د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ومنله چې بې کیفیته خوراکي توکي يې وارد کړي دي


وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست نیوکه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته «د بشري مرستو په نوم» بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي وارد کړي، په افغانستان کې د دې پروګرام چارواکو ازادي راډیو سره دا خبره ومنله.

په افغانستان کې د «د ډبلیو اف پي» د اړیکو مسوول فیلیپ کروف د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا توکي دوه کاله وړاندې وارد شوي وو خو ټینګار یې وکړ چې د وېش مخه یې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې، ډبلیو اف پي د ځینو ځانګړو مغذي خوړو په بسته بندۍ کې د ځینو بې نظمیو په اړه پوه شو، ډبیلو اف پي سمدستي اقدام وکړ چې د محصولاتو وېش ودروي او سربېره پر دې چې لانورې څېړنې یې پیل کړې، بدیل اکمالات یې هم برابر کړل، ډبیلو اف پي د مسلې له پوهېدو وروسته په دوامداره توګه د افغانستان د خوړو او درملو له ادارې سره کار کړی او پریکړه یې کړې چې ټول هغه توکي قرنطین کړي چې وخت یې تېر شوی وه، هیڅ کله اکسپایر شوي «تاریخ تېره» خواړه نه دي وېشل شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۳۰مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د خوړو نړویوال پروګرام «د بشري مرستو په نوم» دغه هېواد ۶زره او ۷۵۰ اعشاریه ۲۰مټریک ټنه «سوپر سیریل» یا د بېلابېلو غلو ترکیب شوي بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي مواد وارد کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغې ادارې د «پریمکس» په نوم بې کیفیته مواد هم چې د وړو د غني کولو لپاره کارول کېږي، د ۵۵،۸ مټریک ټنه په اندازه افغانستان ته وارد کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا ډول کړنې د بشري مرستو د خڼد او ضایع کېدو او په خبره یې د افغانانو د بېلابېلو ناروغیو او ان مړینې لامل ګرځي.

خو د «ډبلیو اف پي» د اړیکو مسوول ازادي راډیو ته وویل چې دوی د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د خوړو او درملو له ملي ادارې سره په مشوره او د دې سازمان د مقرراتو سره سم د تاریخ تېرو توکو د خوندي او مسؤلانه تصفیې لپاره چارواکو سره له نږدې کار کوي او په خبره یې، خلکو او ټولنو ته د روغتیایي او هوساینې لپاره د معیاري خدمتونو رسولو ته ژمن دي.

بلخوا بشري مرستو ته ځینې اړمن افغانان هم ادعا کوي چې ځني ورکړل شوي خوراکي توکي بې کیفیته او د نه استفادې وړ دي.

ننګرهار ولایت کې د ښوونځي ښوونکي حکمت الله ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په کلي کې پر خلکو د بې کیفیته غنمو او وړو تر څنګ په ښوونځي کې پر ماشومانو تاریخ تېره بسکیټ هم وېشل شوي دي:

"ډبیلو اف پي چې زموږ مکاتبو ته کوم بسکویټ راکړي یوه اندازه یې بې کیفیته او تاریخ تېره وه، ځینې یې مسولینو وسوځول ځکه چې د استفادې وړ نه وه، په ولس کې چې موږ ورسره مخ شوي یو، ډېری وړه او غوړي خراب یا تاریخ تېره وو، وړه خو بیخی ترخه شوي وه."

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي بیا ازادي راډیو ته وویل:

“اکثره خلک شکایت کوي چې دوی کوم خوراکي توکي لکه دال، وړه او غنم چې خلکو ته ورکوي، هغه له کاره لوېدلي وي، ما ته یې کارت راکړی او نغدې پیسې راکوي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي په دې ډول به خلک د اړتیا سره سم ځان ته هر څه واخلي او څه به نه ضایع کېږي.”

دا افغانان د افغانستان اوسنیو اقتصادي حالاتو ته په کتو، یادې مرستې مهمې او ان د خلکو «ژوند ژغورونکې» بولي او غوښتنه کوي چې د خلکواړتیاوو ته په کتو دې په وخت او دقت ووېشل شي.

د یادونې ده چې تېر کال پر خواله رسنیو ځینو عامو خلکو ویډیوګانو خپرې کړې وې چې په کې ادعا شوې وه چې د بشري مرستو د وېش پر مهال پرې بېکیفیته او خراب خوراکي توکي چې د خوارځواکۍ د درملنې «حلوا» او وړه هم شامل وو وېشل شوي دي.

د یادونې ده چې له تېر ۲۰۲۱ کال راهیسې په ځانګړې توګه له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي د هېواد سم نیمایي خلک د بې کارۍ او اقتصادي ناورین له امله بشري مرستو ته اړ دي چې ډیری یې همدا د «ډبلیو اف پي» په ګډون د ملګرو ملتونو د بېلابېلوادارو لخوا ورکړل کېږي.


XS
SM
MD
LG