د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د دولتي ادارو کارکوونکي: میاشتې کیږي حکومت مو معاش نه دی راکړی، خو حکومت د حل ډاډ ورکوي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په داسې حال کې چې د روژې میاشت له نیمايي اوښتې او اختر په رانږدې کېدو دی او د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې په اختر کې مالي امکاناتو ته اړتیا ډېریږي د افغانستان د دولتي ادارو یو شمېر کارکونکې وايي د طالبانو حکومت د وروستیو دوه میاشتو معاشونه نه دي ورکړي.

دوی نن سې شنبه ازادي راډيو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت مالیې وزارت هم په دې برخه کې دوی ته کومه ځانګړې نېټه نه ده اعلان کړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې یوې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي وویل ازادي راډیو ته یې وویل،

«د ټولو وزارتونو د دولتي کارکونکو د دلوې او حوت د میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او نن چې د حکوت ۲۸ مه هم ده د وزارتونو له لوري د معاشونو د ورکړې هیڅ ژمنه نه ده ورکول شوې.»

د ټولو وزارتونو د دولتي کارکونکو د دلوې او حوت د میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او نن چې د حکوت ۲۸ مه هم ده د وزارتونو له لوري د معاشونو د ورکړې هیڅ ژمنه نه ده ورکول شوې
دولتي کارکوونکی

د یو دولتي ښوونځې ښوونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي له ورته ستونزې شکایت کوي:

«دوه میاشتې شوې چې اصلا زموږ معاشونه نه دي راغلي، نه یوازې ښوونکې بلکې له تېرو دوه میاشتو نه هیڅ دولتي مامور معاش نه دی اخیستی، موږ د روژې په دې میاشت کې له سختو ستونزو سره مخ یو، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له کوره یې دوه کسان په دولت کې دنده لري، دوی د نورو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.»

د طالبانو حکومت هغه د دولت ښځینه مامورینو ته چې اوس مهال په کور ناستې دي د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي، خو یوه میرمن چې دنده ترې اخیستل شوې او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل چې په تېرو دوه میاشتو کې هیڅ نه دي ورکول شوي:

« په پنځه زره افغانیو موږ هیڅ نه شو کولای، د کور لګښتونه زیات دي، موږ ورته رسېدنه نه شو کولای، الله جل جلاله له موږ سره مرسته کوي، تر اوسه د وروستیو دوه میاشتو یوه افغانۍ هم نه ده راکول شوې او له امله یې موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، زه خپله د کور مسولیت لرم او درې یتیمان هم راتر غاړه دي.»

دوه میاشتې شوې چې اصلا زموږ معاشونه نه دي راغلي، نه یوازې ښوونکې بلکې له تېرو دوه میاشتو نه هیڅ دولتي مامور معاش نه دی اخیستی
دولتی کارکوونکی

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدلولي حقمل په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دغه وزارت نن سې شنبه د حوت ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې پرته له دې چې د معاشونو د ځنډ مسله یاده کړې د دولتي کارکونکو د معاشونو د ورکړې ډاډ ورکړې او ویلی یې دي چې په روانه اونۍ کې به د دوی معاشونه اجرا شي.

دا لومړی وار نه دی چې د طالبانو د حکومت دولتي کارکونکې د معاشونو د ځنډ له امله شکایت کوي بلکې د روان میلادي کال په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د بهرنیو مرستو د ځنډ تر اعلان وروسته یو شمیر دولتي کارکونکو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې د دوی د دریو میاشتو معاشونه ځڼدول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دلوې میاشت کې د طالبانو د مالیې وزارت له قوله وویل، چې په یاده میاشت کې به ټولو یو میلیون او ۴۰ زره دولتي کارکونکو ته معاشونه ورکړل شي، او زیاته یې کړه چې دولتي بودجه په بهرنیو مرستو پورې اړه نه لري.

ډیری دولتي کارکونکی وايي چې د معاشونو ځنډ د دوی د ورځني ژوند ستونزې لاپسې زیاتیږي کړي او د کورونو د کرایې ترڅنګ یې د خوراکي موادو د اخیستلو او د نورو لګښتونو په برخو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG