د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۴

هند او پاکستان پر یو بل د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي


د پاکستان پوځ پرون (پنجشنبې) وویل چې هند د پاکستان پر خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې څلور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، هندوستان هم پاکستان تورن کړی چې د دوی پر خاوره یې د بې پېلوټه الوتکو د برید هڅه کړې ده.

نوي ډیلي د پنجشنبې په ورځ (د غوايي ۱۸مه) راپور ورکړ چې د پاکستان د هوايي دفاع سیستمونه یې ویشتي، او پاکستان هم ویلي چې د هند څو بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولي دي.

د هند حکومت وايي، د پاکستان له خوا د دوی پر پوځي هدفونو بریدونه یې «شنډ» کړي دي. د دواړو خواوو ادعاوې تر دې دمه په خپلواکه ډول نه دي تائید شوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د هند له لوري دا نوی برید یوه ورځ وروسته تر هغه وشو چې هند د پاکستان په خاوره کې څو ځایونه په توغندو وویشتل او په نتیجه کې یې ۳۱ تنه ووژل شول.

هند وايي، پر پاکستان بریدونه د هغو ۲۶ کسانو د وژل کېدو غچ دی چې ډېری یې هندو ګرځندویان وو او د وسلوالو له خوا په هندي کشمیر کې وژل شوي وو.

هند، پر پاکستان تور پورې کړی چې په دې برید کې لاس لري، خو اسلام‌اباد دا تور رد کړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند، سترجنرال احمد شریف ویلي، هند د چهارشنبې په شپه او د پنجشنبې له غرمې وروسته څو «هاروپ» بې پېلوټه الوتکې، چې د اسراییل جوړ دي، پاکستان ته توغولي دي.

هغه ویلي، پاکستاني ځواکونو ۲۵ هندي بې پېلوټه الوتکې راغورځولي دي. ده همداراز وویل چې د بې پېلوټه الوتکو د لوېدو له امله د پاکستان په سند ایالت کې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د احمد شریف په وینا، له دغو ډرونونو څخه یو یې لاهور ښار ته نژدې په یوه پوځي مرکز لګېدلی، چې څلور سرتېري یې ټپیان کړي او بل ډرون اسلام‌اباد ته نژدې غورځېدلی دی.

په لاهور کې، د پولیسو یوه سیمه‌ ییز چارواکي محمد رضوان وویل، یوه بې‌پیلوټه الوتکه د والتون هوايي ډګر ته نژدې، په یوه استوګنه سیمه کې راپرېوته، دا سیمه د هند له پولې شاوخوا ۲۵ کیلومتره لېرې ده او نظامي تاسیسات هم لري.

د هند دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی وسله‌والو ځواکونو د لاهور په شمول د پاکستان په یو شمېر سیمو کې «رادارونه او د هوايي دفاع سیستمونه» ویشتي دي.

په ورته وخت کې، هند پر پاکستان تور پورې کړی چې د کشمير د کنټرول کرښې او نورو سرحدي سیمو په اوږدو کې یې د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو له لارې د څو پوځي هدفونو د ویشتلو هڅه کړې ده.

همداراز، دواړو خواوو د لانجمن کشمیر په پوله کې نښته کړې، او پاکستان ادعا کړې چې ګڼ شمېر هندي سرتېري یې وژلي دي، خو هند دا ادعا نه ده تائید کړې.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، ګواښ کړی چې د هند د توغندويي بریدونو د قربانیانو غچ به واخلي، چې له امله یې اندېښنې زیاتې شوې دي چې ښایي دا دوه اتومي هېوادونه یو ځل بیا د یوې پراخې پوځي شخړې په لور لاړ شي.

دواړه مشران د خپلو ولسونو له شدیدو فشارونو سره مخامخ دي، څو خپل قدرت وښيي، او د دواړو خواوو توندې څرګندونې او ادعاوې ښايي د همدې فشار غبرګون وي.

د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره، هند زرګونه خلک له هغو کلیو ایستلي چې د پولو په اوږدو کې پراته دي. چارواکو او د جګړو د سیمو اوسېدونکو ویلي چې لسګونه زره خلکو د پنجشنبې په شپه په خوندي ځایونو کې تېره کړه.

همداراز، شاوخوا دوه زره کسان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير څخه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG