د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

ایران منځني ختیځ کې په امریکايي اډو برید کړی دی


قطر
قطر

تهران څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې د امریکا له لوري د ايران په اټومي تأسیساتو د برید په ځواب کې يې د "العدید" پر هوایي اډې، چې منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه ده، توغندي توغولي دي.


خو د قطر حکومت ویلي، چې ټول توغندي یې شنډ کړي دي.


د ایران داسلامي جمهوريت وسله‌والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې په قطر کې د "العدید" په امریکايي هوایي د توغندويو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا برید د امریکا له خوا د شنبې په ماښام د درېو هستوي تأسیساتو تر برید وروسته، د "بشارت فتح" تر نامه لاندې، ترسره شوی او دا یو قوي او ویجاړونکی توغندویز برید و.


خو دا ادعا په داسې حال کې مطرح شوې چې ایران یوازې شپږ توغندي توغولي، چې ټول یې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شوي دي.


د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ویلي چې اسلامي جمهوريت به هېڅکله د د خپلې خاورې په بشپړتیا، حاکمیت او ملي امنیت بريد بې ځوابه پرينږدي .


په دغه اعلامیه کې د توغندیو دقیق شمېر نه دی ورکړل شوی.
د قطر د دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د "العدید" هوایي اډې ته د بالستیک توغندیو برید یې په بریالیتوب دفع کړی دی.


په دغه اعلامیه کې راغلي، چې نه څوک وژل شوی او نه ژوبل شوی، او د قطر هوایي او ځمکنۍ حریم خوندي دی.
د قطر حکومت د ایران دغه برید د خپلې حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.


له بلې خوا، د ایران د ملي امنیت عالي شورا اعلان کړی، چې هغه امریکايي اډه چې ایران پرې برید کړی، له ښاري سیمو او استوګنځایونو لرې پرته ده.


شورا ادعا کړې چې دا برید د قطر او د هغه د خلکو لپاره هېڅ ډول خطر نه درلود.


د شورا په وینا، د دغه عملیاتو لپاره کارول شوي توغندي د امریکا له خوا د ایران د هستوي تأسیساتو پر ضد د کارول شویو بمونو برابر وو.

د رویترز خبري آژانس د دوشنبې په ماښام خبر ورکړ چې د عراق د عین‌الاسد هوایي اډې دفاعي سیستم فعال شوی، ځکه د ایران له خوا احتمالي برید ته اندېښنه شته. دغه اډه په عراق کې د امریکايي ځواکونو مرکز دی.


اکسیوس (Axios) رسنی څو ساعته مخکې خبر ورکړچې د ډونالډ ټرمپ حکومت د ایران له خوا په امریکایي اډو د احتمالي غچ اخيستونکي برید لپاره چمتوالی نیسي.


تېره اونۍ وويل شول چې امریکا خپل تجهیزات او ځواکونه له دغې اډې انتقال کړي دي.


د فرانسې خبري آژانس د خپلو خبریالانو له قوله لیکلي چې د دوحې په بېلابېلو برخو کې يې د مرکز او شمال په ګډون، د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي. اسوشیېټډ پرېس هم د چاودنو د غږونو خبر ورکړی دی.


یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، سپینه ماڼۍ او د دفاع وزارت له دغه راپورونو خبر شوي او دا مهال د العدید اډې پر ضد د ګواښونو ارزونه کوي.


له بلې خوا، قطر اعلان کړی چې خپل هوایي حریم به موقتاً وتړي. تر دې مخکې، د امریکا او بریتانیا حکومتونو له خپلو اتباعو غوښتي وو چې تر بلې اطلاع پورې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
د العدید هوایي اډه کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مقر هم دی، او شاوخوا ۱۰ زره امریکايي سرتېري پکې ځای پر ځای دي.


یوې باخبره سرچینې رویترز ته ویلي چې ایران له برید مخکې قطر ته خبرداری ورکړی و، او له همدې امله د قطر هوایي حریم تړل شوی وو.

نیویارک ټایمز، چې د دغې همغږۍ خبر یې لومړی ورکړ، ویلي چې ایران دا خبرداری د تلفاتو د کمولو لپاره ورکړی و.
همداراز، د اکسیوس خبري وېب‌سایټ ویلي، د ډونالډ ټرمپ حکومت هم له برید مخکې د دبريد په اړه خبر تر لاسه کړی وو .

XS
SM
MD
LG