د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۹

امریکا د افغانانو او کامرونیانو د موقتې محافظتي استوګنې اسناد لغوه کړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" د پروګرام د لغوه کیدو له امله زرګونه افغانان اغیزمنیږي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د زرګونو افغانانو او کامرونیانو لپاره د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" پروګرام لغوه کړی دی.

اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانان او ۷۹۰۰ کامرونیان به د دې پرېکړې په سبب د ایستل کېدو له خطر سره مخ وي.

د لنډمهاله محافظتي استوګنې حیثیت د هغو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیږي چې طبیعي پیښې، جګړې او نورې استثنایي پیښې یې لیدلي وي.

د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مکلالین د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل وزارت یې دې پایلې ته رسیدلی چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور د دې معیارونو سره سمون نه لري.

په همدې اساس به د مې له میاشتې څخه، یعنې ۱۸ ورځې وروسته، د هغو افغان او کامروني اتباعو د لنډمهاله محافظتي استوګنې اسناد چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي نور د اعتبار وړ نه وي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډیر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.

افغانان د امریکا په الوتکو کې بهر انتقال شول
افغانان د امریکا په الوتکو کې بهر انتقال شول

له دې ډلې له اویا زرو څخه ډیر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.

رویټرز د کډوالو د حقونو د فعالانو له قوله ویلي چې په وروستیو ورځو کې د افغانانو په شمول یو شمېر کډوالو پیغامونه ترلاسه کړي چې د د استوګنې لنډمهاله اسناد یې لغوه شوي او دوی ته له امریکا څخه د وتلو لپاره اوه ورځې وخت ورکړل شوی دی.

د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مکلالین تیره اوونۍ تایید کړه چې د یو شمیر پناه غوښتونکو د دوه کلن استوګنې جوازونه لغوه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په جنوري کې بیا واک ته ورسېد، ژمنه کړې چې غیرقانوني کډوال به وباسي.

هغه د پخواني ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ پر پالیسۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بایډن ادارې د غیرقانوني اقداماتو څخه کار اخیستی ترڅو مهاجرینو ته اجازه ورکړي چې په قانوني توګه په هیواد کې پاتې شي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د کډوالو د "موقتي محافظتي استوګنې" اسنادو د لغوه کولو هڅه هم وکړه، خو ناکام شو ځکه چې فدرالي محکمو یې مخالفت وکړ.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG