د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۸

نړۍ

استانبول کې په پراخو مظاهرو کې۲۴کسان نیول شوي دي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د پرون شپې په پراخو مظاهرو کې ۲۴کسان نیولي دی.

دا مظاهرې د استانبول د پخواني ښاروال اکرام امام اوغلو د نیولو او له دندې د لیرې کیدو د سلمې ورځې په مناسبت ترسره شوې وې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، "مظاهره کوونکو ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی دی".

په زرهاوو کسان پرون شپه د استانبول د ښاروالی ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، او د "د فاشیسم پر وړاندې اوږه په اوږه" او "ولسمشر امام اوغلو" شعارونه يې ورکول.

امام اوغلو چې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند له مشهورو څیرو دی، د ترکیې په راتلونکو ټاکنو کې چې تمه ده په ۲۰۲۸کال کې ترسره شي د ولسمشر اردوغان سرسخت سیال و.

هغه د مارچ په ۲۳مه له دندې ګوښه او له خپلو یو شمیر همکارانو سره ونیول شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا مشهور رپ سندرغاړي د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ

د امریکا مشهور رپ سندرغاړی شان دیدي کامبز د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ.

خو نوموړی د فحشا اړوند تورونو کې مجرم پیژندلی شوی دی.

د نوموړي مدافع وکیل دا پرېکړه "قانوني بریا" بللې، خو څارنوالانو ویلي چې کامبز لا هم ممکن د فحشا په تور تر ۱۰ کلونو بند سره مخ شي.

د محکمې قاضي د ده د مشروطې خوشې کېدو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کامبز ممکن ټولنې ته خطر پېښ کړي.

په محکمه کې یو شمېر ښځو چې پخوا یې د نوموړي سره اړیکې لرلې شاهدۍ ورکړې او ادعا یې کړې چې له بدرفتارۍ سره مخ شوې دي.

دا ادعاوې د محکمې له خوا په بشپړ ډول تایید شوي نه ‌دي خو د قضیې څېړنه لا روانه ده.

د دغې قضیې له امله د کامبز شهرت، هنري فعالیتونه او سوداګریز فرصتونه له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

په بالي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې۶۱کسان نادرکه دي

د اندنیزویا په بالي ښار مې د یوې مسافروړنکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله۶۱کسان نادرکه دي.

دغه کښتۍ له جاوه بالي ته په لار وه.

په کښتۍ کې ۶۵کسان سپاره وو، چې څلور تنه يې ژغوړل شوي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دا کښتۍ ولې ډوبه شوې ده.

د جرمني د زاکسن ایالت په پوځي سیمه اور لګیدلی دی

د جرمني د زاکسن ایالت کې په یوې پوځي سیمه کې د اورلګیدو له کبله څه باندې ۶۰۰ هکتاره ځمکه سوځیدلی ده.

د راپورونو له مخې دغه اور براندنبورګ ایالت ته رسیدلی دی.

د اوروژنې ادارې ۲۰۰ مامورین هڅه کوي دغه لګیدلی اور مهار کړي.

د اور له کبله په سیمه کې د معلولینو د ساتنې یو مرکز خالي شوی او د ګازو یو ساتنځای د اور د پراخیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

بل پلو په براندنبورګ کې د اوروژنې ادارې دوه کارکوونکي شدید ټپیان شوي دي.

دغه اور له سه شنبې راهیسې پیل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت؛ د ایران اټومي پروګرام دوو کلونو کې بیرته یورانیم غني کولی نشي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی.

شان پارنل پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې خبریالانو ته وویل، " زموږ معلومات ښيي چې د امریکا د بریدونو له کبله د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی".

له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ایران د دریو اټومي تاسیسات د ویجاړیدو خبره کړې وه.

بل پلو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، ایران کولی شي په څو راتلونکو میاشتو کې بیرته د یورانیم د غني کولو پروسه پیل کړي.

د ګروسي دغو څرګندونو د امریکا د بریدونو له کبله د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه انديښنې راپورته کړې دي.

له دې وړاندې یو شمیر امریکايي رسنیو له هغې ډلې فاکس نیوز راپور ورکړی و چې د امریکا کانګرس هغه طرحه وړاندې کړې چې ولسمشر ټرمپ ته صلاحیت او اجازه ورکوي څو اسراییلو ته بي۲بمونه ورکړي.

د دغې طرحې له مخې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي، اسراییلو ته دغه بمونه په هغې صورت کې ورکول کیږي چې ثابته شي ایران د اټومي وسلو د جوړولو او د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.

دا طرحه لا تصویب شوي نه ده، خو د اسراییلو او امریکا ترمنځ پوځي همکاري دوام لري.

بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د ایران نه همکاري د منلو نه ده.

د دې وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په یوه خبري کنفراس کې وویل، "تهران باید له ځنډ پرته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري له سره پیل کړي".

فرانسه کې د ګرمي له کبله دوه کسان مړه شوي دي

په فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله دوه تنه مړه شوي دي.

فرانس پریس نن چهارشنبې د فرانسوي چارواکو په حواله ویلي، "۳۰۰ تنه نور د ګرمۍ اړونده ناروغیو په سبب تر درملنې لاندې دي".

دا دویم کال دی چې د جولای میاشت په فرانسه کې تر ټولو ګرمه میاشت وي.

له دې مخکې په ایټالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله دوه کسان مړه شوي وو.

فرانسه، هسپانیا، پرتګال او ایټالیا هغه هېوادونه یاد شوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کې هوا سخته ګرمه وي.

د ترکیې واکمن ګوند وايي، د پي کې کې وسله وال به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري

د ترکیې په جنوب ختیځ د پي کې کې د بندیوان مشر عبدالله اوجالان پلویان
د ترکیې په جنوب ختیځ د پي کې کې د بندیوان مشر عبدالله اوجالان پلویان

د ترکیې د واکمن ګوند یو ویاند وايي چې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.

د AK ګوند ویاند عمر چیلیک پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال دې پوښتنې ته چې آیا د PKK د وسلو د سپارلو لپاره وخت ټاکل شوی که نه، په ځواب کې وویل چې دی نه غواړي دقیق وخت وښيي خو دوی اوس هغه پړاو ته رسېدلي دي چې یاد ګوند ښايي په څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري.

ویاند زیاته کړه چې راتلونکې څو ورځې به له تروریزم څخه د ترکیې د خلاصولو لپاره خورا مهمې ورځې وي.

د عراق په شمال کې د پي کې کې دوو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې ده چې تمه ده په راروانو ورځو کې د دې ګوند د وسله والو یوه کوچنۍ ډله د عراق په کرد مېشت ښار سلیمانیه کې خپلې وسلې وسپاري او د دې کار لپاره په سلیمانیه کې تیاري هم نیول شوې ده.

د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې له حکومت سره له څه باندې څلورو لسیزو جګړو وروسته په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او خپل تشکیلات منحل کړي.

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین او ایران په اړه خبرې کړي

د روسیې او فرانسې ولسمشران، ولادیمیر پوتین او ایمانویل مکرون
د روسیې او فرانسې ولسمشران، ولادیمیر پوتین او ایمانویل مکرون

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو ایمانویل مکرون او ولادیمیر پوتین پرون د اوکراین د جګړې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلفوني خبرې وکړې.

په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دې دوو هېوادونو ولسمشران خبرې سره کوي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې مکرون د دې خبرو پرمهال چې یو ساعت وخت یې ونیو په اوکراین کې د اوربند غوښتنه وکړه خو پوتین د دې جګړې پړه د لویدیځو هېوادونو غاړې ته واچوله.

د اوکراین جګړه درې کاله مخکې د روسیې له یرغل وروسته پیل شوه.

د دواړو هېوادونو مشرانو د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړې. په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ پر اوربند یوه اونۍ اوښتې، مکرون وړاندیز وکړ چې پاریس او مسکو په ګډه د دې جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ وايي، اسراییلو په غزه کې د اوربند له طرحې سره موافقه کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، اسراییل په غزه کې د دوه میاشتني اوربند له طرحې سره موافقه کړې ده. ټرمپ ایران پلوې فلسطینۍ حماس ډلې ته خبرداری ورکړ چې د وضعیت له لا خرابېدو مخکې دا طرح ومني.

ښاغلي ټرمپ پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل چې د ده استازو پرون له اسراییلي چارواکو سره د غزې په اړه اوږدې او ګټورې خبرې وکړې. ښاغلی ټرمپ زیاتوي چې اسراییلي لوري منلې ده چې د شپېته ورځني اوربند د منلو لپاره له شرایطو سره موافقه کړې ده. د هغه په ټکو قطر او مصر به د دې وړاندیز وروستۍ طرح چمتو کړي.

ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په پام کې ده د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د راروانې دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ مېلمه وي.

ټرمپ پر نتنیاهو او حماس دلې فشار زیات کړی دی څو د اوربند تړون او د برمته وو د خوشې کولو موافقې ته غاړه کېږدي.

د هند په تیلانګنا ایالت کې د چاودنې او اورپېښې د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شو

آرشیف
آرشیف

د هند په جنوب کې د کیمیاوي موادو په تاسیساتو کې د چاودنې له کبله د مړو کسانو شمېر لږترلږه ۳۵ ته لوړ شوی دی.

د تیلانګنا ایالت د سنګریدي سیمې د پولیسو مشر نن پرس ټرسټ آف انډیا ته وویل چې د ۳۱ کسانو مړي د چاودنې له کنډوالو لاندې راایستل شوي او درې ټپي کسانو په روغتون کې سا ورکړې ده.

د چارواکو په وینا په درې درې پوړیزه ودانۍ کې له یوې چاودنې وروسته دوهمه چاودنه هم وشوه چې په نتیجه کې یې په ودانۍ کې اور ولګید.

د تیلانګنا د روغتیا وزارت پرون د پېښې د مړو شمېر ۱۲ ښودلی و. په دې چاودنه کې چې حیدرآباد ښار ته نژدې وشوه لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG