د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

تر سنا وروسته امریکا د استازو جرګې هم د ټرمپ د بودیجې طرحه تصویب کړه


د امریکا د استازو جرګې مشز مایک جانسن، چې د لويیزیانا ایالت جمهوریپال استازی دی، د جولای په ۳مه په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ کې وروسته له هغې چې استازو جرګې د "د سترې او ښکلي بودیجې" لایحه تصویب کړه. خبرې کوي.
د امریکا د استازو جرګې مشز مایک جانسن، چې د لويیزیانا ایالت جمهوریپال استازی دی، د جولای په ۳مه په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ کې وروسته له هغې چې استازو جرګې د "د سترې او ښکلي بودیجې" لایحه تصویب کړه. خبرې کوي.

د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندې شوې د لګښتونو او مالیاتو د کمښت بودیجه چې «ستره او ښکلې » بودیجه بلل شوې، د پنجشنبې ماښام (د سرطان ۱۲مه) تصویب کړه.

له استازو جرګې مخکې دا بودجه د امریکا سنا مجلس هم تصویب کړې وه او اوس یې وروستی ګام دا دی چې ولسمشر ټرمپ یې لاسلیک کړي.

د کانګرس له راپورونو سره سم، د امریکا د استازو جرګې ۲۱۸ جمهوري غوښتونکو دغې لایحې ته د منلو رایه ورکړه، خو دوه جمهوري غوښتونکو بیا مخالفه رایه وکاروله. په ورته وخت کې ټولو ۲۱۲ ډموکراټ استازو دې لایحې ته منفي رایه ورکړه.

ولسمشر ټرمپ له خپلو ګوندي استازو غوښتي وو چې دغه بودجه باید د جولای تر څلورمې (د امریکا د خپلواکۍ ورځ) تصویب کړي. ټرمپ مخکې د دې لایحې د ځنډېدو له کبله پر جمهوري غوښتونکيو انتقاد کړي وو او خبرداری یې ورکړی و، که دا لایحه ونه منل شي د ده پلویان به نور جمهوري غوښتونکو ته رایه ور نه کړي.

بې‌طرفه شنونکي وایي چې دغه پلان به په راتلونکو لسو کلونو کې د امریکا د په څه باندې ۳۶ ټریلیونه ډالرو پورونو نژدې درې عشاریه څلور ټریلیونه ډالر نور زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ وایي، دغه بودیجه به اقتصادي وده راوپاروي او د هغه د پلویانو ترمنځ خورا محبوبه ده.

په دې لایحه کې د پور د حد لوړولو لپاره ۵ ټریلیونه ډالره هم اضافه شوي چې کانګرس باید ژر پرېکړه وکړي، که نه نو امریکا ښایي د خپلو پورونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

XS
SM
MD
LG