ده وویل: «پوتین پوره لیونی شوی دی!» هغه خبرداری ورکړ چې که پوتین هڅه وکړي ټول اوکراین ونیسي، دا به د روسیې «سقوط» ته لاره هواره کړي.
دونالد ټرمپ د دوشنبې په سهار (د غبرګولي پنځمه) په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ما تل له ولادیمیر پوتین (د روسیې ولسمشر) سره ډېرې ښې اړیکې لرلي، خو هغه ته څه ورپېښ شوی؛ پوره لیونی شوی دی!»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «هغه بېځایه ډېر خلک وژني، او زه یوازې د سرتېرو خبره نه کوم. توغندي او بې پېلوټه الوتکې بې دلیله د اوکراین پر ښارونو توغول کېږي.»
د امریکا ولسمشر په دوام کې لیکلي: «ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه یوازې یوه برخه، او ښايي دا خبره سمه وي، خو که هغه دا کار وکړي، نو دا به د روسیې د سقوط سبب شي!»
ښاغلي ټرمپ په نیوجرسي ایالت کې په خپله ځانګړې الوتکه کې تر سپرېدو مخکې خبریالانو ته وویل: «زه پر هغه څه چې پوتین یې کوي خوښ نه یم. هغه ډېر خلک وژني او زه نه پوهېږم چې پوتین ته څه ورپېښ شوي دي.»
دونالد ټرمپ په غوسه وویل: «پوتین په ښارونو توغندي غورځوي، خلک وژني، او زه په هېڅ ډول دا کارونه نه خوښوم.»
ده وړاندې وویل: «موږ په خبرو بوخت یوو او هغه پر کییف او نورو ښارونو توغندي وروي. زه په هېڅ ډول دا کارونه نه خوښوم. حیران یم، ډېر حیران یم. دې سړي ته څه ورپېښ شوي دي.»
د امریکا ولسمشر وویل، «بې له شکه» به د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره پر روسیې نور بندیزونه هم وڅېړي، خو ده نور جزییات ورنه کړل.
دونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي هم سختې نیوکې وکړې او ویې لیکل: «زیلنسکي باید داسې خبرې ونه کړي؛ دا یې د خپل هېواد په ګټه نه دي. هر څه چې د هغه له خولې راوځي ستونزې جوړوي.»
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ولودیمیر زیلنسکي په یوه نادره وینا کې د روسیې د وروستیو بریدونو په وړاندې د «امریکا چوپتیا» وغندله.
دغو پراخو توغندويي او د بېپیلوټه الوتکو بریدونو د شنبې په سهار لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل او ګڼ شمېر ژوبل کړل، او د یکشنبې په سهار یې هم دوام وکړ.