د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۳

اوکراین پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو کم ساری برید کړی


اوکرایني اوروژونکي د روسیې له یو برید وروسته ددې هېواد په اوډېسا ښار کې د اور وژلو په حال کې ښکاري. (عکس: د اوکراین د بیړنیو خدمتونو اداره)
اوکرایني اوروژونکي د روسیې له یو برید وروسته ددې هېواد په اوډېسا ښار کې د اور وژلو په حال کې ښکاري. (عکس: د اوکراین د بیړنیو خدمتونو اداره)


د روسیې چارواکي وايي، دوی د اوکراین له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو د یوه پراخ برید مخه یې نیولې ده. د دوی په وینا، د شپې په اوږدو کې ۱۱۲ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) تعقیب او شنډ شوې دي، چې له امله یې د مسکو په دوو هوايي ډګرونو کې الوتنې ځنډول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین پراخ بریدونه وکړل، چې پکې یې له بې‌پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی و.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزارت د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه ۱۱۲ ډرونونه د شپې تر نیمايې پورې په درې ساعته موده کې د شپږو بېلابېلو سیمو په فضايي حریم کې " تعقیب او ویجاړ " شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم پر ټلګرام لیکلي، چې ۱۲ ډرونونه چې د روسیې پلازمېنې ته پر لاره وو، ویشتل شوي دي.

د دفاع وزارت زیاتوي، چې شاوخوا ۵۹ ډرونونه د بریانسک په جنوب لویدیځه سیمه کې ویشتل شوي، او نور یې پر کورسک، بلګورود، توله، اوریول او کالوګا سیمو توغول شوي دي.


دا برید وروسته له هغې ترسره شو، چې اوکراین ادعا وکړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې د مسکو د پوځي یرغل له پیله، په تېرو دریو ورځو کې د روسیې له خوا تر ټولو شدید ډرون بریدونه شوي دي.

روسیه تقریباً هره ورځ د اوکراین له خوا د ډرون بریدونو خبرونه ورکوي، خو په دومره لږ وخت کې په دې شمېر بریدونه مخکې کم لیدل شوي.

مسکو، چې له سرحده څو سوه کیلومتره لیرې پروت دی، لږو مواردو کې د دومره پراخو بریدونو هدف ګرځي. خو د روسیې چارواکي په وروستیو اونیو کې اړ شوي چې د مسکو له هوايي ډګرونو څخه د پروازونو مسیرونه بدل کړي.

د روسیې د هوانوردۍ ادارې اعلان کړی، چې د اوکراین د بریدونو له امله، د مسکو د ونوکووا او ژوکوفسکي په هوايي ډګرونو کې محدودیتونه لګول شوي دي.


اوکراین وايي، چې روسیې یوازې د شنبې تر دوشنبې پورې په درې ورځو کې تر ۹۰۰ زیات ډرونونه کارولي دي. پر اوکراین د روسیې د یکشنبې د ورځې په بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي، چې درې ماشومان هم پکې شامل وو.

د روسیې دفاع وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا بریدونه یې د اوکراین له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو د هغو بریدونو په ځواب کې کړي، چې د روسیې پر ملکي تأسیساتو شوي وو.

XS
SM
MD
LG