د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۸

د روسیې او اوکراین ترمنځ د اسیرانو تر ټولو لویه تبادله


له کله چې روسیې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړی، ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسیرانو تر ټولو لویه تبادله ترسره شي.

په پام کې ده چې دواړه هیوادونه نن (شنبه) او سبا (یکشنبه) سلګونه سرتېري او ولسي وګړي سره تبادله کړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو پرون (د مې په ۲۳مه) وویل چې دا بهیر به د اوونۍ په پای کې هم دوام ومومي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، په ټیلیګرام کې لیکلي: «موږ خپل خلک کور ته راولو. د ۱۰۰۰-په-۱۰۰۰ تبادلې د هوکړې لومړۍ برخه عملي شوه.»

زیلینسکي وویل چې د دواړو خواوو له لورې ۳۹۰ کسان تبادله شوي، او دا تبادله تمه ده د مې په ۲۴مه او ۲۵مه هم ادامه ولري. روسي او اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې کې ۲۷۰ سرتېري او ۱۲۰ ولسي وګړي شامل دي.

له دې یوازې څو ساعته مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې روسیه او اوکراین «یوازې اوس دا تبادله بشپړه کړې» – هغه تبادله چې له یوې اوونۍ مخکې په استانبول کې د سولې له خبرو اترو وروسته پیل شوې وه – او دا به «ژر عملي شي.»

ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشیال» کې لیکلي: «دواړو خواوو ته د دې خبرو اترو لپاره مبارکي وایم. آیا دا یو لوی پرمختګ ته لاره هوارولای شي؟؟؟»

تر دې یوه ورځ مخکې، زیلینسکي ویلي و چې دا هوکړه «شاید د ۹۰ دقیقو ناستې یوازینۍ واقعي پایله» وه چې د مې په ۱۶مه د اوکرایني او روسي استازو ترمنځ په استانبول کې وشوه – دا د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهیسې، کله چې روسیې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړ، لومړۍ مستقیمې خبرې وې.

تبادله له بیلاروس سره د اوکراین په پوله کې وشوه. بیلاروس، چې د روسیې متحد هېواد دی، له یرغل سره خواخوږي ښودلې خو خپل سرتېري یې جګړې ته نه دي لېږلي.

د اوکراین د اسیرانو د چارو همغږوونکې ادارې په ټیلیګرام کې ویلي چې د ۳۹۰ اوکراینيانو په ډله کې درې ښځې هم وې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین له لوري خوشې شوي ۱۲۰ ولسي کسان د کورسک ولایت اوسېدونکي دي؛ هغه سیمه چې په تېر اګست کې له ناڅاپي برید وروسته د اوکرایني ځواکونو تر ولکې لاندې راغله.

د اوکراین یوې ادارې، چې په تبادله کې شامله وه، ویلي چې له اوکراین څخه روسیې ته لېږل شوي ۷۰ کسان هغه اوکراینیان وو چې د خیانت، ترهګرۍ یا له دښمن سره د همکارۍ په جرمونو محکوم شوي وو او په خپله یې غوښتنه کړې وه چې روسیې ته واستول شي.

د دواړو خواوو تر منځ د ۱۰۰۰ کسانو تبادله به تر دې دمه تر ټولو لویه تبادله وي چې د پراخ یرغل له پیل راهیسې ترسره کېږي. پخوا ترسره شوې تبادلې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی راوستی.

روسیې د اوکراین، امریکا او اروپایي هېوادونو له خوا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړې، او تر اوسه له استانبول وروسته کومې نوې ناستې ته نېټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG