د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

امریکا په ایران نور بندیزونه ولګول


د امریکا خزانې وزارت
د امریکا خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت د جمعې په ورځ (د جون ۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایران له ۳۰ څخه ډېرو اړوندو حقیقي او حقوقي اشخاصو باندې یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي دغې شبکې په میلیارډونو غیرقانوني ډالر سپین کړې دي.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې راغلې دي چې د ایران حکومت له دغې شبکې څخه داسې ګټه اخلي چې خپل تیل او پیرتوشیمي مواد چې په خرڅلاو یې بندیزونه لیګدلي، استفاده وکړي او ویې پلوري.

د اعلامیې له مخې، د ایران حکومت له دغو عوایدو څخه د خپل اټومي پروګرام لپاره او د توغندیو د پروګرام لپاره همداراز د خپلو نیابتي ترهګریزو ډلو د مالي ملاتړ لپاره استفاده کوي.

د امریکا خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، ویلي چې د ایران تر سیورې لاندې بانکدارۍ سیستم د دې هېواد د حکومت لپاره یو حیاتي کانال دی چې له لارې یې د تیلو له پلور عاید تر لاسه کوي، پیسې انتقالوي، او بې‌ثباته کوونکي فعالیتونه تمویلوي.

د ښاغلي بسنټ په وینا، دا مالي شبکه د حکومت اړوند کسان بډایه کوي، فساد ته وده ورکوي او د ایران خلکو ته یې ګټه نه رسیږي.

هغه شبکه چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا ښودل شوې، د ګڼو عناصرو لکه د منصور وروڼو، ناصر او فضل‌الله زرین‌قلم له لوري رهبري کېږي. دغه شبکه د ایران له حکومت سره تړلو تحریم‌شویو اشخاصو او سازمانونو ته دا زمینه برابروي چې نړیوال مالي سیستم ته لاس‌رسی ومومي.

د امریکا په دې بندیزونو کې لږ تر لږه دوه شرکتونه هم شامل دي، چې د خزانې وزارت په وینا د ایران د تیلو د لیږد له ملي شرکت سره تړاو لري. د «ایس پتروکِم ایف‌زي‌اي» او «مادریت جنرال تریدینګ» شرکتونو، چې دواړه په متحده عربي اماراتو کې ثبت دي، شتمنۍ په امریکا کې کنګل اعلان شوې دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا بندیزونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې ځینې حقوقي اشخاص هم په نښه کوي، په داسې حال کې وضع شوي چې د امریکا د ولسمشر، ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي له ایران سره یو نوی اټومي تړون وکړي.

XS
SM
MD
LG