د "رواداري" په نوم د بشري حقونو بنسټ وایي، طالبان د خلکو له شکنجې نه یوازې د اعتراف اخیستلو د وسیلې په توګه، بلکې د خپلو منتقدانو د ځپنې، د مخکیني حکومت له کارکونکو د خچ اخیستنې، د مدني حرکتونو د غلي کولو، ویرې خپرولو، سپکاوي او په ځینو مواردو کې د استخباراتو مامورین ورنه د تفریح او ځان بوختولو لپاره استفاده کوي.
د "شکنجه او بد چلند: د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو وضعیت" په نوم د دې بنسټ په تازه خپور شوي ۶۵ مخیز راپور کې چې د جون په ۲۴مه خپور شوی راغلي، چې د دوی د موندنو پر بنسټ طالبان خلک په خپلسري ډول نیسی او دا کسان د توقیف پر مهال مدافع وکیل ته هم لاسرسی نه لري.
د “روادارۍ” راپور چې ۳۴ کسانو سره دمرکو پر بنسټ چمتو شوی اووه ښځې هم پکې شاملې دي. دا کسان له ۱۶ ولایتونو څخه دي، او د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۴مې پورې، له څلورو ساعتونو نیولې تر درېو کلونو پورې یې د طالبانو په زندانونو کې بند تیر کړی دی دي.
راپور کې دا هم راغلي چې د نیولو، څېړنې او ان خوشې کولو بهیر په حقوقي او قضايي چوکاټ کې نه دی ترسره شوی او په ځینو مواردو کې واکمنو چارواکو نیول شوي کسان ان له خوشې کولو ورسته هم ځورولي دي.
راپور زیاتوي چې ډېری قربانیان د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان، منتقدین او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دي او له شکنجې وروسته ترې ژمنه اخیستل کېده چې نور به مدني فعالیت نه کوي.
رواداری دا کړنې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ډېری قربانیان لا هم د طالبانو له وېرې د خپلو دتجربو د افشا کولو جرات نه لري، ځکه د راپور په ټکو طالبان له زندان څخه د خوشې کولو پر مهال له زندانیانو ژمنلیکونه اخلي چې باید څه ونه وايي.
د بشري حقونو دې بنسټ په خپل راپور کې د ځينو کسانو کیسې د مستقیم نقل قول په توګه هم خپرې کړي او زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې د شکنجې بهیر، د خپلواکو څارونکو بنسټونو د نشتوالي او د قانوني میکانیزمونو د کمښت له امله، په بېلابېلو بڼو لکه فزیکي او رواني ځورونه، جنسي ځورونه، په انفرادي خونو کې ساتل، له خوړو، درملو، کورنۍ او وکیل سره له تماس نه محروم ساتل، ترسره کېږي، چې دې کړنو په یادو کسانو جدي فزیکي او رواني اغېز پریښې دی.
په ورته وخت کې یو شمېر کسان چې د طالبانو سره د زندان تجربه لري، ازادي راډیو ته یې وویل چې شکنجه شوي دي.
د کابل یوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:
کله چې مې چیغې وهلې چې ماته لاس مه راوړئ، له جامو یې کش کړم، جامې مې وشلېدې، بیا یې مونږ پورې خندل. ما هغه مهال یواځې د مرګ هیله لرله. ان له دوی ( طالبانو) څخه مې يو ته عذر وکړ ، زاري مې ورته وکړه چې لطفا ما ووژنه خو ځوروه مې مه، هغوی به خندل، ویل به یې: “ووژنو مو، خو خو دومره په اسانۍ نه، دومره په اسانۍ مو ووژنو؟” مونږ ته یې ډیره بې احترامي وکړه.
د کابل یو اوسېدونکي هم د ورته ستونزې له امله د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
یو تن به یې د اوبو پایپ زموږ خولې ته نیوه. کله چې به فشار زیاتېده او بدنونه مو له اوبو ډکېدل، بېهوشه کېدو به، بیا به یې په سوک یا لغته په ملا ووهلو چې اوبه به مو له خولې راووتې او په حال به شوو. دا شکنجه به یې دوه درې وارې تکراروله. ویل به یې"ایا ته د مقاومت جبهې غړی وې که نه؟" په داسې حال کې چې زه له کابل ښاره نیول شوی وم او هېڅ دول اسناد او ثبوت یې نه درلود.
رواداری له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو د نړیوالو بشري حقونو اسنادو، په ځانګړي ډول د شکنجې د منع د نړیوال کنوانسیون، د پلي کېدو لپاره فشارونه زیات کړي.
د طالبانو د استخباراتو ویاند خلیل همراز بیا دا ادعاوې رد کړې، او ازادي راډیو ته یې لیکلي چې له زندانیانو سره “مسؤلانه، شرعي او قانوني” چلند کېږي.
طالبان ادعا کوي چې د خپل مشر لخوا د عمومي عفوې اعلان ته ژمن دي.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشري روزا اوتونبایوا، دوشنبه د جون ۲۳مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل چې له عدلي پروسې پرته د وژنو، خپلسري نیونو، شکنجې او له پخوانیو دولتي چارواکو او کارکونکو او دغه شان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د بد چلند راپورونه، خورا اندېښمنوونکي دي.
هغې دا هم وویل چې د اپرېل په اخر کې د طالبانو د زندانونو د ادارې د راپور پر بنسټ، له ۲۷ زرو زیات کسان د دوی په زندانونو کې بندیان دي.
اوتونبایوا ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلې عمومي عفوې ژمنې ته وفادار پاتې شي، د قانوني مسؤولیت پر بنسټ بشپړې او شفافې پلټنې وکړي، او د سرغړونو له عاملینو سره حساب، کتاب وکړي، څو د خلکو د ژوند حق تضمین شي.