خبرونه
په غزه کې د اسرایل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول

د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول.
د رویترز خبری آژانس په دې اړه په راپور کې ویلي چې دا په داسې حال کې ده چې د عربي او امریکایي منځګړو له خوا د حماس او اسراییل ترمنځ د جنوري د ۱۹مې د اوربند د تړون د غځولو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) هم اعلان وکړ چې دوی په مرکزي غزه کې د اسراییلو سرتیرو ته د ګواښونو په اړه شکمن یو شمیر ترهګر پیژندلي او د الوتکو په وسیله یې برید وکړ.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لومړی پړاو چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، له یوې اوونۍ زیاتې تېرې شوې او تر اوسه دواړه لوري د دې تړون د غځولو پر شرایطو نه دي سلا شوي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس او نورو سخت دریځو ډلو له برید سره پیل شوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر کسان یرغمل شول.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا څانګې په وینا، له هغه وخت راهیسې له ۴۸،۵۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ناسا دوه ستورمزلي له ۹ میاشتني ځنډ وروسته ځمکې ته را روان شوي دي

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې- ناسا دوه ستورمزلي چې د ۹ میاشتو لپاره په نړیوال فضايي سټېشن کې بند پاتې وو، نن د ځمکې پر لور وخوځېدل.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې بوچ ویلمور او سني ویلیامز له دوو نورو ستورمزلو سره د سپېس ایکس په یوه کپسول کې له نړیوال فضايي سټېشن څخه جلا شول او تمه ده تر ځمکې پورې د دوی سفر به اولس ساعته وخت ونیسي. امریکایی نېک هېګ او روسی الکساندر ګوربونوف په تېر مني کې په خپل سپېس ایکس کپسول کې نړیوال هوايي سټېشن ته ورسېدل.
ټاکل شوې وه چې مېرمن ویلیامز او ښاغلی ویلمور د تېرکال په جون میاشت کې د بویینګ په سټارلاینر ازمایشي فضايي کپسول کې ځمکې ته ستانه شي خو هغه مهال دا فضایي بېړۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوه او په نتیجه کې د ناسا دا کپسول بېرته تش ځمکې ته ستون شو.
د پلان له مخې د امریکايي میلیارډر ایلان ماسک د سپېس ایکس شرکت فضايي کپسول باید په تېره فبروري میاشت کې دا ستورمزلي ځمکې ته راوستي وای خو په دې پلان کې هم یوه میاشت ځنډ راغی.
له دې مخکې نورو ستورمزلو هم په فضا کې تردې ډېره موده تېره کړې ده خو د ښاغلي ویلمور او مېرمن ویلیامز کیسې ته ځکه پاملرنه ډېره شوه مخکې نور ستورمزلي هېڅکله له داسې یوه مبهم حالت سره نه وو، مخامخ شوي.
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت

د غزې پر تړانګه د اسراییلو په هوايي حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت. ګڼو رسنیو د غزې د روغتیايي چارواکو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د غزې پر بیلابېلو سیمو د حملو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۲۶ کسانو ته رسېدلی دی. خپلواکو سرچینو تراوسه دا شمېرې نه دي تایید کړي. د فلسطین د اشغالي قلمرو لپاره د ملګروملتونو د همغږۍ دفتر ویلي چې د اسراییلو دا حملې د منلو وړ نه دي او غوښتنه یې کړې چې اوربند دې سمدستي رعایت شي. اسراییل وايي، په دې حملو کې یې هغه تندلاري په نښه کړي چې د تروریستي حملو پلانونه یې درلودل او په سیمه کې د یوه بل کړکېچ اور ته یې لمن وهله. د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې اسراییل به د فلسطینۍ حماس ډلې پرضد په خپل ټول توان سره عملیات پیل کړي. د اسراییل دا تازه حملې په تېره جنوري میاشت کې په غزه کې د اوربند له موافقې وروسته تر ټولو پراخ پوځي عملیات دي. اسراییلو د غزې پر تړانګه سربېره په لبنان او د سوریې په جنوب کې د هوايي حملو خبر ورکړی دی.
د هوا پیژنې ریاست په ۱۵ ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سیلابونو اټکل کړی دی

د هېواد د هوا پېژندنې د دارو د اټکل له مخې نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې د ورېدو، بارانونو او سیلابونو احتمال شته.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، دایکندي، بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې نن د نسبتا درنې واورې یا بارانونو او سیلونو امکان شته.
د دې بارانونو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او د واورو اندازه به د ۱۰ او ۳۰ سانتي مترو ترمنځ وي. په تیرو دوه اونیو کې په فراه، کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلونو له امله لسګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.
امریکا: له امریکايي ځواکونو سره همکارو افغانانو ته د سفر بندیز نه دی لګول شوی

متحدایالات وايي چې دې هېواد ته د هغو افغانانو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. ځینو امریکايي رسنیو په دې وروستیو کې د یوشمېر هېوادونو لیست خپور کړ چې ګنې ولسمشر ډونالډټرمپ یې امریکا ته د وګړو پر سفر بندیز لګولی. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا ته د دې پوځي متحدانو لېږد د واشنګټن د پالیسۍ یوه برخه ده، خو هغې ټینګار وکړ چې امریکا ته د دې ډلې افغانانو د لېږد په بهیر کې امنیتي چک هم شامل دی څو د امریکا امنیت خوندي شي. ټرمپ د جنوري په شلمه د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د دریو میاشتو لپاره متحدوایالتونو ته د ټولو بهرنیو وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه او په دې ترڅ کې د هغو افغانانو الوتنې هم کنسل شوې چې په امریکا کې منل شوي وو.
ملګروملتونو امنیت شورا: طالبان دې د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز لیرې کړي

د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي.
امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د ماموریت د تمدید لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس په یوه بیان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په غبرګون کې وویل، د ملګروملتونو استازولي باید د افغانستان او ملګروملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او افغانانو ته په ملګروملتونو کې د افغانستان د کرسۍ پر سپارلو تمرکز وکړي.
. د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا تېره اونۍ د امنیت شورا غونډې ته وویل، که طالبان په رښتیا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ګډون غواړي نو باید په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي. د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت د پای ته رسولو لپاره د مرستې غوښتنه هم وکړه او همداراز په دې هېواد کې تروریستي حملې یې وغندلې.
د یوناما د ماموریت غځولو په اړه غونډه کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، د کب ۲۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.
په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی.
بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، تروریزم، مخدر مواد، د سپکو او درنو وسلو قاچاق، د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو او د طبیعي پيښو اغیز هغه موارد دي چې د یوناما ماموریت په افغانستان کې تمرکز پرې کوي. یوناما خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره داسې مهال غځوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې نیم کاله اوښتي دي خو سرپرست حکومت یې د نړۍ هیڅ هیواد تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.
له بشري حقونو او په تېره د ښځو له حقونو سرغړونې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې پر وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
جرمني سوریې ته ۳۰۰ ملیونه یورو مرسته ورکوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک نن دوشنبه د کب (۲۷) مه، په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مشرۍ د بسپنه ورکوونکو تر کنفرانس مخکې ویلي، جرمني د ملګرو ملتونو او ځینو سازمانونو له لارې د سوریې لپاره د ۳۰۰ ملیون یورو د مرستو ژمنه کوي.
بیربوک وویل، د چمتو شویو مرستو له نیمایي څخه ډیر به د سوریې خلکو ته ګټه ورسوي، او دا مرستې به په سوریه کې د انتقالي حکومت پرته ورکړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا مرستې به د خوړو، روغتیا خدماتو او بیړنیو سرپناهو چمتو کولو او همدارنګه د ځانګړي زیان منونکو لپاره د محافظتي اقداماتو لپاره ولګول شي.
هغې زیاته کړه، په اردن، لبنان، عراق او ترکیه کې د سوریې کډوال او کوربه ټولنې به هم ملاتړ ترلاسه کړي.
هغې وویل د اروپایانو په توګه، موږ د سوریې د خلکو، د آزادې او سوله ایزې سوریې لپاره یوځای ولاړ یو.
هغې له انتقالي حکومته هم وغوښتل چې د علويانو ( د شیعه ګانو یوه فرقه) په کلیو کې د سلګونو ملکي وګړو د وژنې په اړه تحقیقات وکړي او هغه کسان چې د دوی لپاره مسؤل دي، حساب ورکړي.
د سوریې په ساحلي سیمه کې د څو ورځو تاوتریخوالي جګړو پر مهال روانه میاشت د لرې کړای شوي ولسمشر بشارالاسد وفادارانو د سوریې د نويو اسلامپالو واکمنانو پر وړاندې جګړه وکړه. د جګړې د څارنې یوې ډلې ویلي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.
د خبریال ملي ورځ; راپور وايي د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندي ۲۴ سلنه سرغړونې زیاتې شوي

نن د کب ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه د راپور په خپرولو زیاته کړې چې په تېرو ۱۲ میاشتوکې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې د تېر کال په پرتله چې هغه مهال۱۳۹ پېښې ثبت شوې وې، ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.
په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۶مه او (د کب ۲۷مې) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت خپور شوی په کې راغلي چې په۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو د طالبانو محتسبینو د رسنیو د کارکوونکو په ګډون د خلکو لپاره د باید او نه باید مقررات وضع او په ځینو مواردو کې یې د دوی د استخباراتو ادارې سره په ګډه له رسنیو او د خبریالانو په وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کړی دی.
ایران: د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ لیک ته به تر څېړنې وروسته ځواب ورکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ایران به د ټرمپ لیک ته تر بشپړه څېړنې وروسته ځواب ورکړي.
دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د اټومي خبرو لپاره یو لیک لېږلی و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نن دوشنبه ( مارچ ۱۷مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تر بشپړه څېړنې وروسته د ټرمپ لیک ته د ځواب ورکولو خبره کړې ده.
تیره اونۍ، د اماراتو یوه چارواکي د امریکا د ولسمشر له خوا له تهران سره د اټومي خبرو اترو وړاندیز شوی لیک راوړ، چې ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي رد کړ او ویې ویل چې دا ډول وړاندیز د واشنګټن دوکه ده.
ډونالډ ټرمپ د کب په ۱۷مه ویلي و چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته لیوالتیا لري او له همدې کبله یې د ایران ستر مشر ته لیک لیږلی دی.
د ټرمپ د لیک نور جزیات نه دي خپاره شوي خو ده هیله څرګنده کړې ده چې ایران خبرو ته حاضر شي، ځکه د ده په وینا خبرې د ایران په ګټه دي.
ایران بیا مخکې ویلي، تر هغو چې امریکا د فشار له سیاستونو لاس وانخلي، له واشنګټن سره به مخامخ خبرې ونکړي.