د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

افغان ایوک: څه باندې ۱۴ زره افغانان امریکا کې له خطر سره مخامخ دي


ارشیف
ارشیف

په امریکا کې یو فدرالي قاضي د "موقت خوندیتوب حالت" د پای ته رسېدو د مخنیوي امر لغوه کړ او په دې سره دا ملاتړ په رسمي ډول پای ته ورسېد.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه لامل شوې چې شاوخوا ۱۴٬۶۰۰ افغانان له قانوني ملاتړه بې‌برخې شي او له دې کبله په بېړني ډول د شړلو له خطر سره مخ شي.

د “افغان ایوک” د سازمان مشر شان ون دایور هم وايي، هغه افغانان چې په امریکا کې اضافي قانوني ملاتړ نه لري، د دې امر د لغو کېدو له امله جدي خطر سره مخامخ دي.

"موږ ډېر خپه یو، ځکه زموږ ژوند په افغانستان کې په خطر کې و، موږ دلته راغلو."

په امریکا کې میشت دغه افغان د (TPS) په نوم د موقت خوندیتوب سند لري، دې د "موقت خوندیتوب حالت" د پای ته رسېدو له پرېکړې سخت خپه دی او وايي بې برخلیکه راتلونکې سره مخ دی.

اقتصادي حالت مو خراب دی، دلته هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو. دا ښه پرېکړه نه ده، نه پوهېږو چې چیرې ولاړ شو او څه وکړو
امریکا کې میشت یو افغان

نوموړي، چې د موضوع د حساسیت له امله ېې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې شاوخوا یو کال وړاندې په پرول ویزې امریکا ته راغلی دی" افغانستان په هماغه حالت کې دی، کوم بدلون پکې نه دی راغلی چې موږ بېرته ولاړ شو. موږ بل ځای هم نه لرو، اقتصادي حالت مو خراب دی، دلته هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو. دا ښه پرېکړه نه ده، نه پوهېږو چې چیرې ولاړ شو او څه وکړو."

په امریکا کې یو فدرالي قاضي د "موقت خوندیتوب حالت" د پای ته رسېدو د مخنیوي امر لغوه کړ او په دې سره دا ملاتړ په رسمي ډول پای ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د تازه راپور له مخې، دا پرېکړه د دې لامل شوې چې له ۱۴٬۶۰۰ افغانانو او له ۷٬۹۰۰ کامرونیانو د دغه قانوني ملاتړ مهلت پای ته ورسېد. هغه مسله چې دوی په بېړني ډول د شړلو له خطر سره مخامخ کوي.

دوی ته ورکړل شوی د "موقت خوندیتوب حالت" د جولای پر ۱۴ پای ته رسېدلی و، خو د کډوالو د حقونو د یوې ملاتړې ادارې شکایت، استیناف محکمه دې ته اړه کړه چې د عملي کېدو موده یې تر یوې اونۍ د جولای تر ۲۱ پورې وغځوي.

«افغان ایوک» سازمان هم د دغه پرېکړې په غبرګون کې وايي، هغه افغانان چې اضافي قانوني خوندیتوب نه لري، د شړلو له خطر سره مخامخ کېږي.

هر څوک چې اضافي خوندیتوب ونه لري، په خطر کې دی
د افغان ایوک مشر

د دغه سازمان مشر شان ون دایور د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲۲مه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل"هر څوک چې اضافي خوندیتوب ونه لري، په خطر کې دی. که د کډوالو او ګمرکاتو ادارې (ICE) لخوا ونیول شي، ممکن ډېر ژر وایستل شي. اوس ولسمشر دا واک لري چې کډوال هر هغه هېواد ته واستوي چې هغوی یې ومني، دا ضروري نه ده چې اصلي هېواد ته یې واستوي، چې دا ډېر وحشتناک دی. دا کار د بې‌تابعیتی یو نړیوال ناورین رامنځته کوي. موږ واقعاً خواشیني یو."

د امریکا حکومت استدلال کوي چې د افغانستان او کامرون حالت دومره خراب نه دی چې اتباع یې د موقت خوندیتوب مستحق وبلل شي.

د "موقت خوندیتوب حالت" پروګرام هغه بهرنیانو ته دی چې له جګړو، طبیعي پېښو یا غیر عادي شرایطو له امله نه‌شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ډېر افغانان چې دا سند لري، هغه کسان دي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د امریکايي ځواکونو لخوا امریکا ته انتقال شوي دي. مخکې یو شمېردوی ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل وضعیت او نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو تازه له ګاونډیو هیوادونو له خوا د افغان کډوالو د شړلو موضوع ته په اشارې سره خبرداری ورکړی، چې لا هم په افغانستان کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت بې‌ثباته دی او له ایران، پاکستان ، ترکیې او نورو هیوادونو دوی ته د داوطلبانه او پایښتي بېرته‌ ستنیدو زمینه نه ده برابره.

XS
SM
MD
LG