د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

اسراییل نن سهار وختي د ایران پر دفاع وزارت برید کړی، ایران برید تایید کړی او ځواب یې ورکړی دی


د ایران د دفاع وزارت ودانۍ
د ایران د دفاع وزارت ودانۍ

د اسراییل پوځ وایي، نن یکشنبه د ( غبرګولي ۲۵مه) یې په ایران کې " ګڼ شمېر" هدفونه په نښه کړي دي. په دغو هدفونو کې د دفاع وزارت ودانۍ او د ایران د اټومي وسلو اړوند هدفونه شامل دي.

له دې سره همهاله د ایران تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په سهار راپور ورکړی چې د ایران د دفاع وزارت ودانۍ او د دغه وزارت د څیړنو او دفاعي نوښتونو څانګه د تهران په شمال کې تر برید لاندې راغلي.

د تسنیم د ادعا له مخې، دغه برید کې یوازې د دفاع وزارت یوه اداري ودانۍ سرسري زیانمنه شوې ده.

خو د اسراییل پوځ ویلي، د ایران د دفاع وزارت د څیړنو او دفاعي نوښتونو څانګه یې د دې لپاره په نښه کړې چې د ادعا له مخې يې " اټومي وسلو ته د ایران د رسېدو چارې په کې مخته تلې او داسې ځای و چې ایران خپل اټومي ارشیف هلته پټ کړی و".

په ایران باندې د اسراییلو په نننیو بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

بل لورته ایران هم د یکشنبې په سهار په اسراییلو باندې د توغندیو تازه بریدونه بیا پیل کړل.

د اسراییلو پوځ د یکشنبې په سهار وختي راپور ورکړ چې دوی له ایران څخه د توغندیو نوې څپه کشف کړې او له خلکو یې وغوښتل چې پناه واخلي.

اسوشیټیډ پریس د اسراییلو د بیړنیو چارو د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې په بریدونو کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې څلور کسان وژل شوي دي.

په اسراییلو باندې د ایران د بریدونو له نوې څپې وروسته، سپاه پاسدران انقلاب ګواښ وکړ چې که اسراییل خپل بریدونو ته دوام ورکړي نو تهران به "په پراخه کچه" ځواب ووایی.

د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه داسې مهال پيل شوې چې له تېرو څو اونیو راهیسې د امریکا او ایران مرکچیانو یوه اټومي تړون ته د رسیدو هڅه کوله.

ایران اوس د اټومي خبرو دوام " نه توجیه کېدونکی کار" بللی دی.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې له لوړ پوړي ډیپلوماتې کایا کلاش سره په تلیفوني اړیکه کې وویل چې د اسراییلو له بریدونو وروسته اټومي خبرې اترې "نه توجیه کیدونکي" دي.

په یوه بیان کې چې دولتي ایرنا خبري اژانس لخوا خپور شوی، عراقچي وویل چې د هغه په هیواد باندې د اسراییلو بریدونه، د هغه په نظر، د واشنګټن د ملاتړ مستقیمه پایله ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ایران څخه وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې د دوهمې دورې له پیل راهیسې، متحده ایالاتو او ایران د نوي اټومي تړون لپاره پنځه پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو پرته له کومې پایلې څخه.

XS
SM
MD
LG