نړۍ
ټرمپ؛ که له ایران سره هوکړه وشي او که نه، اجازه نه ورکوم چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ډير هیله مند نه دی چې له ایران سره دې د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسیږي".
هغه د "پادفورس وان" په نوم یو پاډکسټ سره مرکه ویلي، " د وخت په تیریدو سره د دې امکان په کمیدو دی چې له ایران سره هوکړې ته ورسیږو".
دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د اټومي پروکرام د هوکړې په اړه خوش بینه نه دی.
هغه له دې وړاندې په ځلونو هیله څرګنده کړې چې له ایران سره هوکړه کیدالی شي.
هغه د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي و، " د ایران په اړه مې د اسراییلو له صدراعظم سره خبرې کړي دي".
د ښاغلي ټرمپ په ټکو، ایرانیان په مذاکراتو کې د پخوا پرتله سخت شوي.
ټرمپ وړاندې ویلي، که له ایران سره هوکړه وشي او که ونه شي، پرې به نیږدي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
ایران او امریکا تر دې دمه د اټومي پروګرام په اړه پنځه ځلې په عمان او ایټالیا کې خبرې اترې کړې دي، چې هیڅ پایله يې نه درلوده.
د شپږمې دورې خبرو اترو لپاره دواړو خواوو بیلابیلې نیټې اعلان کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: د اسراییلو بریدونو له امله د ایران سره د توافق احتمال زیات شوی دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "اکسیوس" خبري وېبسایټ ته ویلي چې باور لري د اسراییلو پراخ برید پر ایران به د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي توافق د ترلاسه کولو احتمال زیات کړي.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا د اسراییلو برید د ده اټومي ډیپلوماسي له خطر سره مخ کړې، نو ټرمپ وویل: "زه فکر نه کوم. ښايي برعکس وي. شاید اوس هغوی جدي خبرې اترې وکړي."
ډونالډ ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې جمعه یو مهم ورځ وه، او اسراییل په همدې ورځ د «فوقالعاده امریکايي تجهیزاتو» څخه استفاده کړې ده.
همدغه راز د متحده ایالاتو ولسمشر، له هغه وروسته چې اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، اعلان وکړ چې دوه میاشتې مخکې یې ایران ته ۶۰ ورځنی ضربالاجل ورکړی و، څو «توافق ته ورسېږي»، او زیاته یې کړه چې اوس تهران دویمه موقع لري.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د جوزا پر ۲۳مه، په خپل ټولنیز شبکه "Truth Social" کې ولیکل: "دوه میاشتې مخکې مې ایران ته ۶۰ ورځنی ضربالاجل ورکړ، څو یوه توافق ته ورسېږي. هغوی باید دا کار کړی وای! نن ۶۱مه ورځ ده. ما هغوی ته وویل چې څه وکړي، خو هغوی ونهشو کولای دا کار ترسره کړي. اوس، شاید، هغوی دویم چانس ولري."
ټرمپ په یوه بله پیغام کې هم ولیکل: "لا هم وخت شته چې دې وژنو ته... د پای ټکی کېښودل شي» او زیاته یې کړه: «ایران باید مخکې له دې چې هېڅ پاتې نه شي، توافق وکړي او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران امپراتورۍ بلل کېدل. بس دا کار وکړئ، مخکې له دې چې ناوخته شي."
ډونالډ ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې: "ما ایران ته بیا بیا فرصت ورکړی چې توافق وکړي."
داسرائیلو اردو وایي په ایران برید کې ۲۰۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې

ایران تر۱۰۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو په لور توغولي دي.
د اسرائیلو اردو شیبه مخکې اعلان وکړچې ایران دغه شمیر الوتکې توغولي او اسرائیل یې دنسکورولو لپاره تابیا نیولې ده.
داسرائیلو اردو وویل په ایران برید کې د اسرائیلو ۲۰۰ جنګي الوتکو ګډون وکړ او څه دپاسه ۱۰۰ هدفونه ویشتل شوي دي.
د اسرائیلو برید کې د ایران څو تنه لوی پوځی مشران وژل شوي دي

د اسرائیلو صدراعظم وايي چې د ایران په مختلفو هدفونو باندې د هیواد لومړني بریدونه په بشپړ ډول بریالي وو.
رادیو فردا ، دآزادې اروپا / آزادي راډیو ایراني څانګه دبنیامین نتانیاهو له قوله رپوټ ورکوي چې په دغو بریدونو کې دایران څو کسه لوړ رتبه پوځیان هم په نښه شوي دي.
اسرائیلي چارواکو د جمعې په سهار اعلان وکړ چې دوی د ایران په اټومي تاسیساتو باندې " واردمخه" برید ترسره کړی دی.
د اسرائیلو صدراعئم د ایران محتمل انتقامي برید ته په اشاره وویل اسرائیلي اتباع ممکن د اوږدې مودې لپاره په پناه ځایونو کې پاتې شي او باید پوځي لارښوونې تعقیب کړي.
بلخوا ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د اسرائیلو بریدونه دامریکا متحدو ایالاتو سره په همغږي ترسره شوي او واشنګټن یې ددغو بریدونو دنتایجو مسئول ګڼلی دی .
ایران سره لدې دا ادعا کوي چې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیود اسرائیلو له برید وروسته وویل چې متحده ایالات په دې بریدونو کې هیڅ رول نلري او ایران باید په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي اډو له نښه کولو څخه ډډه وکړي.
بلخوا دایراني رسنیو رپوټونه وايي د سپاه پاسداران ځواکونو یو شمیر قوماندانان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي .
د فارس خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده ، راپور ورکړ چې د اسلامي جمهوریت د وسله والو ګډو ځواکونو مشر محمد باقري د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.
سپاه پاسداران هم په خپله اعلامیه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د خپل قوماندان حسین سلامي د وژل کیدل تایید کړل.
ولسمشر زیلنسکي په روسیې داقتصادي فشار د پراختیا غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغو هیوادونو چې د روسیې د یرغل په وړاندې د کیف ملاتړ کوي، وغوښتل چې په مسکو بندیزونو ته زور ورکړي، او ویې ویل چې کریملین د لویو تلفاتو پروا نه لري خو د کافي اقتصادي فشار په نتیجه کې کیدای شي له جګړې لاس واخلي.
زیلنسکي داخبره پرون د ویډیو لینک له لاری په پراګ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس د پیل غونډې ته وکړه.
د زیلنسکي لدغو خبرو څو ساعته مخکې ، روسیې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف یو ځل بیا دشپې په مهال برید وکړ.
د Globsec ، ګلوبسک امنیتي کنفرانس ته د هغه څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د اسیرانو او بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري. اوکراین او روسیه ټپیان او ناروغه جنګیالي بیرته خپل هیواد ته راستنوي.
ګلوبسک کنفراس ته په خپله وینا کې، زیلینسکي له هیوادونو څخه داهم وغوښتل چې د ډرون یا بی پیلوټه الوتکو تولید زیات کړي او د روسیې د برید د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړي.
هغه وویل چې اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ځواکونو په وړاندې "د دفاع لومړۍ کرښه" ده.
د ایر انډیا د نسکورې شوې الوتکې د ۲۴۲ سورلیو او عمله وو څخه یواځې یو کس ژوندی پاته شوی

د ایرانډیا د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کې لږ تر لږه ۲۶۰ کسان مړه شوي دي.
هندي چارواکي وايي چې په الوتکه کې سپاره ۲۴۱ کسان مړه شوي دي، چې یوازې یو مسافر یې له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی دی.
پاتې نور مړه شوي کسان د دولتي طبي کالج د لیلیې ودانۍ اوسېدونکي وو چې الوتکه پکې راولوېده.
راپور وايي، امکان لري چې د مړو شمېر به لوړ شي.
د ایر انډیا یوه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، د پنجشنبې په ورځ د هند په لویدیځ کې د احمد آباد له هوايي ډګر څخه دلندن په لور له الوتنې څو دقیقې وروسته ولوېده.
پولیسو وویل چې رامیش وشواس کمار، چې د مسافرو او عملې له ډلې څخه یوازینی ژوندی پاتې شوی کس دی ، د بیړني حالت دروازې ته نږدې ناست او دنسکوریدو په مهال یې له الوتکې ځان بهر غورځولی دی.
وشواس کمار، چې اوس مهال په روغتون کې دی، هندي رسنیو ته وویل چې هغه یو برتانوی تبعه دی او په هند کې د خپلې کورنۍ له لیدو وروسته له خپل ورور سره بریتانیا ته راستنیده.
راپورونه وایي چې د الوتکې په مسافرو کې ۲۱۷ کسه لویان او ۱۱ ماشومان وو.
اسرائیل وايي د ایران پر اټومي تاسیساتو یې هوايي بریدونه کړي دي

وروسته لدي چې په تهران کې خلک د چاودنو په غږ له خوبه راویښ شول ، اسرائیلي چارواکو نن وویل چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې واردمخه بریدونه کړي دي .
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې وویل چې اسرائیل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام زړه په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي زیربنا او د هغې د ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شو.
د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د جمعې په سهار د پلازمینې امام خمیني نړیوال هوایی ډګر کې الوتنې وځنډول شوې.
بلخوا داسرائیلودفاع وزیر یسراییل کاتس بیړنی حالت اعلان کړ او ویې ویل چې احتمال لري ایران انتقامی برید وکړي.
په هند کې د لویدلې الوتکې ۳۰ جسدونه تر اوسه ترلاسه شوي

د هند د هوایي چلند یوه الوتکه چې دوه سوه دوه څلویښت سپرلۍ یې لرلې نن د احمد اباد له هوایي ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته وغورځیده.
رویټرز اژانس د هند د روغتیا د فدرالي وزیر په وینا خبر ورکړ چې په دې پيښه کې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ځینو راپورونو له مخې تر اوسه د الوتکې د غورځیدو له ځایه دیرش جسدونه ترلاسه شوې دي.
پولیسو ویلي دي چې الوتکه د احمد اباد هوایي ډګر ته څیرمه د استوګنې پر یوې سیمې لویدلې ده.
د هند د هوایي چلند په وینا په سپرلیو کې یوسل او نهه شپيته هندیان، درې پنځوس بریتانیایان، اووه تنه پرتګالیان او یو تن د کاناډا دي.
دا الوتکه بویینګ-۸-۷۸۷ ډوله یوه مدرنه مسافر وړونکې الوتکه وه چې د لندن ګیټویک هوایي ډګر ته روانه وه.
په امریکا کې د فدرالي ځواکونو د اقداماتو خلاف مظاهرې روانې دي

د کډوالي دقوانینو دپلي کولو لپاره دفدرالي ځواکونو داقداماتو اود ولسمشر ټرمپ لخوا لاس انجلس ښار ته د ملي ګارد او سمندري ځواکونو د استولو خلاف مظاهرې په ټوله امریکا کې د خوریدو په حال کې دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکوي چې د مهاجرت او ګمرک خلاف ډیری دغه مظاهرې سوله ایزې ترسره شوي خوپه ځینو کې یې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ نښتې شوي او سلګونه کسان نیول شوي دي.
د مظاهرو دتیتولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز کار اخیستل شوی دی.
د تګزاس ایالت جمهوري پلوي والی ګرګ ابوت د ټولنیزو رسنیو له لاری خلکو ته خبر ورکړ چې دملي ګارډ ځواکونه د سولې او نظم دساتنې لپاره ددغه ایالت په بیلابیلوځایونو کې ځای پرځای کیږي.
خو ددغو ځواکونو دشمیر په هکله یې څه ونه ویل.
د ولسمشر ټرمپ حکومت ویلي دي چې دغیرقانوني کډوالو د ویستلو لپاره یرغلونه به پرته له وقفې دوام ولري .
دغه مظاهرې دتیرې جمعې په ورځ دلاس انجلس ښار څخه پیل شوې.
د غزې د بشري مرستو بنسټ؛ حماس وسله والې ډلې مو کارکوونکي په نښه کړي دي

د امریکا له ملاتړه برخمن د غزې بشري مرستو بنسټ ادعا کوي چې حماس وسله والې دلې يې د کارکوونکو پر یوه موټر برید کړی دی.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله یو ترهګریز سازمان بولي.
فرانس پریس خبري اژانس ویلي، په برید کې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
د غزې د بشري مرستو بنسټ په یو بیان کې راغلي، په سیمه ییز وخت د شپې لس بجې وې چې حماس وسله والې ډلې پر هغې موټر برید وکړ چې د غزې د بشردوستانه بنسټ غړي په کې سپاره وو.
د بیان له مخې په برید کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه فلسطیني وګړو او مرسته رسونکي دي، چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې يې اړمنو کسانو ته مرستې رسولې.
دا لومړی ځل نه دی چې د بشري مرستو پر کارکوونکو او اړمنو کسانو بریدونه کیږي.
په تیرو دوو اونیو کې اسراییلي عسکرو پر هغوو فلسطینیانو ډزې کړي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټولیږي.
یوازې تیره اونۍ د مرستو د ویش پرمهال د اسراییلي عسکرو په ډزو کې ۲۷کسان وژل شوي وو.
د روان کال په مارچ میاشت کې د حماس او اسراییلو ترمنځ له لنډ مهال اوربند وروسته غزې ته د بشري مرستو رسیدل د اسراییلو له خوا ځنډول شوي وو.
د غزې شاوخواو دوه میلیونه وګړي په بشپړه توګه بشري مرستو ته ځکه اړ دي چې د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې غزه کې د خوراکي موادو د تولید تقریبا ټول تاسیسات او ظرفیتونه ویجاړ شوي دي.