خبرونه
د امریکا کانګریس ته د افغانانو د مېشتېدو لایحه درېیم ځل معرفي شوه

د امریکا د کانګریس غړیو یوې دوه ګوندي ډلې یو وار بیا په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو لایحه د استازو او سنا جرګو ته معرفي کړه.
دا د هغو لسګونو زرو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې قانوني لاره رامنځته کولو لپاره درېیمه هڅه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي دي.
دا لایحه به د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام هم وغځوي او په متحده ایالاتونو کې د بیا مېشتېدو لپاره وړتیا پراخه کړي.
د کانګریس غړي جیسن کرو چې دا لایحه یې وړاندي کړې، په یوه بیان کې ویلي چې ډیری افغانان چې د شل کلنې جګړې په جریان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی، لاهم له قانوني خنډ سره مخامخ دي.
د معلوماتو له مخې له دغو افغانانو څخه یو شمېر یې په امریکا کې دي چې هلته په موقتي اسنادو اوسي او نور یې اوس هم په قطر کې د امریکا په السیلیه کمپ کې دي او بیرته افغانستان ته د ستنول کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني د افغانانو په شمول د غیرقانوني کډوالو د ایستلو چارې تنظیموي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرندت نن وویل چې افغانستان او سوریې ته د نورو کډوالو د ایستلو لپاره د الوتنو د تنظیم چارې روانې دي.
الکساندر دوبرندت زیاته کړه چې دا ډیره مهمه ده چې خلک ډاډه شي چې هغه کډوال چې جرمونه کوي هغوی په جرمني کې پاتې نه شي. نوموړي بیا وویل چې جرمني ته د غیر قانوني کډوالو د داخلیدو د مخنیوي لپاره به د سرحدونو د حفاظت چارې پسې سخته کړي.
نژدې درې اونۍ مخکې جرمني یو اتیا افغان کډوال چې د دوی په وینا په جرمونو کې یې لاس درلود په یوې چارټر الوتکې کې افغانستان ته واستول. دا د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، دوهم ځل دی چې جرمني یو شمیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستنوي.
هند په اسام ایالت کې یوشمیر خلکو ته د وسلو د لیږد اجازه ورکوي

د هند د اسام ایالت اعلان کړی چې دوی به له بنګله دیش سره د سرحدي سیمو خلکو ته د وسلو اجازه ورکړي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د اسام اعلی وزیر هیمانتا بسوا سرما، چې د هندو ملتپال بي جي پي ګوند غړی دی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه ځایي اوسیدونکي چې ګواښ احساسوي اوس کولی شي د ایالت ویب پاڼې له لارې د وسلو جوازونو لپاره غوښتنه وکړي.
دې اقدام د ایالت د مسلمان اقلیت ترمنځ اندیښنه راپارولې ده.
د اسام شاوخوا ۳۱ ملیون نفوس له ۳۵ سلنې څخه ډیر بنګالي ژبي مسلمانان دي. ډیری یې اندیښنه لري چې دا پریکړه به د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د دې سبب شي چې مسلمانان په نښه شي.
د اپوزسیون ګوندونو په شمول د دې پریکړې منتقدین وایي چې عامو خلکو ته د وسلو د جواز ورکول به د شخصي غچ اخیستو او قومي شخړو لامل شي.
د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د یوسل او درې اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د یوه تړون خبر ورکوي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې لاسلیک شو.
د یوې اعلامیې له مخې، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کوروبچینکو، چې د تړون لاسلیک کولو لپاره کابل ته تللی، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان د نفتي موادو په نندارتون کې چې د اګست په ۲۶مه پرانیستل کیږي، برخه واخلي.
روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژند او له طالبانو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینګ کړې دي.
په واڼه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

د خیرپښتونخوا په واڼه ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د چارواکو په وینا دوه پولیس وژلي او څوارلس تنه نور یې چې اکثر یې لارویان وو، ټپيان کړې دي.
دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ وشوه.
د سیمه ییزو پولیسو د مشر په وینا، بم هغه مهال وچاودید کله چې د پولیسو موټر په ګزمې روان و.
په وروستیو اونیو کې، په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي، چې لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
په عین حال کې، د پاکستان حکومت د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، چیرې چې قومي مشران هڅه کوي د نښتو مخه ونیسي.
که څه هم په واڼه کې د شوې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی، خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر دې مخکې د ډیرو دا ډول بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.
په فرانسه کې د اور وژلو هڅې دوام لري

د فرانسې په جنوب کې د اور وژنې کارکوونکي د پراخ اور د کنټرول هڅې کوي.
دا اور په چټکۍ سره د ځنګلونو او کلیو له لارې خپور شو، چې اوسیدونکي او سیلانیان یې تېښتې ته اړ کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اود ولایت چارواکو ویلي چې په دې اور کې یو کس مړ شوی، لږترلږه ۲۵ کورونه سوځلي دي او په سیمه کې ډیری سړکونه تړل شوي دي.
تر اوسه، ۱۴۰۰۰ هکتاره مځکه سوځلې ده.
د اود ولایت چارواکو ویلي چې اور "ډیر په چټکۍ" مخ په زیاتیدو دی او شا او خوا ۲۰۰۰ اور وژونکي د اور د کنټرول هڅې کوي. د معلوماتو له مخې په سیمه کې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ اوس مهال له برېښنا بې برخې دي.
په نورستان ولایت کې په کان کې چاودنې ۸ کسان وژلي دي

د طالبانو د ولایتي پولیسو قومانداني په یوه بیان کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ نورستان ولایت کې په یوه کان کې چاودنې اته کسان ووژل.
په بیان کې ویل شوي چې چاودنه د دو آب ولسوالۍ په ماوي کان کې هغه وخت وشوه چې کارګرانو په یوه تونل کې چاودیدونکي توکي چمتو کول.
په بیان کې راغلی چې په پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او سیمه ییزو روغتیایی مرکزونو ته وړل شوي دي. د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی وضعیت سمدلاسه روښانه نه دی.
دا پیښه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې د بغلان ولایت په کرکر کان کې ورته چاودنه وشوه چې شپږ کسان یې ووژل.
په ایران کې د ورځې دوه وار د کورونو برق ځي

د ایران په پلازمېنه کې چارواکي د اوبو د کړکېچ او د دوبي د ګرمۍ له زیاتوالي سره لاس او ګریوان دي، او د اوبو او برېښنا د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
د تسنیم خبري اژانس په وینا، په تهران کې، حکومت په ورځ کې دوه وار د کورونو برېښنا پرې کوي، چې په په ورځ کې تر څلورو ساعتونو پورې وي.
له دې کبله په ۳۷ درجې تودوښه کې د کورونو ډیری هوایي کولرونه له کاره لویدلي دي.
د تودوښې څپې په داسې حال کې راځي چې دا هیواد د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د اقلیم د کارپوهانو په وینا، د ایران ۸۰ سلنه بندونه تقریبا خالي دي.
د روسیې ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کریملین کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره ولیدل.
دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې وشوه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. واشنګټن تهدید کړی چې که جګړه ونه درول شي "درنې تعرفې" او نور اقتصادي بندیزونه به ولګوي.
په جلا توګه، کریملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې پوتین به د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره وویني.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
پاکستان به د سپتمبر په لومړۍ نېټه د موقتي استوګنې له کارتونو پرته افغان کډوال ایستل پيل کړي

د پاکستان حکومت رسمي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې به د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې د موقتي استوګنې کارتونه یې پای ته رسېدلي دي.
دا پریکړه د دې اونۍ په پیل کې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو د بیرته ستنولو پلان (IFRP) د یوې برخې په توګه د لوړې کچې غونډې پر مهال شوې. دا پرېکړه د امنیتي اندیښنو او پر ملي سرچینو د فشار زیاتیدو له امله له غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره ملي ستراتیژي یاده شوې ده.
د راډیو پاکستان په وینا، د دې پالیسۍ له مخې نژدې یو ملیون افغان کډوال د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) چارواکو د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه بحث کړی دی.
په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسیدلی وه.