د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۵

د کانکور ازموینه لومړی پړاو هم د نجونو له ګډون پرته اواخیستل شوه


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینه هم د نجونو له ګډون پرته اواخیستل شوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې پیل شو او د جمعې ترورځې به دوام وکړي.

د لوګر ولایت اوسېدونکې او له زده کړو محرومه حسنات وايي، د ښوونځي په دوولسم ټولګي کې وه، چې د طالبانو د بندیز له امله د کور ناستې شوه او په خبره یې که د نجونو پر زده کړو بندیز نه وای لګول شوی، اوس به د پوهنتون په دریم ټولګي کې وه.

نوموړې وایي دا چې هلکان یې ولیدل چې ازموینه کې شامل وو خونجونو ته اجازه نه وه ډېره خواشینې شوه:

“نن د کانکور ازموینه ترسره شوه او یوازې هلکانو په کې ګډون کړی وو،خو موږ نجونو د ګډون اجازه نه درلوده،دا ماته ډېرسخت تمام شو، ما هم هيله درلوده چې کانکور کې ګډون وکړم او د خپلې خوښې پوهنځي ته چې ژورنالیزم دی بریالۍشم،اوس چې مې دا فرصت له لاسه ورکړی، د خفګان احساس کوم.”

“نن د کانکور ازموینه ترسره شوه او یوازې هلکانو په کې ګډون کړی وو،خو موږ نجونو د ګډون اجازه نه درلوده،دا ماته ډېرسخت تمام شو، ما هم هيله درلوده چې کانکور کې ګډون وکړم او د خپلې خوښې پوهنځي ته چې ژورنالیزم دی بریالۍشم،اوس چې مې دا فرصت له لاسه ورکړی، د خفګان احساس کوم.”

په کابل کې یوه بله زده کوونکې کبرا حیدري چې له لسم ټولګي وروسته له زده کړو راګرځول شوې هم ازادي راډيو ته یې وويل:

“ما سږ کال کولای شول کانکور ازموینه ورکړم او د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ شم خو له بده مرغه ومې نه کړای شول، دا زما لپاره ډېره دردونکې ده، مونږ هیله لرو چې راتلونکې کې دا فرصت برابر شي، د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل شي او موږ خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.”

په ورته وخت کې یو شمېر هغو هلکانو چې په غور او بامیان ولایتونو کې یې د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې وايي، هیله لري چې نجونو ته هم په دې ازموینه کې د ګډون چانس ورکړل شي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالۍ شي.

په بامیان ولایت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې ګډونوال نوروز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“نن مو د کانکور ازموینه درلوده او ډېریو نارینه زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه، کاش خویندو مو خپلو ورونو سره دهېواد د راتلونکي جوړولو کې برخه لرلی،د حاکمو شرایطو له امله یې ونه کړی شول په ازموینه کې برخه واخلي او زموږ هیله داده چې په راتلونکې کې کانکور ازموینه کې د ګډون چانس ورکړل شي.”

په غور ولایت کې د کانکور ازموینې یو بل ګډونوال احمد ضیا پیکان هم ورته غوښتنه لري:

“زما احساس دا وه چې باید هغوی هم زموږ تر څنګ په ازموینو کې برخه درلودای، ازاده سيالي وای او اسلامي قوانینو اوشرایطو ته په کتو طب، تعلیم او تربیې او نورو پوهنځیو ته بریالۍ شوې وای، هیله مند یم چې اسلامي امارت په دې اړه پام وکړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې لومړۍ دوره دهېواد په ۱۱ ولایتونو کې پیل شوې او نن جمعه به دوام وکړي.

دغې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې ازموينې په لومړي پړاو کې په پروان، کاپيسا، پنجشير، بغلان، باميان، غور، دايکنډي، ميدان وردکو، لوګر، پکتيکا او غزني ولايتونو کې شاوخوا ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د روان کال په ثور میاشت کې اعلان کړی و چې د ښوونځیو او دیني مدرسو له داوطلبانو به په پنځو پړاوونو کې په کابل او ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې روان کال به ۳زره کسان ماسټرۍ، ۷۶ زره او ۴۰۰ کسان لیسانس او ۳۳زره او ۵۵۰ کسان انسټیوتوتونو ته جذب شي.

دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي، چې د پرله پسې دریم کال لپاره هم نجونې په دې ازموینه کې له ګډون راګرځول شوې دي، چې دا په افغانسان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودونکو سیاستونو یوه برخه بلل کیږي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې کړې او وروسته یې د پوهنتونونو او روغتیاييانسټیټوتونو دروازې هم د دوی پر مخ وتړلې.

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه اقدام د بېلابېلو هېوادونو او ملي او نړيوالو سازمانونو له خوا په کلکه غندل شوى او دوی د نجونو د ښوونځيو اوپوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه کړې، خو طالبانو په افغانستان کې په خپلې نېږدې څلور کلنې واکمنۍ کې دا خبره جدي نه ده نیولې اومثبت ځواب يې نه دى ورکړى.

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړوبې برخې دي او که په دغه هيواد کې د زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

XS
SM
MD
LG