خبرونه
ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې د امریکا په غوښتنه د کینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو د امریکا له خوا د ده د استرداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.
پر قدیر د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه وسلو د لرلو تورونه لګول شوي دي.
قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.
هغه محکمې ته ویلي، د خپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.
د کینیا چارواکو تایید کړې چې د قدیر نیونه د امریکا د یوې محکمې په غوښتنه شوې، چې د مارچ په ۲۵ نېټه یې د هغه د نیونې حکم صادر کړی و. د نایروبي محکمې د ده د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.
د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یورو وېژن د سندرو سیالي په سویس کې کېږي

راتلونکې اوونۍ به د یوروویژن یا د اروپا د سندرو سیالي په سویس کې وشي.
سږکال دا د نړۍ تر ټولو رنګینه او مسته سندریزه سیالي خپله ۶۹مه کلیزه لمانځي – دا ځل دا سیالي په هغه هېواد کې کېږي چې په ۱۹۵۶ کې یې د دې سیالیو د لومړنۍ دورې کوربهتوب کړی و.
تېر کال د یورو وېژن سیالۍ له ګڼو لانجو ډکې وې – د اسراییل د ګډون پر ضد پراخ اعتراضونه وشول او د هالنډ استازی (یوست کلاین) په ناڅاپي ډول له سیالیو وایستل شو – سږ کال هم داسې ښکاري چې له جنجال، ګډوډۍ او ناندریو خالي نه وي.
سلووینیا، هسپانیا، آیسلنډ او تازه ایرلنډ د اروپا له خپرنیزې اتحادیې (EBU) سره د اسراییل د بیا ګډون په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او د غزې په تړاو یې د دې هېواد روانو پوځي عملیاتو او بندیز ته اشاره کړې. همداراز، د یورو ویژن ۷۲ پخوانیو ګډونوالو یو پرانیستې لیک لاسلیک کړی چې پکې یې په سیالۍ کې د اسراییل د نه ګډون غوښتنه کړې ده.
پکتیا ته د خرلاڅۍ لار له ۷ میاشتو وروسته پرانیستل شوه

پر ډیورند کرښه د کورمې او پکتیا ترمنځ د خرلاڅۍ لار له اووه میاشتني ځنډ وروسته د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه.
د خرلاڅۍ د سوداګرو د ټولنې مشر سیدمُبین حسین پرون (جمعه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د مې له اتمې نېټې راهیسې د پاکستان له لوري افغانستان ته د سبزیو او نورو موټرو تګ پیل شوی دی.
پاکستان په کورمه کې د ۲۰۲۴ کال په سیپټمبر کې د فرقوي نښتو تر پیلېدو وروسته د خرلاڅۍ - پکتیا لاره تړلې وه.
له دې کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته ډېر مالي تاوان اوښتی خو په ځانګړي ډول د کورمې اوسیدونکي، چې ډېره موده یې په محاصره کې تېره کړه، له سختو کړاوونو سره مخامخ شول.
د کورمې ځینو سوداګرو د مې پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خرلاڅۍ لارې پر بيا پرانیستو خوښي ښکاره کړه او د دواړو خواوو له حکومتونو یې وغوښتل چې لارې دې پرانیستې وساتي ځکه چې له دې سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو روزګار تړلی دی.
پر ډيورنډ کرښه، پکتيا ته تللې د خرلاڅۍ لاره په داسې حال کې پرانیستل شوې ده چې د مې پر څلورمه د کورمې تاجرانو غوښتنه کړې وه چې یاده لاره دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
دا خبر د نوموړي پر ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې نوموړی به کابل ته د دې سفر په لړ کې له "افغان چارواکو سره مهمې غونډې" وکړي.
دا چې دا غونډې به له چا سره وي او په کومو مسایلو به پکې خبرې کېږي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
خپله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه کابل ته د صادق خان د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.
دا پاکستاني استازی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی. په کابل کې واکمنو طالبانو ظاهراً په دې کړکېچ کې خپل ځان بېپرې نیولی او له دواړو خواوو یې د زغم او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د هواري غوښتنه کړې.
وروستیو څو اونیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ تماسونه زیات شوي دي. د اپریل په نولسمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.
د ایران د بشري حقونو سازمانایران یو بل افغان د نشه يي موادو د قاچاق په تور اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې په دې هېواد کې یو افغان بندي اعدام شوی دی.
یاد سازمان چې د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۱۸مه، په یو راپور کې وویل، چې یو تن افغان د هغو اوو تنو بندیانو په ډله کې دی، چې د نشهيي موادو د قاچاق په جرم د تېرې یکشنبې په ورځ اعدام شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان، چې له هېواده بهر فعالیت کوي، وايي د دې بندیانو د اعدام حکمونه د بیرجند ښار په مرکزي زندان کې په پټه توګه عملي شوي دي.
د اعدام شوي افغان زنداني هویت علیرضا لالوزایی یاد شوی دی.
دغه سازمان تر دې مخکې هم راپور ورکړی و، چې دوه نور افغان بندیان د تېرې اونۍ په جریان کې د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.
ننګرهار کې سختو بادونو او باران یو کس وژلی او ۳۲ نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار ولایت کې د سختو بادونو او بارانونو له امله یو کس وژل شوی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا خبره د افغانستان کورنیو رسنیو د سیمهییزو طالب چارواکو له قوله کړې ده.
په ننګرهار کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیفالله خالد ویلي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې له ډلې یې ۲۸ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي او ۴ تنه نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ دوی د سختو بادونو او باران شاهد وو.
د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د دې توفان په نتیجه کې دوه د مخابراتو پایې او ګڼ شمېر ونې راغورځېدلې، د یو شمېر خلکو د لمریزې برېښنا هېندارې یې ماتې کړي او همدارنګه یې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
تېر کال د سرطان په میاشت کې هم د ننګرهار په شمول یو شمېر ولایتونه، د توندو بادونو، باران او سېلونو شاهدان وو، چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسان پکې وژل شوي وو.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له لسو ډېر زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د امریکا یوې استناف محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بودجې د ورکړې پرېکړه وکړه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوې استیناف محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته د بودجې د ورکړې په ګټه پرېکړه وکړه.
دې محکمې حکم وکړ چې دې راډیو ته د کانګرس له خوا منظور شوې بودجه دې ورکړل شي چې په راتلونکو اوونیو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دا پرېکړه د همدې محکمې د درې قاضیانو لهخوا د مخکینۍ پرېکړې پر خلاف ده.
نوې پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د غوایي ۱۷مه، د واشنګټن ډيسي د استیناف محکمې لهخوا چې ۱۱ قاضیان یې غړي دي، صادره شوه. دا پرېکړه هغه پخوانۍ پرېکړه لغوه کوي چې له مخې یې د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې (USAGM) پر ضد د ابتدایی محکمې حکم ځنډول شوی و.
ازادې اروپا/ازادي راډیو پر USAGM دعوه کړې چې د روان مالي کال د دوهمې نیمایي (له اپرېل څخه تر سپټمبر) لپاره یې بودیجه بند کړې.
د امریکا فدرالي قاضي، رویس لمبرت، د اپرېل په ۲۹مه حکم وکړ چې کانګرس واضح کړې چې باید ازادي راډیو ته بودجه ورکړل شي، او دا چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بودجې هغه قانون لاسلیک کړی چې پکې د دې راډیو تمویل ذکر شوی دی.
قاضي لمبرت امر وکړ چې شاوخوا ۱۲ میلیون ډالر دې ازادې اروپا/ازادي راډیو ته د اپرېل میاشتې لپاره ورکړل شي.
خو د مې په ۷مه، د درې قاضیانو یوې محکمې د یوې رایې په مقابل کې په دوو رایو د لمبرت حکم موقتاً ځنډولی و، چې له امله یې ازادي راډیو ته د اپرېل میاشتې بودجه تر پوښتنې لاندې راغله او د دې رسنۍ محدود فعالیتونه له جدي خطر سره مخامخ شول.
خو څو ساعته وروسته، د استیناف محکمې پوره ترکیب، چې ۱۱ قاضیان لري، د ازادي راډیو بیړني غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړ او د درې کسیزې محکمې حکم یې وځنډاوه.
هند وايي، د جېش محمد ډلې یو مشر عبدالروف اظهر یې وژلی

د هند حکومت ادعا کړې چې د پاکستان مېشته ترهګرې ډلې جېش محمد یو لوړپوړی مشر عبدالروف اظهر يې د چهارشنبې په ورځ (د مې میاشتې اوومه) په غچ اخیستونکو هوايي بریدونو کې وژلی دی.
عبدالروف اظهر د جېش محمد ډلې د بنسټایښودونکي، مسعود اظهر، ورور و.
عبدالروف اظهر د امریکا د حکومت د نړیوالو تروریستانو په لیست کې شامل و. جېش محمد ډله په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېله بلل شوې، چې پکې د وال سټریټ ژورنال د خبریال ډانیل پیرل تښتول، وژل او سر پرې کول هم شامل دي.
ویل کېږي چې عبدالروف په هغه برید کې وژل شوی چې په بهاولپور ښار کې د جېش محمد ډلې پر مدرسه وشو.
لانګ وار ژورنال خپرونې پرون په یوه راپور کې وویل، د دې ترهګرې ډلې مرکز په بهاولپور کې موقعیت لري.
د ډيکن هرالډ د راپور له مخې، د جېش محمد مشر، مسعود اظهر، د مې په اوومه منلې چې «د ده د کورنۍ ۱۰ غړي او څلور نژدې ملګري د هند د توغندويي برید په نتیجه کې وژل شوي»، خو ده د خپل د وژل شویو کسانو په لیست کې د خپل ورور یادونه نه ده کړې.
طالبان وايي، د سږ کال تر پایه به هرات ښار ته د ټاپي نللیکه ورسیږي

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت وایي چې د ټاپي پایپلاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویندوی همایون افغان پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل هرات ته د نللیکې له رسیدو وروسته به په دغه ښار کې د ګازو د وېش بهیر هم پیل شي.
د هغه په وینا، د پایپلاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تر اوسه بشپړ شوی.
د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
دا نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي. په افغانستان کې به د دغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.
د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د باندنیو چارو وزارت وویل چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.
توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

د جلالاباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.
توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمهییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.
ټپیان د جلالاباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.