د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

د طالبانو دوه قونسلي ماموران برلین ته رسیدلي


برلین کې د افغانستان سفارت، ۲۰۲۴ کال سپټمبر
برلین کې د افغانستان سفارت، ۲۰۲۴ کال سپټمبر

افغانستان ته په یوه الوتکه کې د لسګونه کډوالو له لیږلو وروسته جرمني چارواکو ویلي، د ناقانونه کډوالو د بیرته لیږلو په پروسه کې د همکارۍ په موخه د طالبانو ډيپلوماتان مني. طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې تایید کړه چې د قونسلي چارو دغه ماموران جرمني ته رسیدلي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته جرمني لومړنی اروپایي هېواد شو چې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي یې ومنل.

په اروپا کې یوې ډپيلوماتیکې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه ښوده نن سه شنبه ( د چنګاښ ۳۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه کارکوونکي برلین ته رسیدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو یو قونسلي کارکونکی به په برلین او بل هغه به یې په بٌن کې دنده پيلوي.

د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس هم ویلي چې د قونسلي چارو دغه دوه کارکوونکي چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، جرمني ته رسیدلي دي.

جرمني دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ.

د جرمني حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي.

جرمني د تیرې جمعې په ورځ ۸۱ افغانان په یوه الوتکه کې کابل ته اخراج کړل او په خبره یې دا هغه کسان وو چې جرمي دوسیې یې درلودې.

برلین ټینګار کړی چې د طالبانو د قونسلي مامورانو د منلو پریکړه، د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د "فرانکفورټر الګماینه سایتونګ" ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.

XS
SM
MD
LG