د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

د اسراییل صدراعظم او دفاع وزیر تهران ته خبرداری ورکړ


تهران- 14, 2025
تهران- 14, 2025

د اسراییل صدراعظم د ایران پرضد د نورو بریدونو خبرداری ورکړ او د اسراییل دفاع وزیر بیا وویل، که پر اسراییل د ایران حملې روانې وي، تهران به وسوځوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران پرضد د نورو بریدونو خبرداری نن وروسته تر دې ورکړ چې تهران د تل ابیب په شمول د اسراییل پر یوشمیر ښارونو د توغندیو برید وکړ.

د اسراییل د بیړنیو چارو د مسوولینو په وینا د ایران د توغندیو د حملې له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.

د اسراییل پوځ ویلي دي چې د تازه هوایي بریدونو په ترڅ کې یې په تهران کې د توغندیو د ویشتلو او د دافع هوا په لسګونو مرکزونه په نښه کړې دي.

د اسراییل پوځ په ورته وخت کې د ایران ستر مشر ایت اله علي خامنه اي ته سخت خبرداری ورکړ.

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز د خپل هیواد له لوی درستیز سره تر غونډې وروسته وویل، که خامنه اي د اسراییلیانو پر کورونو د توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي، تهران به وسوځوي.

په تل ابیب کې تیره شپه یوه بجه او پنځلس دقیقې یوه لویه چاودنه وشوه چې په تلویزیون کې یې تصویرونه په ژوندۍ بڼه خپاره شول.

د اسراییل پوځ له ملکیانو غوښتې دي چې پناهځایونه ته پناه یوسي.

په عین حال کې، سهار وختي، په څو اسراییلي ښارونو کې د توغندیو د راتلو راپور ورکړل شو. چارواکو ادعا وکړه چې ډیری توغندي شنډ شوي، که څه هم یو شمیر کورونو ته زیان رسیدلی.

د ایران دولتي تلویزیون نن راپور ورکړ چې د هوايي دفاع سیسټمونه په خرم آباد، کرمانشاه او تبریز ښارونو کې ډزې کوي، چې دا د اسراییل د بریدونو د نوې څپې نښه ده.

د ایران مهر نیمه رسمي خبري اژانس وویل چې د اسراییلو برید د تهران په شمال لویدیځ کې د تبریز د تیلو تصفیه خانه په نښه کړه، او له تاسیساتو څخه اوس لوګي پورته کیږي.

بل لور ته یوه ایراني دیپلومات ملګرو ملتو ته وویل چې د اسراییلو د لومړنیو بریدونو په ترڅ کې اته اویا کسان په ایران کې وژل شوې دي او تر درې سوه شل ډیر ټپيان شوې دي.

د ایران دولتي تلویزیون د جون په ۱۴مه راپور ورکړ چې د تهران په یوه استوګنځي باندې په برید کې شاوخوا ۶۰ کسان، چې ۲۰ ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوې دي.

نا تایید شوي راپورونه وايي چې دوه توغندي د تهران د مهر آباد پر هوایی ډګر ته ولګیدل، چې هلته اور ولګید. د ایران د ایرنا رسمي اژانس په وینا، په تهران او څو نورو ښارونو کې د استوګنې سیمې هم اغیزمنې شوې دي.

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ځمکنیو ځواکونو د توغندیو د لومړیو دوو څپو په جریان کې د ایران د توغندیو په ویشتلو کې مرسته کړې ده. یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل چې د امریکا جیټ الوتکې او جنګي کښتۍ تر اوسه پورې په دې عملیاتو کې نه دي کارول شوي.

دا جګړه د جون په ۱۳مه د اسراییل لخوا د ایران په اټومي او د توغندیو په تاسیساتو باندې د لوی، ناڅاپي هوایي برید او همدارنګه د لوړ پوړیو جنرالانو او څو اټومي ساینس پوهانو په وړاندې له نورو هدفمند بریدونو سره پیل شوه.

XS
SM
MD
LG