ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي؟ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام آباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د وړاندیز هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته نه ونه وایي او زیاته یې کړه چې ایران یې یو ورور او دوست ګاونډی دی. تردې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان او طالبانو د حکومتونو ترمنځ د پاتې اختلافاتو د حل او د روان کړکیچ د کمولو لپاره د هر ډول مرستې وړاندیز کړی و. په دې اړه نوریاس نوري د سیاسي چارو له شنونکي او په اسلام آباد کې له پخواني افغان ډیپلومات زردشت شمس سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي؟
د ړنګ شوي جمهوري نظام د وسله والو ځواکونو له ویاند جنرال اجمل عمرشینواري سره مرکه
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مرستیال محمد یونس مومند سره مرکه
د استانبول له خبرو ضد ونقیضې څرګندونې رسنیو ته راوتلي. ویل شوي چې پاکستاني لوري له طالبانو د جدیت غوښتنه کوي خو طالبان بیا له پاکستان سره د لانجې د حل یوازینی حل لاره ډیالوګ او متقابل درک دی، نوریاس نوري د سیاسي چارو له شنونکي او خبریال سمیع یوسفزي سره پدی اړه مرکه کړی.
د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د استازو د غونډې په اړه. د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال د دفاع له سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل سره مرکه کړې.
احمد تکل د پرځیدلي جمهوري نظام د ټولو وسله والو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواري سره د مرکې په پیل کې په دې اړه چې کوم لوری دغه اوربند ته اړشوی، د هغه نظر پوښتي؟
د راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې د نوري فایبرانټرنیټي شبکې فعالیت بند شوی دی. یوشمیرسرچینو آزادي راډیو ته دا خبره تایید کړه. په دې اړه نوریاس نوري د معلوماتي تکنالوژۍ له متخصص آغا ملوک سهار سره د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د نوري فایبرانترنیتي شبکې د بندیدو علت څه دی او زیان یې چاته رسیږي؟
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بند شوی او داسې راپورونه دي چې دا بندیز به تر ټولو ولایتونو پورې وغځیږي. ځیني وایي چې ممکن خلک د موبایل له انټرنټه استفاده وکړي، د موبایل او کیبلي انټرنټ توپير څه دی؟ احمد شیبر د افغان روباتیک ډلې د مشر او موسس عتیق الرحمان خوشال نظر اخیستی:
د افغاني سرې میاشتې ټولڼه وايي، دوی د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې نېږدې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو ته په یو کمپ کې د اوسېدو شرایط برابر کړي دي. زلزله ځپلي د بیلابیلو ستونزو او د مرستو د کم رسیدو یادونه کوي. د کونړ د سرې میاشتې ټولنې مشر عبداللطیف ثابت سره مرکه کې نور جزیات اوری.
په کونړ کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دوی په زلزله ځپلو سیمو کې د مړو شویو حیواناتو د رایستلو او خښولو لپاره په ډېرو کمو امکاناتو اقدام کړی دی. د دغه ریاست د وترنرۍ او مالدارۍ خدمتونو عمومي امر ډاکټر غالب مسعود ازادي راډیو ته وویل، ګڼ غټ او واړه څاروي مړه شوي دي.
په داسې حال کې چې تیره شپه متحدو ایالاتو د ایران او اسراییلو ترمینځ د اوربند توافق اعلان کړ خو تهران او تل ابیب یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. سلطان محمد سرور، دمرکې پیل کې د حقوقو او سیاسی علومو استاد، نصرالله ستانکزی پوښتلی دی چې یوولس ورځنۍ جګړې د سیمې وضعیت څومره بدل کړ؟
نور راوښيه