د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۲

په م. م کې د افغانستان په اړه بحث: د امریکا استازی وايي له طالبانو سره بې نتیجې خبرې روانې دي


د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ پرون (دوشنبې) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د شورا لپاره د امریکا مرستیال استازي، جاناتان شریر وویل چې امریکا د افغانستان په اړه د وړاندیز شوي پرېکړه‌لیک مخالفت کړی او د رد رایه یې ورکړې ده.

هغه په خپله وینا کې د نړیوالې ټولنې پر اوسني چلند نیوکه وکړه او ویې ویل:

«څلور کاله وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، لا هم هماغه بې‌پایلې خبرې له هماغو طالب چارواکو سره دوام لري، پرته له دې چې له هغوی کومه واضح غوښتنه وشي.

شریر وویل، که څه هم امریکا د جرمني له هڅو مننه کوي چې دا پرېکړه‌لیک یې جوړ کړی، خو دا سند هماغه پخوانۍ ناکامې تګلارې تکراروي چې د طالبانو په چلند کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د امریکا استازی: داسي نه شي کېدای چې هم له طالبانو سره تعامل وشي او هم‌ په ورته وخت کې دا تمه وشي چې هغوی به نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

هغه زیاته کړه:

«داسي نه شي کېدای چې هم له طالبانو سره تعامل وشي او هم‌ په ورته وخت کې دا تمه وشي چې هغوی به نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي. دا دوه شیان له یو بل سره ټکر لري.»

د امریکا استازي وویل چې واشنګټن د طالبانو پر ریښتینې نیت شک لري او باور لري چې طالبان یوازې هغه مهال خبرو ته چمتو کېږي چې خبرې ورته په خپله ګټه ښکاره شی.

هغه زیاته کړه:

«طالبانو تر اوسه هېڅ نښه نه ده ښودلې چې دوی دې ریښتینی تمایل ولري چې امتیاز ورکړي یا د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.»

شریر خبرداری ورکړ چې بې قید و شرطه تعامل به نه‌یوازې طالبان زړور کړي، بلکې د دوی واک به لا پیاوړی کړي، بې‌له دې چې د افغانانو ژوند ته ګټه ورسوي.

هغه همداراز د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر اوسني بهیر انتقاد وکړ او ویې ویل:

«اوسنی چلند دوام نه کوي، مطلوبه پایله نه ده ورکړې، نو یوې اساسي بیاکتنې ته اړتیا لري.»

شریر د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د قطر (دوحه) سیاسي بهیر هم تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل چې دې بهیر هیڅ عملي پایله نه ده لرلې، او طالبان یوازې پر خپلو شرایطو ټینګار کوي.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا یو اساسي هدف دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو پر پټنځای بدل نه شي.

شریر له طالبانو وغوښتل چې د برمته کولو دیپلوماسۍ ژر پای ته ورسوي او ټول امریکایي اتباع خوشې کړي.

طالبانو لا هم افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي خوشي کړی نه دی او حتي وايي چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د چین استازي د افغانستان پر وړاندې د ټولو بندیزونو د سمدستي لېرې کولو او د دې هېواد د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ورکړې غوښتنه وکړه

په ملګروملتو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګینګ شوانګ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ځانګړې غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ټولو بندیزونو د سمدستي لېرې کولو او د دې هېواد د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ورکړې غوښتنه وکړه.

هغه په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې دغسې محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه‌والي لپاره جدي خنډ دی.

شوانګ د دې غونډې د پرېکړې هرکلی وکړ چې د افغانستان وضعیت له سره ارزوي، او ویې ویل:

«اوس افغانستان د سولې‌یزې بیارغونې په یوه حساس پړاو کې دی. که څه هم د هېواد عمومي وضعیت باثباته دی او د بهرني سیاست لمن پراخېږي، خو لا هم له جدي ننګونو سره مخامخ دی — لکه بشري بحران، بشري حقونه، تروریزم، او د ښځو حقونه.»

هغه ټینګار وکړ چې نړيواله ټولنه باید د افغانستان وضعیت ته له یوه جامع او بې‌طرفه لید څخه وګوري او هڅه وکړي چې افغانستان بېرته نړیوال اقتصاد ته وروګرځوي او د افغانانو د ژوند ثبات ته زمینه برابره کړي.

د سره مشایت او سره صلیب استازی: فغانستان نن په یوه مهمه څلور لاره کې دی. بشري بحران نه‌ یوازې ختم شوی نه‌دی، بلکې ژور شوی دی

په همدې ځانګړې غونډه کې، د سره صلیب او سره میاشت ټولنو د نړیوال فدراسیون استازي هم خبرداری ورکړ چې افغانستان د یو پراخ بشري بحران پر درشل کې دی او ویې ویل چې سیاسي پیچلتیاوې باید د خلکو اړتیاو ته د سمدستي رسیدنې مخه و نه‌نیسي.

هغه وویل:

«افغانستان نن په یوه مهمه څلور لاره کې دی. بشري بحران نه‌ یوازې ختم شوی نه‌دی، بلکې ژور شوی دی.»

د هغه په وینا، میلیونونه افغانان د اقتصاد له نسکورېدو، طبیعي آفتونو، د ژوند د اساسي خدماتو له نشتوالي او له عایداتو بې‌برخې شوي دي، او د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه تر یو میلیون ډېر کسان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي.

استازي ټینګار وکړ چې د کلونو جګړو پر افغانانو، په تېره بیا پر ماشومانو او ځوانانو، ژور رواني اغېز پرې ایښی دی او د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ نشتوالي، مرستې هم بې‌نظمې کړې دي.

XS
SM
MD
LG