پلازمینه کابل چې ورځ بلې ته د پراختیا په حال کې ده او له دودیزې پخوانۍ بڼې یې کورونو په چټکۍ په لوړپوړو او عصري ودانیو بدلېدونکي دي، اوسېدونکي یې انتقاد کوي چې اړین ودانیز مسایل په پام کې نه نیول.
دوی دا هم وايي چې دا ودانۍ په کابل کې د نفوسو د زیاتوالي لامل هم شوي چې په بیلابیلو برخو کې یې د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.
ستونزه دا ده چې دا اپارتمانونه او کورونه چې جوړېږي، نه د موټرو لپاره سم پارکینګ لري، نه شنه ساحه لري، نه د ماشومانو لپاره د لوبو یو سم ځای لريد کابل اوسیدنکې
د کابل ښار د څلورمې کارتې یوې اوسېدونکې د نوم نه ښودو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل، " په کابل کې اپارتمانونه ډیر جوړ شوي دي، د کابل ښکلا ډیره ښه شوې ده، خو یوازنۍ ستونزه دا ده چې دا اپارتمانونه او کورونه چې جوړېږي، نه د موټرو لپاره سم پارکینګ لري، نه شنه ساحه لري، نه د ماشومانو لپاره د لوبو یو سم ځای لري. نو کله چې یو بلاک جوړېږي که دغه موضوعات په پام کې ونیول شي."
د کابل ښار د احمد شام بابا مینې اوسېدونکی مسعود بیا بله ستونزه یادوي:
" په دې شرایطو کې چې مونږ ورسره مخ یو، هغه د اوبو کمښت دی، په کابل ښار کې، اپارتمانونه، ودانۍ او کورونه جوړېږي، نو هر یو له یلو نه تر دوه سوو مترو پورې بور وهي، چې دا د اوبو د کمښت لامل کېږي، زمونږ له دولت نه هیله ده چې دې برخې ته پوره توجه وکړي."
د ودانیزو چارو یو شمیر کارپوهان له دې ډلې انجنیر راحت ګل زیارمل د کابل ښاریانو دا اندېښنې پر ځای ګڼي وايي، اوسنی ودانیزې چارې چې کابل ښار کې ترسره کېږي د ده په خبره ټولې د ماستر پلان خلاف دي، ځکه زیاتوي چې اړین ودانیز مسائل په کې په پام کې نه نیول کېږي.
نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،" د اوسني بلند منزلونه چې په یوه نمره ځای کې تقریباً لس، دولس تر پنځلسو پورې اپارتمانونه جوړېږي، دا بیخي د ماسټر پلان خلاف یو عمل دی، ځکه ښاري ګڼه ګوڼه زیاتوي، پارکینګونه په پام کې نه نیول کېږي، شنه ساحه په پام کې نه نیول کېږي، د هوا دارۍ سیستم نه لري مخه یې بنده وي، دغه شان د ابرسانۍ سیستم تر تول زیات مهم دی او د فاضله موادو د ردېدو سیستم، یو ځای د اوو کسانو لپاره پلان شوی وي او ته په کې اویا کسان یا سل کسان ځایوې؟ "
خو د طالبانو د حکومت تر کنترو لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي په هغه ویډیو کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلې ویلي چې دوی د یو څرګند طرزالعمل پر بنسټ د کابل اوسېدونکو ته د ودانیو د جوړولو اجازه ورکوي.
یو څرګند طرزالعمل موجود دی او د ښاروالې ټول اجرات د طرزالعمل پر بنسټ دي، د استملاک، زیربناوو او سرسبزۍ ریاستونه د ځانګړو پلاونو تر بشپړولو ورسته چې ترسره کوي یې ښاریانو ته د ودانیو د جوړولو اجازه ورکويد کابل ښاروالی ویاند
" یو څرګند طرزالعمل موجود دی او د ښاروالې ټول اجرات د طرزالعمل پر بنسټ دي، د استملاک، زیربناوو او سرسبزۍ ریاستونه د ځانګړو پلاونو تر بشپړولو ورسته چې ترسره کوي یې، ښاریانو ته د ودانیو د جوړولو اجازه ورکوي، د طرزالعمل له مخې د یوې ځمکې دیرش سلنه چې یو کس په کې ودانۍ جوړوي باید شنه ساحه وي او دغه شان خدماتي ساحه لکه موټروته پارکینګ په پام کې نیول، چې په راتلونګي کې، په کابل کې د پارکینګ او شنې سیمې ستونزو نه وي موجوده."
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د ازادي راډیو اړیکه ځواب نه کړه، خو دغه وزارت تیر کال کابل کې د اوبو د ستونزې د هواري په اړه ویلي وو ، چې ورته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد د یوه کانال سروې بشپړه شوې او د دغې پروژې لګښت شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالره اخلي.
د یادونې ده چې همدې تیرې جون میاشت کې د مرسي کورپس په نوم یوې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و چې ۲۰۳۰ کال پورې به کابل داسې یو ښار شي چې بشپړه وچکالي به په کې وي.
مرسي کورپس ویلي، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ټیټه شوي چې لاملونه یې چټکه ښاري پراختیا او د اقلیم بدلون دی.
دې نړیوالې موسسې دا هم ویلي وو چې کابل کې اوسنۍ تر ځمکې لاندې اتیا فیصده اوبه د فاضلابو یا ککړو اوبو د لوړې کچې کیمیاوي عناصر لري او خوندي نه دي.
مرسي کورپس د پلازمینې کابل اوسنی نفوس ۷ ملیونه ښودلی، داسې مهال چې د معلوماتو پر بنسټ د کابل ماستر پلان یوازې د شپږو تر اته لکو کسانو لپاره جوړ شوی دی.
کابل ښاریان وايي سره له دې چې پلازمینه کې نفوس زیات شوی دی خو خدمتونو نه دي ښه شوي نو ځکه دې ستونزې ته په پام دوی د پلازمینې او ځانونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
مخکې دوی د برېښنا د کمښت او پرچاویو د زیاتېدو، د سړکونو د تنګ والي، د عامه ترانسپورت د کمښت او شخصي موټرو د زیاتېدو او له دې امله د ګڼه ګونې او ګڼو نورو ستونزو له امله هم شکایتونه کړي دي.