د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۵

خبرونه

پاکستان به د سپتمبر په لومړۍ نېټه د موقتي استوګنې له کارتونو پرته افغان کډوال ایستل پيل کړي

د پاکستان حکومت رسمي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې به د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې د موقتي استوګنې کارتونه یې پای ته رسېدلي دي.

دا پریکړه د دې اونۍ په پیل کې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو د بیرته ستنولو پلان (IFRP) د یوې برخې په توګه د لوړې کچې غونډې پر مهال شوې. دا پرېکړه د امنیتي اندیښنو او پر ملي سرچینو د فشار زیاتیدو له امله له غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره ملي ستراتیژي یاده شوې ده.

د راډیو پاکستان په وینا، د دې پالیسۍ له مخې نژدې یو ملیون افغان کډوال د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) چارواکو د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه بحث کړی دی.

په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسیدلی وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په فرانسه کې د اور وژلو هڅې دوام لري

د فرانسې په جنوب کې د اور وژنې کارکوونکي د پراخ اور د کنټرول هڅې کوي.

دا اور په چټکۍ سره د ځنګلونو او کلیو له لارې خپور شو، چې اوسیدونکي او سیلانیان یې تېښتې ته اړ کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اود ولایت چارواکو ویلي چې په دې اور کې یو کس مړ شوی، لږترلږه ۲۵ کورونه سوځلي دي او په سیمه کې ډیری سړکونه تړل شوي دي.

تر اوسه، ۱۴۰۰۰ هکتاره مځکه سوځلې ده.

د اود ولایت چارواکو ویلي چې اور "ډیر په چټکۍ" مخ په زیاتیدو دی او شا او خوا ۲۰۰۰ اور وژونکي د اور د کنټرول هڅې کوي. د معلوماتو له مخې په سیمه کې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ اوس مهال له برېښنا بې برخې دي.

د امریکا کانګریس ته د افغانانو د مېشتېدو لایحه درېیم ځل معرفي شوه

د امریکا د کانګریس غړیو یوې دوه ګوندي ډلې یو وار بیا په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو لایحه د استازو او سنا جرګو ته معرفي کړه.

دا د هغو لسګونو زرو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې قانوني لاره رامنځته کولو لپاره درېیمه هڅه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي دي.

دا لایحه به د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام هم وغځوي او په متحده ایالاتونو کې د بیا مېشتېدو لپاره وړتیا پراخه کړي.

د کانګریس غړي جیسن کرو چې دا لایحه یې وړاندي کړې، په یوه بیان کې ویلي چې ډیری افغانان چې د شل کلنې جګړې په جریان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی، لاهم له قانوني خنډ سره مخامخ دي.

د معلوماتو له مخې له دغو افغانانو څخه یو شمېر یې په امریکا کې دي چې هلته په موقتي اسنادو اوسي او نور یې اوس هم په قطر کې د امریکا په السیلیه کمپ کې دي او بیرته افغانستان ته د ستنول کېدو له خطر سره مخامخ دي.

په نورستان ولایت کې په کان کې چاودنې ۸ کسان وژلي دي

عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د طالبانو د ولایتي پولیسو قومانداني په یوه بیان کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ نورستان ولایت کې په یوه کان کې چاودنې اته کسان ووژل.

په بیان کې ویل شوي چې چاودنه د دو آب ولسوالۍ په ماوي کان کې هغه وخت وشوه چې کارګرانو په یوه تونل کې چاودیدونکي توکي چمتو کول.

په بیان کې راغلی چې په پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او سیمه ییزو روغتیایی مرکزونو ته وړل شوي دي. د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی وضعیت سمدلاسه روښانه نه دی.

دا پیښه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې د بغلان ولایت په کرکر کان کې ورته چاودنه وشوه چې شپږ کسان یې ووژل.

په ایران کې د ورځې دوه وار د کورونو برق ځي

د ایران په پلازمېنه کې چارواکي د اوبو د کړکېچ او د دوبي د ګرمۍ له زیاتوالي سره لاس او ګریوان دي، او د اوبو او برېښنا د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

د تسنیم خبري اژانس په وینا، په تهران کې، حکومت په ورځ کې دوه وار د کورونو برېښنا پرې کوي، چې په په ورځ کې تر څلورو ساعتونو پورې وي.

له دې کبله په ۳۷ درجې تودوښه کې د کورونو ډیری هوایي کولرونه له کاره لویدلي دي.

د تودوښې څپې په داسې حال کې راځي چې دا هیواد د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د اقلیم د کارپوهانو په وینا، د ایران ۸۰ سلنه بندونه تقریبا خالي دي.

د روسیې ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کریملین کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره ولیدل.

دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې وشوه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. واشنګټن تهدید کړی چې که جګړه ونه درول شي "درنې تعرفې" او نور اقتصادي بندیزونه به ولګوي.

په جلا توګه، کریملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې پوتین به د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره وویني.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نن چهارشنبې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی

نن چهارشنبې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو په واک کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي پیژندنې ریاست پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تیز باران له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.

وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.

نتانیاهو؛ اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي څو د برمته شویو کسانو ازادي تضمین کړي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، نتانیاهو دغه څرګندونې د اسراییلو د پوځ له یوه تعلیمي مرکز د لیدنې پرمهال پرون سه شنبې کړي دي.

د هغه په ټکو، "دا مهمه ده چې د حماس ډله په کامله توګه ماتې وخوري، برمته شوي ازاد او باید اطمینان ترلاسه شي چې غزه نور د اسراییلو لپاره خطر نه جوړوي".

نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو کارپوهانو په غزه کې د شدیدې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

په وروستیو څو اونیو کې په غزه کې په لسهاوو کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي

سلیمان کریموف
سلیمان کریموف

د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي.

کریموف چې د امریکا د تحریمونو په لیست کې دی، دا قیمتي کښتۍ په ۲۰۲۲کال کې د امریکايي چارواکو له خوا ضبط شوه.

دغه کښتۍ د مادیا په نوم یادیږي چې ۱۶۰ متره اوږدوالی، د هلیکوپټرو د ناستې میدان، د لامبا حوضونه، جکوزي، ورزشي کلپونه، ارایشګاه او د خوب اته کوټې لري چې په یو وخت په کې ۱۶ کسان اوسیدلی شي.

د دغې کښتۍ ارزښت څه باندې ۳۰۰میلیون ډالره دی.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا پر کریموف بندیزونه ولګول.

تېر کال د امریکا کانګرس یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې امریکا له روسانو ضبظ شوې شتمني خرڅه او عواید اوکرایین ته د بشري مرستو په توګه واستوي.

نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده

نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اټومي بم د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵کال کې د سهار په ۸:۱۵دقیقو کې د امریکا یوې B-29 بم وړونکې الوتکې چې ۱۰زره پونډه یورانیم په کې ځای پرځای شوي وو د جاپان پر هیروشیما ښار وغورځاوه.

د دغه بم په برید کې شاوخوا۷۸زره کسان ووژل شول چې د همغه کال تر پایه د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴۰ زره کسانو ته پورته شو.

له دې برید وروسته امریکا د اګست په نهه یو بل اټومي بم د جاپان په ناګاساګي ښار وغورځاوه چې تر ۷۰زرو ډیر کسان په کې ووژل شول.

جاپان له دې بریدونو وروسته د اګست په ۱۵مه تسلیم او ورسره دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG