د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

نړۍ

په بالي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې۶۱کسان نادرکه دي

د اندنیزویا په بالي ښار مې د یوې مسافروړنکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله۶۱کسان نادرکه دي.

دغه کښتۍ له جاوه بالي ته په لار وه.

په کښتۍ کې ۶۵کسان سپاره وو، چې څلور تنه يې ژغوړل شوي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دا کښتۍ ولې ډوبه شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سعودي دفاع وزیر له ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره د ایران په اړه خبرې کړي

فاکس نیوز چاینل وايي چې د سعودي عربستان دفاع وزیر، د پنجشنبې په ورځ، په پټه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او د ایران په اړه یې خبرې کړې دي.

دې شبکې د باوري سرچینو له قوله لیکلي چې خالد بن سلمان د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو مېز ته د تهران د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې کړې دي.

فاکس نیوز ویلي، د سعودي دفاع وزیر همداراز د غزې جګړې د پای ته رسولو او له حماس ډلې سره د نیول شویو ټولو اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره د هڅو په اړه هم بحث کړی دی.

د "اکسیوس" ویب‌پاڼې خبریال، باراک راوید، هم په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د سعودي دفاع وزیر له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدو وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز سره ټلیفوني تماس نیولی دی.

خالد بن سلمان، چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان کشر ورور دی، د روان کال په اپرېل کې ایران ته سفر کړی و او د علي خامنه يي په ګډون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره، لیدلي وو.

ټرمپ: ایران غواړي خبرې وکړي؛ که اړتیا شوه زه یې استازو سره ګورم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او که اړتیا وي، دی چمتو دی د دغه هېواد له استازو سره وویني.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳مه) ایووا ایالت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «ایران غواړي خبرې وکړي، زما په اند هغوی لیوال دي له ما سره خبرې وکړي او اوس د دې وخت راغلی چې دا کار وشي.» هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو هغوی ته زیان ورسوو.»

ولسمشر ټرمپ همدا راز تایید کړه چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازی سټیو وېټکاف همدا اوس له ایران سره په خبرو بوخت دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي ان‌بي‌سي نیوز ته ویلي چې د اسرائیلو او امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو سره سره به ایران د یورانیمو غني‌کول روان ساتي. هغه ویلي چې یوازې هدف یې د اټومي وسلو تولید نه دی او ایران تیار دی چې د غني‌کولو پر کچې او ظرفیتونو خبرې وکړي.

خو ټرمپ او د امریکا نورو چارواکو څو ځل ویلي چې ایران باید خپل ۶۰ سلنه یورانیمو غني‌کول ودروي، ځکه دا د دوی لپاره «سره کرښه» ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د افغان کډوالو پر مستقیم ډیپورټ خبرې غواړي

GERMANY-POLITICS/MIGRATION
GERMANY-POLITICS/MIGRATION

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینت، ویلي چې غواړي له طالبانو سره یوه داسې مستقیمه موافقه وکړي چې پر بنسټ یې افغان کډوال له جرمني افغانستان ته بېرته واستول شي.

ډوبرینت د «فوکس» مجلې سره مرکه کې ویلي: «زما نظر دا دی چې موږ له افغانستان سره مستقیمې هوکړې وکړو څو د افغانانو د بېرته لېږلو زمینه برابره شي.»

هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې د درېیمو هېوادونو له لارې له طالبانو سره خبرې کولې، خو وایي: «دا دایمي حل نه‌شي پاتې کېدای.»

جرمني تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو په وروستیو کې یې یو شمېر هغه افغانان چې په جرمني کې یې جرمونه کړي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي.

افغانان د سوریانو وروسته په جرمني کې د پناه غوښتونکو دویمه ستره ډله ده، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر تر ۳۴ زره زیات و.

طالبان یو وار بیا رد کړه چې ګوندې محمود شاه حبیبي ورسره بندي دی

د طالبانو حکومت د افغان ټبري امریکايي محمود شاه حبیبي د نادرکه کېدو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو  د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې چې  وايي نوموړی د طالبانو استخباراتو  نیولی دی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) په یوې اعلامیه کې وویل، چې د دوی اړوندو ادارو د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس هر اړخیزه پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه یې نه ده موندلې چې ثابته کړي حبیبي دې د طالبانو د استخباراتو یا بلې ادارې له لوري نیول شوی وي.

ښاغلي مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا هم رد کړه چې ګواکې طالبانو نوموړی په پټه نیولی او ساتلی دی او ویلي یې دي دوی د یو نظام په توګه د مجرمانو پټ ساتلو ته اړتیا نه لري.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام په خپله رسمي پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې د طالبانو استخباراتو محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې نیولی دی.

په اعلامیه کې دې پروګرام د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بیرته راستنیدو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

اعلامیې زیاته کړې، چې حبیبي د اسیا مشورتي ګروپ له یو شمېر نورو کارکوونکو سره یوځای د طالبانو استخباراتو نیولی، خو له ښاغلي حبیبي او یو بل کس پرته، نور ټول خوشې شوي دي.

محمود شاه حبیبي د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې پخوانی رییس وو او د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته یې په کابل کې یو خصوصي شرکت چلاوه.

د امریکا مشهور رپ سندرغاړي د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ

د امریکا مشهور رپ سندرغاړی شان دیدي کامبز د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ.

خو نوموړی د فحشا اړوند تورونو کې مجرم پیژندلی شوی دی.

د نوموړي مدافع وکیل دا پرېکړه "قانوني بریا" بللې، خو څارنوالانو ویلي چې کامبز لا هم ممکن د فحشا په تور تر ۱۰ کلونو بند سره مخ شي.

د محکمې قاضي د ده د مشروطې خوشې کېدو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کامبز ممکن ټولنې ته خطر پېښ کړي.

په محکمه کې یو شمېر ښځو چې پخوا یې د نوموړي سره اړیکې لرلې شاهدۍ ورکړې او ادعا یې کړې چې له بدرفتارۍ سره مخ شوې دي.

دا ادعاوې د محکمې له خوا په بشپړ ډول تایید شوي نه ‌دي خو د قضیې څېړنه لا روانه ده.

د دغې قضیې له امله د کامبز شهرت، هنري فعالیتونه او سوداګریز فرصتونه له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

د جرمني د زاکسن ایالت په پوځي سیمه اور لګیدلی دی

د جرمني د زاکسن ایالت کې په یوې پوځي سیمه کې د اورلګیدو له کبله څه باندې ۶۰۰ هکتاره ځمکه سوځیدلی ده.

د راپورونو له مخې دغه اور براندنبورګ ایالت ته رسیدلی دی.

د اوروژنې ادارې ۲۰۰ مامورین هڅه کوي دغه لګیدلی اور مهار کړي.

د اور له کبله په سیمه کې د معلولینو د ساتنې یو مرکز خالي شوی او د ګازو یو ساتنځای د اور د پراخیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

بل پلو په براندنبورګ کې د اوروژنې ادارې دوه کارکوونکي شدید ټپیان شوي دي.

دغه اور له سه شنبې راهیسې پیل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت؛ د ایران اټومي پروګرام دوو کلونو کې بیرته یورانیم غني کولی نشي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی.

شان پارنل پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې خبریالانو ته وویل، " زموږ معلومات ښيي چې د امریکا د بریدونو له کبله د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی".

له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ایران د دریو اټومي تاسیسات د ویجاړیدو خبره کړې وه.

بل پلو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، ایران کولی شي په څو راتلونکو میاشتو کې بیرته د یورانیم د غني کولو پروسه پیل کړي.

د ګروسي دغو څرګندونو د امریکا د بریدونو له کبله د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه انديښنې راپورته کړې دي.

له دې وړاندې یو شمیر امریکايي رسنیو له هغې ډلې فاکس نیوز راپور ورکړی و چې د امریکا کانګرس هغه طرحه وړاندې کړې چې ولسمشر ټرمپ ته صلاحیت او اجازه ورکوي څو اسراییلو ته بي۲بمونه ورکړي.

د دغې طرحې له مخې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي، اسراییلو ته دغه بمونه په هغې صورت کې ورکول کیږي چې ثابته شي ایران د اټومي وسلو د جوړولو او د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.

دا طرحه لا تصویب شوي نه ده، خو د اسراییلو او امریکا ترمنځ پوځي همکاري دوام لري.

بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د ایران نه همکاري د منلو نه ده.

د دې وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په یوه خبري کنفراس کې وویل، "تهران باید له ځنډ پرته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري له سره پیل کړي".

فرانسه کې د ګرمي له کبله دوه کسان مړه شوي دي

په فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله دوه تنه مړه شوي دي.

فرانس پریس نن چهارشنبې د فرانسوي چارواکو په حواله ویلي، "۳۰۰ تنه نور د ګرمۍ اړونده ناروغیو په سبب تر درملنې لاندې دي".

دا دویم کال دی چې د جولای میاشت په فرانسه کې تر ټولو ګرمه میاشت وي.

له دې مخکې په ایټالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله دوه کسان مړه شوي وو.

فرانسه، هسپانیا، پرتګال او ایټالیا هغه هېوادونه یاد شوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کې هوا سخته ګرمه وي.

استانبول کې په پراخو مظاهرو کې۲۴کسان نیول شوي دي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د پرون شپې په پراخو مظاهرو کې ۲۴کسان نیولي دی.

دا مظاهرې د استانبول د پخواني ښاروال اکرام امام اوغلو د نیولو او له دندې د لیرې کیدو د سلمې ورځې په مناسبت ترسره شوې وې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، "مظاهره کوونکو ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی دی".

په زرهاوو کسان پرون شپه د استانبول د ښاروالی ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، او د "د فاشیسم پر وړاندې اوږه په اوږه" او "ولسمشر امام اوغلو" شعارونه يې ورکول.

امام اوغلو چې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند له مشهورو څیرو دی، د ترکیې په راتلونکو ټاکنو کې چې تمه ده په ۲۰۲۸کال کې ترسره شي د ولسمشر اردوغان سرسخت سیال و.

هغه د مارچ په ۲۳مه له دندې ګوښه او له خپلو یو شمیر همکارانو سره ونیول شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG