خبرونه
په نیمروز کې د اوبو رسولو د دوو پروژو کار پیل شو

د طالبانو تر واک لاندي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په نیمروز ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو کار د ۱۰ ملیون افغانیو په ارزښت پیل شوی دی.
په اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د اوبو رسولو شبکې به په دلارام ولسوالۍ کې جوړې شي چې ۴۰۴ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې افغانستان اوس مهال د وچکالۍ له شدیدې څپې سره مخامخ دی.
دې ادارې ویلي، د بارانونو کمښت، د مځکې سخت وچوالي او نورمال لوړې تودوښې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر للمي غنمو منفي اغېز کړی او د څارویو لپاره د وښو کمښت جدي تهدید دی.
اوچا د باران کچه تر منځنۍ کچې ټیټه، د تودوښې درجه تر نورمال لوړه او د خاورې رطوبت خورا ټیټ یاد کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: که پوتین د اوکراین د سولې هڅې سابوتاژ کړي، مسکو به له سختو پایلو سره مخامخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هڅو ته زیان واړوي، دا کار به د مسکو لپاره "سختې پایلې" ولري.
ټرمپ همداراز ویلي چې د جمعې په ورځ په الاسکا کې د پوتین سره د ده غونډه ممکن د اوکراین له ولسمشر سره تر بلې غونډې وروسته وي. تمه کیږي په دې غونډه کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی ایښودلو په اړه بحث وشي.
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا پایلې مشخصې نه کړې، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و چې که په الاسکا کې خبرې ناکامې شي، پر روسیه د اقتصادي بندیزونو احتمال شته.
د اروپايي ټولنې او اوکراین مشرانو د چهارشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره په یوه مجازی غونډه کې ټینګار وکړ چې کیېف باید د اوربند یا مځکنیو مسلو په اړه له روسیې سره په هر ډول خبرو اترو کې په مستقیم ډول ښکیل وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کیږي چې روسیه به د اوکراین او اروپا له غوښتنو سره په کلکه مقاومت وکړي.
مولوي حنفي په سعودي عربستان کې د خپل حکومت له جنرال قونسل سره د هلته مېشتو افغانانو په اړه لیدلي

د طالبانو د حکومت د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په سعودي عربستان کې د افغانستان د قونسلګرۍ له چارواکو غوښتي چې له سعودي عربستان سره اړیکې پراخې کړي.
پر ایکس په خپاره شوي یوه پیغام کې راغلي چې مولوي حنفي د سعودي عربستان په جده کې د طالبانو د حکومت له جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره ولیدل.
په معلوماتو کې راغلي چې مولوي عمران افغان په دې غونډه کې ویلي چې په جده کې قونسلګري په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هر ډول هڅې کوي.
د مایګریشن پالیسي خپرونې د معلوماتو له مخې سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو دی چې د افغانانو لویه برخه پکښي اوسي او د دباندي هیوادونو کې د ټولو افغانانو اته فیصده په سعودي عربستان کې ژوند کوي.
نن د هرات د پاشدان د اوبو بند افتتاح کیږي

ټاکل شوې ده چې نن د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما افتتاح شي. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت له لورې رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلې دي چې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې او اوس یې کارونه بشپړ شول.
د طالبانو حکومت او قرغزستان د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې

د طالبانو حکومت او د قرغزستان حکومت اقتصادي او د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دا موافقه د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.
د راپورونو له مخې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تسهیل تر څنګ قرغزستان ژمنه کړې چې سوداګریزې ویزې به اسانه کړي، بانکي اړیکې به ښه کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ترانسپورت لارې اسانه کړي.
مخکې تر دې قرغزستان سږ کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه لرې کړل.
د دې تر څنګ په منځنۍ اسیا هیوادونو کې ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د پایپ لاین پر یوه لویه پروژه کار بیا پیل کړی دی او ازبکستان په اګست میاشت کې له کابل سره د 2.5 ملیارد ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د پاشدان د اوبو بند پرانیستل کیږي

ټاکل شوې ده چې سبا د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما افتتاح شي. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت له لورې رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلې دي چې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې او اوس یې کارونه بشپړ شول.
په بیجنګ کې د راباټونو نړیوال کنفرانس جوړ شو

د ۲۰۲۵ کال نړیوال روبوټ کنفرانس د سې شنبې په ورځ په بیجینګ کې پای ته ورسېد، چې نوښتګر او پانګوال یې سره راټول کړل.
له تیرې جمعې تر سه شنبې په سیمه کې د بیجینګ اقتصادي-ټیکنالوژیکي پراختیا کنفرانس د ۲۰۲۵ کال ډبلیو آر سي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ۲۲۰ روباټ پلورونکو سوداګریو محصولات وړاندې کړل.
د صنعت له پلوه، دې کنفرانس شا او خوا یو نیم ملیارد یوان سودا وکړه.
د اوکراین ولسمشر نن برلین ته ولاړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن له خپلو اروپایي متحدینو سره د لیدو لپاره برلین ته تللی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوې ده د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکراین د جګړې په اړه غونډه وکړي.
فرانس پریس اژانس برلین ته د اوکراین د ولسمشر د سفر په اړه یوې سرچینې وویل چې زیلینسکي او د اروپایي ټولنې مشران به پر دې خبرې وکړي چې له ولسمشر ټرمپ سره ژر تر ژره وغږیږي او هغه قانع کړي چې د روسیې له ولسمشر سره د سرمشریزې په ترڅ کې د کیف ګټو ته درناوی وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان: علي وزیر دې له زندانه ازاد شي

د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.
دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
علي وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
زلنسکي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړو چې خاورې غوښتنه يې کړي وي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکرایین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي.
د هغه په ټکو، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کیف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي.
زلنسکي پرون سه شنبې خبریالانو ته وویل،" د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکرایین ته امنیتي تضمینونه ورکړي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو لپاره باید اوکرایین او روسیې د خپلو خارو له یوې برخې تیر شي".
تمه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.
زلنسکي له دغې ناستې وړاندې وویل، روسیې ته د خاورې ورکړه او د جګړې په کرښو کې هر ډول شاتګ به د روسیې د نویو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.