د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۷

فریده چمتو وایي چې له افغانانو سره د مرستې لپاره یې په اروپا کې د حجامه کورس لوستی


د حجامت یو ډول درملنه-ارشیف
د حجامت یو ډول درملنه-ارشیف

فریده چمتو په هالنډ کې ژوند کوي. دا وایي چې د حجامت یا حجامه علم یې د دې لپاره زده کړی چې په افغانستان کې د دردمنو بې فیسه درملنه وکړي او کومې پیسې چې بهر کې له دې لارې لاس ته راوړي دا هم خپل هیواد کې بې وزلو سره په مرسته ولګوي.

فریدې چمتو ازادي راډیو ته وویل " ما دا تصمیم ونیولو چې زه دا کورس وایم او بیا افغانستان ته ځم او هلته به له دې لارې د غریبو خلکو وړیا درملنه وکړم."

فریده چمتو هغه افغان میرمنه چې تازه یې په هالند کې د حجامې په برخه کې د دغه هیواد د اسلامي طب په اکاديمۍ کې زده کړې کړې دي:

" ما تقریبا دوه نیمه میاشتې یو چټک کورس و، چې په لنډه موده کې مونږ باید دا زده کړه کړې وه، دا مې ولوست، ټوله ورځ له سهار تر څلورو بجونو مو درسونه درلودل هم پرکتیک ( عملي ) او هم تیوري ( نظري ) درسونه وو."

د دې په خبره دوی ته د دې زده کړو تر څنګ پنځلس ورځې عمومي معلومات هم ورکړل شوي او د دې نېږدې درې میاشتې دورې زده کړې لپاره یې چې هالند کې د حجامې په ملکې د مشهورې مراکشۍ اصلې هالندۍ ښوونکې نجات حدوج له خوا ورکړل شوې شا او خوا ۱۵۰۰ یورو ورکړې دي.

فریده وايي، دې چې اوس شا خوا دوه میاشتې کېږي کار یې پیل کړی، له هغو کسانو چې وس یې لري ټاکل شوی فیس، خو له هغوی چې وس یې نه لري او ډیری د بیلابیلو هیوادونو کډوال دي ډیرې کمې پیسې اخلي:

" که څوک غریب دی هغه نه یې هیڅ نه اخلم، خو دوه یورو، پنځه یورو اخلم، اصلاً دا خو تر اویا یورو پورې یوه حجامه کېږي، له ۴۰ یورو نیولې تر اویا یورو پورې. "

د فریدې په خبره، حجامه یې دې لپاره زده کړې چې افغانستان کې د دردمنو بې فیسه درملنه وکړي او کوم فیس چې اوس هالند کې هم له دردمنو اخلي یوه برخه یې افغانستان کې خپلو بې وزلو خپلوانو او دوستانو سره مرسته کوي:

" زما مور افغانستان کې وه، زه به هر کال تللم هلته، ما کتل چې هلته ډېر بې وزلي دي، ان د فیس وس نه لري، ناروغان دي، سمه درمل نشته، نو ځکه ما دا تصمیم ونیولو چې زه دا کورس وایم او بیا به افغانستان ته ولاړه شم او هلته به له دې لارې د غریبو خلکو وړیا درملنه وکړم."

دا وايي هوډ لري، چې ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

فاطمه چمتو
فاطمه چمتو

فریده چمتو چې له کابو ۲۰ کلونو راهیسې په هالند کې اوسېږي یوازې دا کار نه کوي، هغه د جامو ډیزاینګ هم کوي او ګڼدي یې، اشپزۍ برخه کې هم فعاله ده، او د قیمتي دبرو او غمیو سوداګري هم کوي.

دا وايي، انسان باید کار وکړي، په دې توګه هم خپل ژوند جوړلی شي او هم بل سره مرسته کولای شي:

" تر هغه مهاله چې زمونږ صحت ښه وي او له وسه مو پوره وي باید کار وکړو، کار دير ښه دی، هم روحي انرژي ورکوي هم جسمي، هم د ژوند اقتصاد ته ښه دی او هم کولای شې له دې طریقه نورو سره مرسته وکړې."

حجامه د دودیز طب یوه لاره ده چې له ډېر پخوا راهیسې د نړۍ په ډېری هیوادونو کې دودو ده خو رېښه یې مصر، چین او یونان ته رسېږي.

د دې برخې د متخصصیو په وینا حجامه د بدن له بیلابیلو برخو د فاسدې وینې اېستلو ته وايي.

حجامه چې بیلابیل ډولونه لري، وايي کول یې د عضلاتو او مفصلونو، سر او ملا دردونه کموي، د ویني جریان منظموي، استرس هم کموي او انسان ارمتیا بخښي.

خو د حجامې د برخې متخصصین او زمونږ د کیسې میرمن فریده چمتو وايي، مخکې تر دې چې یو څوک حجامه کوي باید له ډاکټر سره مشوره وکړي ځکه ځني ناروغان شته چې ډاکټران ورته د حجامې کولو سپارښتنه نه کوي، چې په کې د زړه او شکر په رنځ اخته ناروغان شامل دي، دغه شان هغه کسان هم چې د وینې د نرۍ کېدو درمل استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG