د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۹

فیفا افغان ښځو ته د فوټبال ملي لوبډلې جوړولو اجازه ورکړه


FBL-AUSTRALIA-AFGHANISTAN-AUS-WOMEN
FBL-AUSTRALIA-AFGHANISTAN-AUS-WOMEN

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولو اجازه ورکړې ده. یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړو او ورزشي فعالانو، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فیفا له دې پرېکړې هرکلي کړی او دا یې د افغان لوبغاړو لپاره بریا بللې ده.

وروسته له هغه چې د فوټبال نړیوال فدراسیون په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولو او په نړیوالو سیالیو کې له ګډون سره هوکړه وکړه، یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې دا پرېکړه د ټولو افغان لوبغاړو لپاره هیله بخښونکی ګام بولي.

د رزمي سیالیو افغان لوبغاړې قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل: "دا یوه ښه پرېکړه ده، دا افغانو نجونو ورزشکارانو ته هیله بخښونکې ده، چې لږ ترلږه دوی په افغانستان کې د زرګونه نجونو ورزشکارانو چې اوس مهال ورته د ورزش اجازه نه ورکول کیږي په استازولۍ فعالیت وکړي او د افغان نجونو نوم پر نړیواله کچه ژوندی وساتي."

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشرې خالدې پوپل د فیفا له دې پرېکړې هرکلی کړی او پر خپله اېکس پاڼه یې لیکلي، ویاړي چې په جلا وطنۍ کې د فیفا له لوري د فوټبال د لومړنۍ لوبډلې د جوړولو په برخه کې د تاریخ برخه دي.

نوموړې لیکلي چې خوشاله ده چې فیفا د فوټبال ډګر ته د افغان ښځینه لوبغاړو د ستنېدو لپاره لاره هواره کړه.

اغلې پوپل هیله ښودلې چې فیفا به د خپلې کړنلارې په بدلون سره په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال لوبډله د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) تازه اعلان کړې چې له افغانستانه بهر یې د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له جوړولو سره هوکړه کړې ده.

فیفا د مۍ په نهمه په خپله ویب پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه ستراتیژي تصویب کړه چې له مخې یې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو لوبډلې جوړولو ته لاره هواروي.

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو په خپل انسټګرام لیکلي دوی دغه شان د ښځو د فوټبال په اړه په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي په داسې حال کې چې خبرې اترې روانې دي دوی هڅه کوي چې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې په جوړولو سره خپل ماموریت بشپړ کړي، تر څو دغه لوبډله د فیفا تر څارنې لاندې خپل ورزش او دوستانه سیالیو ته دوام ورکړي.

په دې اړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو نوموړي له دې مخکې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار کړی وو چې د ښځو د فوټبال لوبډله د فدراسیون یوه برخه ده، او دا چې کله افغان نجونې او ښځې د ورزش کولو اجازه ترلاسه کړي دوی به د فوټبال فدراسیون له ادرسه د ښځو د فوټبال لوبډلې ته هم د ورزش اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان ورزشي فعالان هم د فیفا د وروستۍ پرېکړې ستاینه کوي.

په اتریش کې د فوتسال یوه لوبغاړي طارق مجیدي ازادي راډيو ته وویل:" دا کولای شي د ورزش د برخې د استعدادونو د پیاوړتیا لامل شي، ښځې او نجونې به تشویق شي چې خپل ورزش ته دوام ورکړي او د خپلو هیلو لپاره هڅې وکړي، تر څو په نړیوالو سیالیو کې راڅرګندې شي، دغه شان له دې لارې په اوسني حکومت فشار هم راځي چې باید په افغانستان کې ښځو او نجونو ته په امن ځایونو کې د ورزش کولو اجازه ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته پر ښځو د کار، زده کړو او ورزش په ګډون پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

دوی ورزش او ورزشي لوبغالو ته نه پرېښودل کیږي او په هیڅ ډول ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

د طالبانو دغه بندیزونه او محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او دا د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.


XS
SM
MD
LG