د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۶

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان لخوا افغان موټر چلونکو او ټرانسپورټرانو ته د یو کلنې ویزې ، هرکلی کوي


 خان جان الکوزی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي غړی، آرشیف
خان جان الکوزی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي غړی، آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان حکومت له دې اقدام چې افغان موټر چلونکو او ټرانسپورټرانو ته یو کلنه ویزه ورکوي، هرکلی کوي. د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی وايي، په دې سره به یو څه ستونزې هوارې شي. .

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وايي د دې ویزې بیه چې څو ځلي تګ، پرې کېدای شي، سل ډالره ده.

د پاکستان سفارت له دې اعلان وروسته ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان حکومت له دې اقدام هرکلی کوي.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

پخوا یې موقت د شپږ میاشتو ویزه ورکوله، اوس د یو کال ورکوي، له هغې چې لارې بندي شي او موټرې ودرېږي دا ښه اقدام دی، زه فکر کوم چې دواړو خواوو دولتونو هم دې باندې هوکړه کړې ده، بیا به وګورو چې په عمل کې کوم مشکل پیدا نشي، په ویلو کې خو ښه خبره ده، مشکل به حل شي.


خو نوموړی وايي، د دوی وړاندیز د دوه کلنې ویزې لپاره و.

د پاکستان سفارت جمعه د جون ۲۰ مه په خپله ایکس پاڼه کې په یوه خبرتیا کې ولیکل چې، افغان موټر چلونکو او د سفارت په ټکو ټرانسپورټرانو ته د سلو ډالرو په بدل کې یو کلنه ویزه ورکوي، چې څو ځلي پرې تک، راتګ کولی شي.

يه بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

مخکې افغان موټر چلوونکي له پاسپورټ او ویزې پرته د ټاډ ( TAD ) په درلودلو په استفادې پاکستان ته ننوتل.

دا سند چې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت او په پاکستان کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو له خوا ورکول کېدو یو کلن اعتبار یې درلود، لومړۍ شپږ میاشتې د سل ډالرو په بدل کې و خو پاتې نورو شپږو میاشتو لپاره بیا وړیا وو.

خو مخکې په تورخم کې پاکستاني مسئولینو افغان موټرچلونکو ته په شفاهي ډول او هم په دیوالونو د اطلاعیو په نصبولو سره ویلي وو، چې له مې میاشتې وروسته دا سند نور د اعتماد وړ نه دی او باید افغان موټر چلوونکي او مرستیالان یې پاسپورټ او ویزه ولري، خو دا سند بیا یوه میاشت نور هم تمدید شو.

افغان سوداګر او د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړی دکتور مخلص احمد د ټاډ ( TAD ) سند په تمدیدېدو ټینګار کوي او دا یو ښه او اسانه سیستم بولي:

ډریور طبقه چې ده هغه دومره مالي توان نه لري، چې هغوی پاسپورټ واخلي او د ویزو سل ډالره ورکړي، نو ښه همغه و چې د ټاډ سند د درې یا پنځو کلونو لپاره وغځول شي او دا یو ساده، اسانه او ښه منظم سیستم دی.


موټرچلوونکو ازادي راډیو سره خبرې ونه کړې خو د موټرو یو شمیر مالکان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، موټر چلونکي دا وس نه لري او دا بوج هم د موټر په مالک راځي.

د دوی له ډلې نصیر احمد ازادي راډیو ته وویل:

سل ډالره خو ډیر شی دی، دا هم اوس څه په مالکانو باندې راشي په لارۍ والوو باندې، ډریور سړی یې کله ورکوي، توکل په خدای چې څه به کېږي، الله دې په کې خیر واچوي، کله یوه خبره کېږي، کله بله خبره کېږي.


مخکې بیا موټر چلوونکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دوی ته د پاسپورټونو او ویزو اخیستل سخت دي.

د افغانستان او پاکستان او د دغه هیواد له لارې نورو هیوادونو سره افغان سوداګري له اوږدو کلونو راهیسې له ستونزو سره مل ده.

افغان سوداګرو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، کله د شخړو له امله، کله د تعرفو د لوړوالي، کله د تګ راتګ د سند او کله هم د نورو ستونزو له امله د پاکستان حکومت له خوا د افغان سوداګرو پر مخ لارې تړل کېږي چې دوی یې له امله درانه تاوانونه پرې کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، پاکستان سره سوداګري تر شپیته سلنې هم کمه شوې ده.

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د پاکستان او هند تر منځ له شخړې سره د واګه بندر بندیدو، افغان سوداګر هند سره هم په راکړه، ورکړه کې له جدي ستونزې سره مخ دي.

تازه د افغانستان د وچې میوې د صاداراتو ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې او د طالبانو حکومت له اړوندو بنسټونو غوښتي چې دا ستونزه له دیپلوماتیکو لارو هواره کړي ځکه د دوی په خبره په لسګونه کانتینره وچه میوه صادرولو ته چمتو ده او افغانستان کې د تازه میوې وخت هم په راسېدو دی، چې د دې بندر دوامداره بندیدل به افغان سوداګر سخت زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG