د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د ویاند کلي اوسېدونکی ولي محمد دی چې وایي د شدیدې وچکالۍ او اوبو د نشتون له امله یې له خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ سره خپل کور کلی پرېښی او د دغه ولایت ښار ته کډه شوي دي.
ده ازادي راډیو ته زیاته کړه:
زه د شاه ولي کوټ یم، خو د همدې وچکالیو له امله د کندهار مرکز ته راکډه شوي یو، رودونه نشته، هر څه وچ دي، برمې کار نه کوي،موږ تقریبا تر دوه ۲۵۰ موټرو برمې ووهلې خو هېڅ ګټه نه کوي، بیا رامجبور شوو چې خپلې سیمې پرېږدو، دلته د کندهار ښار کې په کرایه پراته یو، ۳زره یې کرایه ده او زما ټوله تنخوا ۷زره افغانۍ ده نو په دې به څنګه وچلېږو.
د کندهار ولایت له ارغنداب ولسوالۍ کندهار ښار ته بل کډه شوی کس چې ده ونه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي بیا ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په ولسوالۍ کې ډیری سیمو کې کې ان د اوبو کچه له ۸۰ تر ۱۲۰ مټره ښکته شوې ده، او ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله د ژورو څاه ګانو کېندولو وس هم نه لري.
ده وویل:
“اکثریت خلک برمې وهي، خو د اوبو کچه مخه په ښکته کېدو ده، ان ډېر خلک تر سل او ۱۲۰ مټرو برمې وهي خو د اوبو کچه ډېره ټیټه ده، د ځینو خلکو چې اقتصادي ښه وي نورې هم ژورې برمې وهي خو د چا چې وسه نه کېدله، کډې یې کړي، ۱۵ ناجیې ته کوچېدلي دي.”
ځینو سیمه ییزو سرچینو او ځایي اوسېدونکو دغه شان ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د دغه ولایت له نېښ ولسوالۍ لسګونو کورنۍ د وچکالیو له امله خپلې سیمې پرېښي او د دې ولایت بېلابېلو سیمو ته کډه شوي دي.
دا یوازې یوازې کندهار نه دی چې اوسېدونکي یې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي بلکې د افغانستان د ځینو نورو سویلي ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته ستونزې او ناورینه سر ټکوي.
د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي او کروندګر نور الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې ګڼو کلیوالو او خپلوانو یې د اوبو د نشتون او شدیدو وچکالیو له امله خپلې سیمې پرېښي او ښار ته کډه شوي دي:
سږکال زموږ ډېرو ولسوالیو او ان د اروزګان مرکز خلک هم له وچکالیو سره مخ دي ځکه د اوبو کچه ډېره ټیټه ده، ډېری خلک کډه شوي نورو سیمو یا ولایتونه تللي لکه کندهار یا نورو ولایتونه چې مقصد یوه سرپناه پیدا کړي، دلته ان داسې سیمې شته تر ۱۵۰ مټرو هم د اوبو کچه ټیټه ده خلک اوبه نه شي موندلی، خصوصا د چنارتو ولسوالۍ خلک ډېر بې وزله دي، ځمکې یې ټولې وچې شوې، زموږ ژوند ډېر په تکلیف دی.
د زابل ولایت د سورې ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او کروندې یې د همدې وچکالیو له امله زیانمنې شوي وایي اوس ورته ان د څښاک اوبه هم دوی په اسانه نه شي تر لاسه کولای.
ده هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي ته د خپلو ستونزو په اړه وویل:
“زه دلته کرنیزې ځمکې لرم، خو له بده مرغه د اوبو کچه مو ډېر ښکته روانه ده، کاریزونه ټول وچ شوي، ډېرو خلکو کډې کړي، دلته ان د څښولو اوبه شته، ډېرې کورنۍ اوس د قلات ښار ته تللي او استوګن دي.”
د شدیدې وچکالۍ او اوبو د کچې د ټیټدو له امله د افغانستان د سویلي ولایتونو د اوسېدونکو دا شکایتونه داسې مهال دي چې مخکې د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مخکې ویلي وو چې اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دغه وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر د تېر کال د حوت په ۶مه په کابل کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته په خبرو کې په دغه هیواد کې د اوبو د کمښت لاملونه اقليمي بدلون، دوام داره وچکالۍ، لسیزې جګړې او د نفوسو زیات والی یاد کړ.
د اوبو د برخې کارپوهان له دې ډلې نجیب الله سدید په دې وضعیت کې د خلکو او هم د طالبانو د حکومت له خوا په موثر ډول د اوبو مدیریت ډیر اړین بولي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
باید کندې وکنیدل شي، جهیلونه جوړ شي، دا چک ډمونه او ډنډونه د کلیو په کچه ډېر ګټور تمامېدای شي، خو د حکومت له خوا باید غټ، کوچني او متوسط بندونه باید جوړ شي، د اوبو د فصل پر مهال اوبه ذخیره شي، دویم د اوبو کارولو څرنګوالی دی، د اوبو لګولو پر مهال خلک ان تر ۷۰ سلنه اوبه ضایع کوي، نو باید د اوبو کارونې موثریت او طریقې ته پام وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام «یو ان-هبیتات» هم مخکې افغانستان کې د اوبو ناورین ته د رسېدنې لپاره په پراخې پانګونې، د نړیوالو سازمانونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا او دغه شان د اوبو د مصرف او مدیریت په برخه کې د عامه پوهاوي په لوړولو ټینګار کړی و.
دغه سازمان د روان کال په حمل میاشت کې ویلي و، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او دغه هېواد د اوبو د زیربناوو په برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
تېره چنګاښ میاشت کې یې بیا خبرداری ورکړ چې په پلازمینه کابل کې هم د اوبو کچه د پام وړ کمه شوې او شاوخوا شپږ میلیونه خلک د اوبو د کمښت له خطر سره مخ دي.