یې په الاسکا کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین کوربه توب وکړ، له کیفه غوښتي چې له مسکو سره یوې موافقې ته ورسیږي.