د نجونو د زده کړو ملي کمپاین وايي ځینې طالب چارواکي مدرسه يي ذهنیت لري او د نجونو د زده کړو مخه یې نیولې .
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین وايي، ځینې طالب چارواکي [مدرسه يي] ذهنیت لري او د نجونو د زده کړو مخه یې نیولې ده. دوی دا هم وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې له بیلابیلو ادرسونو هڅې شوي خو همغږې نه دي. زمونږ همکار د یاد کمپاین د مشرتابه شورا له غړي ډاکټر خوشحال روهي سره په دې اړه مرکه کړې ده .