اجمل شینواری: له پاکستانه د داعش راتګ یو واقعیت دی او پخوا هم دا چاره ترسره شوې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او امریکایي ډيپلومات زلمي خلیلزاد ویلي، باخبره کسانو ورته ویلي چې پاکستان ممکن د کډوالو په منځ کې داعش افغانستان ته ولیږي. تر دې پخوا څو ځله طالب چارواکو ویلي چې د داعش په پاکستان کې پټن ځایونه لري او له هغه ځایه افغانستان او نورې سیمې ته ګواښ پیښوي، که څه هم دغه خبره پاکستاني چارواکو رد کړې ده. د ښاغلي خلیلزاد اندیښنه څومره پر ځای ده؟ طالبان څنګه کولای شي د کډوالو په منځ کې د داعش غړي وپیژني، همدا او نورې پوښتنې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د وسله وال پوځ له ویاند جنرال اجمل عمر شینواري نه اسداله لودین کړي دي.